(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خان شهيد يواځينۍ لور وفات شوه

[22.Feb.2014 - 20:36]

22.02.2014: Taand.com د هند د کوچنۍ وچې د نوميالي پښتون سياستوال، ورځپاڼه ليکونکي او ژباړونکي عبدالصمدخان اڅکزي- چي په خان شهيد بلل کېږي- مشرې لور پرون له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ارواښاده «ولي عهد» نومېده، خو په کورنۍ کې په «خور بي بي» مشهوره وه، د عبدالصمدخان اڅکزي يواځينۍ لور وه او د ډاکټر احمدخان اڅکزي، محمدخان اڅکزي، محمودخان اڅکزي او ډاکټر حامدخان اڅکزي مشره خور وه.

نوموړې هغه مهال چي پلار يې د سياسي مبارزو په ترڅ کې پر هند د انګرېزانو په واکمنۍ کې او بيا د پاکستان د واکمنو له خوا په زندانونو کې ساتل کېده، د خپل پلار ډېر خدمتونه کړي، د خپلو وروڼو د ښوونې او روزنې او کورنۍ چارې يې په بشپړ مسووليت سره تر سره کړې دي او له خپل پلار سره يې په بېلابېلو سفرونو کې  ملګرتيا کړې ده

ارواښاده «خور بي بي» په ١٩٧٠م کال کې د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ له جوړېدو سره لومړنيو انتخاباتو ته د ښځو لپاره ځانګړې څوکۍ ته کانديده شوه، خو د څو رايو په توپير سره اسمبلۍ ته منتخب نه شوه.

په ١٩٧٣م کال کې د خپل پلار عبدالصمدخان اڅکزي تر شهادت وروسته «خور بي بي» د خپلې سياسي کورنۍ د يوې فعالې مېرمنې رول تر سره کړ او د خپل ورور محمودخان اڅکزى د ملي او سياسي مبارزې د ملګرتيا او په کورنيو چارو  کې د هغه د مرستې هوډ يې وکړ او تر مرګه يې د پښتنو په ملي تحريک کې د يوې باتجربه او هوښيارې مېرمنې په توګه د خپل پلار پر کور بې واده خپلو هڅو ته دوام ورکړ

د ارواښادې «خور بي بي» د جنازې مراسم د شنبې په ورځ ماسپښين د کوټې ښار شمال لوېديځ لور ته د «ګلستان» سيمې په «عنايت الله کارېز» کلي کې تر سره شول او د خپل پلار څنګ ته خاورو ته وسپارل شوه. اروا يې ښاده

- تاند
بېرته شاته