(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبریال بخت تاج په چاړه حلالیږي

[06.Feb.2014 - 18:56]

06.02.2014 د ټولنيزه خبریال بخت تاج مړی تیره ورځ د مردان په بخشالي کې موندل شوې ؤ. تاج به په ایس ایم ایس منظرعام نومې اوونيز اخبار او ټوېټر اکاؤنټ باندې ځاېي خبرونه ورکول. د دغه اکاونټ او اخبار چلونکي عادل زمان  ډیوه رېډ ېو ته وېلي دي تاج دوه ورځې وړاندی بی درکه شوې ؤ او تیره ورځ ېې مړې په باراني خوړ کې په سر پریکړي انداز کې وموندل شو. نامعلومه خلقو د تاج په خېټه کې چاړه ښخه پریښودی وه.
بخت تاج د هاغو خبریالانو نه یو بل شو چې د اسلامي نړۍ په بې زغمه ټولنه کې ورته تل  د اظهار په جرآت د مرگ سزا ورکول کېږي. پاکستان په دغه هېوادونو کې تر ټولو مخکې دی چې خبرېالان پکې نه زغمل کېږي. د خبریالانو خوندي ساتلو یوی اداری سي پي جی د یو رپورټ تر مخه په اگست 28م   1998 کې د اذاد پروډیو سرکارلوس ميري لئون په پېښور کې د مرگ نه تر د بخت تاج پورې په پاکستان کې 53 خبریالان وژل شوي. په ورستېو کې په کراچۍ کې د درې اخباري غړو وژلو ورستو خو د طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ښه په ډاگه وېلي ؤ دغه مو وژلي احسان خبردارې ورکړې ؤ کو نورو خبر یالانو هم د دوېي دريز وړاندی نه کړو نومرگ به ېې انجام وي. رپورټونه واېي په پاکستان کې د وسله والو د حملو پرته د هېواد استخباراتي ادارې هم خبریالان وژني.  په 29 مۍ 2011م د پنجاب په منډي بهاالدین کې د سليم شهزاد د وژلو تور دهیواد په استخباراتي  اېي ایس اېي پوری شوی خو هغه ېې نه مني.
د پاکستان گاونډي هېواد افغانستان کې په تیرو شلو کالونو کې 24  الجیریا کې 60 ازبکستان کې 1 آزربايجان کې 5 ایران کې 4   بهرېن کې 2 بنگله دیش کې 14 بوسنیا کې 19 عراق کې 161 مصر61 دبۍ کی 1 انډونیشیا کی 10 قازقستان کې1 کویت کې1 ليبیا  کې  7 لبنان کې 9 سعودي کې 1 نایجیریا کې10  ېمن کې 3 ترکي کې 21 ترکمنستان کې 1 او سوډان کې 1 خبریالان وژل شوی دي. په دغه موده کې ټوله نړۍ کې 1040 خبریالان وژل شوي. په دی حساب سره د اسلامي نړۍ د وژل شوو خبریالانو ټول شمیر 471 دی.
 ددغه شمیرو نه بل پلو ته د خبریالنو د خوندي ساتلو د تنظيمونو د بېلو بیلو شمیرو تر مخه په تیرو لسو کالونو کې د کار په مهال په خبر یالانو تشدد کې بې کچه اضافه شویده، په دغه هېوادونو کې عراق، لیبیا، مصر او پاکستان په اول سر کې ولاړ دي. تیره اونۍ د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ په وداني کې دننه سرکاري چارواکو په ځاېي خبریال محمد نعيم تشدد کړې وو.
د جارج واشنگټن یونیورسټۍ د مطبوعاتو څانگه واېي د پاکستان په خاوره خبریالانو له کار کول ډیر مشکل ترين کار دی، دغه کار  لکه د اور د نينوچيچلو په شان دی. 
د 27 کلن تاج شپږ میاشتې مخکې واده شوی ؤ، او ملگری زمان عادل ېې راته ویئل په ځایی مسلو به ېې نه ېواځي چټک پیغام لېگلو ولې د دغه ستونزو په ضد به په اولسي احتجاج کې هم روان ؤ،خو تاج ته شاید دا پته نه وه چې د هغه په وطن کې د ټوپک راج دی ، خپلواکه بې تاجه بادشایان ېې د تنقید زغم نه لري او د خبرې ځواب په گولۍ ورکوي.

- Deewa Radio
بېرته شاته