(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دميديوتيک دژورنالېزم کورس شلمه دوره

[17.Feb.2014 - 03:31]

دننګرهار میدیوتیک ( رسنيزکور) دژورنالېزم کورس شلمه دوره د چارشنبې په ورځ د۲۰۱۴م میلادي کال د فبرورۍ پر۱۲مه نېټه په جلال اباد میدیوتیک دفتر کې پرانستل شوه.
ددې کورس لپاره چې کومه ازموینه اخیستل شوې وه، دنتیجو داعلان په ترڅ کې یې ۳۰تنه بریالي شول او دکورس په پرانسته غونډه کې يې برخه اخیستې وه.
دکورس دپرانستې غونډې ته دننګرهار میدیوتیک مشر پوهنیار استاد محمدداود وفا په خپله لنډه وینا کې دمیدیوتیک پرفعالیتونو هراړخیزې خبرې وکړې او وې ویل، چې ددې کورس په سبب په ختیزو سیمو کې دخبریالانو په مسلکي ظرفیتونو کې پاموړ مثبت بدلونونه راغلي او میدیوتیک ژمن دی، چې داهڅې به دوامداره وساتي.
بیا ددې کورس لارښود استاد الحاج شېرشاه همدرد په خپله وینا کې ځوانو خبریالانو ته د ژورنالیزم داساسي اصولو زده کړه خورا مهمه یاده کړه او وې ویل، چې په ډېره مینه او لېوالتیا به په کې نوموړی تدریس وکړي.
ورپسې په ننګرهار ولایت کې دایف ایم راډيوګانو دټولنې مشر قرار عزیزي وینا وکړه او ژمنه یې وکړه، چې ددې کورس زده کوونکو ته به ترنظري زده کړو وروسته په عملي زده کړو کې دلاسنیوي لارې چارې برابرې کړي او دخپلې ادارې «صفا راډيو» په ګډون به یې نورو بېلابېلو راډيوګانو ته دعملي ټریننګ په هدف معرفي کړي.
بيا ژورنالیست او ليکوال بازمحمد عابد په خپله وینا کې دمیدیوتیک مرستې په ښه فال ونیوې او وې ویل، چې ددې ادارې مرستې نه یوازې ځوانو خبریالانو ته دزده کړې او رشد زمینه برابره کړې ، بلکې دده په شان يوه سینیر ژورنالیست ته یې هم ګټه رسولې او باید دمیدیوتیک هڅې په درناوي یادې شي.
ننګرهار رسنیز کور 

Siamuden (Pasarly)

- Pasarly
بېرته شاته