(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د PSDP دمشرانوجرګې غړی احمدشاه باوري په مړینه

[13.Feb.2014 - 09:07]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند Pashtoon Social Democratic Party - PSDPد مشرانو د جرګې غړی دپلوم ژورنالیست احمد شاه باوری  د خپلې ورپېښې ناروغۍ له کبله  ددې فاني  نړۍ  څخه د  تل لپاره سترګې پټې کړې .

  اناالله و انا اليه راجعون  .

ارواښاد احمد شاه باوري په  افغانستان کې ډیر کلونه د اطلاعاتو او کولتور وزارت په بیلابیلو څانګو کې او په جرمنې کې ئې د المان غږ راډیو دپښتو په څانګه کې هم دنده تر سره کړې وه. ارواښاد د پښتنو ديوالی، ابادۍ او سوکالی لپاره هلی ځلی کړی چی تل به ئې یاد  تازه ساتي.

 ارواښاد احمد شاه باوري د پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه لرله  چې لدې امله ورته د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې د غړیتوب ویاړ ورپه برخه ؤ.

ارواښاد احمد شاه باوري د خپلی ورپیښی شوی ناروغۍ له امله  په پښتونخوا کې په 08.02.2014 نېټه د شنبی ( خالی ) په ورځ لدی فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګی پټې کړې  . د ارواښاد جنازه په ننګرهار ولایت کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر، د مشرانو جرګه  او د ګوند ټول غړې  دده د کورنۍ اوخپلوانو سره     په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼې د لوې خدای له درباره ورته د جنت فردوس غوښتنه او  د کورنۍ غړو او خپلوانو  ته یې جمیل صبر غواړي .

روح دې ښاد ويhttp://www.pashtoonkhwa.com/?page=psdp&id=36

 

- PSDP
بېرته شاته