(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا:حکومت د پښتني کلتورلپاره هېڅ تګلاره نلري

[28.Feb.2014 - 20:32]

هارون باچا /مشال28.02.2014: په پېښور کې هنرمندان او پر کلتوري چارو نظر لرونکي تنان د خيبر پښتونخوا  اوسني حکومت ته، له دې کبله چې د صوبې د موسيقۍ او ثقافت ودې ته چندان پاملرنه نه کوي،  د اعتراض ګوته نيسي.
د خيبر پښتونخوا پر حکومت تر ټولو غټه نيوکه دا ده چې د صوبې د کلتور د پرمختګ لپاره يې يوه تګلاره مخ ته نه ده راوړې.
په پېښور کې خبريال او شاعر روښان يوسفزی، چې پر کلتوري چارو د کارکوونکو ځايي خبريالانو د يوې ټولنې (کلچرل جرنلسټس فورم) مشري هم کوي، وايي چې په صوبه کې د موسيقۍ، ډرامې او سينمايي فلمونو په برخه کې معياري کار ځکه نه کيږي چې حکومت خپله کلچرل پاليسي نه ده وضع کړې.
''موږ خو د خبرونو او کالمونو له لارې او دغه رنګ په پريس کلب کې د يو لړ پروګرامونو په ترڅ کې پر حکومت د کلچرل پاليسۍ جوړولو ارزښت په ډاګه کړ.  يوه سانسور بورډ به هله جوړيږي چې اول يوه حکومتي کلتوري تګ لاره جوړه شي. په همدغه بنياد به که موسيقي ده، که ډرامه او يا هم فلم دی، د هغې جوړولو يوه لارښودنه کيږي. نو د دغې پاليسۍ په نه موجوديت کې، هغه د چا خبره، د پرانېستو غويانو غوبل جوړ دی، د دغو هنري کارونو هېڅ څارنه نه کيږي. همدغه وجه ده چې زموږ موسيقي او ډرامه وده نه کوي.''
هم په پېښور کې ځوان او پېژندل شوی سندرغاړی راشد خان بيا وايي، د پښتونخوا حکومت په دې وروستيو کې د داسې خلکو په سلا او مرسته د کلتوري پروګرامونو جوړولو هڅه وکړه چې غوښتل يې د پښتنو هنرمندانو پر ځای د هېواد د نورو صوبو فنکاران مخ ته راولي.
''د دې حکومت يو کلتوري تنظيم دی، چې خپلې يوې غونډې ته يې زه هم بللی وم. هغوی ويل، له نورو ځايونو به فنکاران راوغواړو، چې لاکونه روپۍ پرې لګيږي. ما ورته وويل، دا څه کوئ؟ ولې خپل پښتانه سندرغاړي نه راغواړئ چې خلک يې له سندرو خوند واخلي. دلته د زرڅانګې، قمرو جان، احمد ګل، خيال محمد او شاه ولي په څېر استادان هنرمندان شته، او تاسو په نورو خلکو پسې ګرځئ. بله دا چې تاسو چې کومې ماډلې راغواړئ، د هغو لباس خو له پښتني کلتور سره اړخ نه لګوي.''
راشد خان زياتوي، د خيبر پښتونخوا د تېر حکومت په پرتله د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د صوبې اوسنی حکومت په کلتوري پروګرامونو کولو کې دلچسپي نه لري. دی له حکومته غواړي چې د پښتو اصيلې موسيقۍ د ودې او د هنرمندانو يې د خير ښېګڼې چارو ته جدي پاملرنه وکړي.
''د تېر حکومت په نسبت دا مهال په صوبه کې کلتوري هلې ځلې ډېرې کمې شوې دي. د پي ټي آيي حکومت ته پکار دي چې يو ټيم جوړ کړي او اهل او قابل خلک پکې په کار وګماري، چې پښتو کلچر وده وکړي او په ترڅ کې يې زموږ د هنرمندانو قدرداني وشي.''
د خيبر پښتونخوا په ملاکنډ کې پېژندل شوی شاعر او ليکوال اقبال شاکر وايي، نه پوهيږي چې صوبايي حکومت ولې ادبي او کلتوري سرګرميو پلو توجه نه کوي، خو په خبره يې چې که په دغه برخه کې لږه ډېره مرسته هم وکړي نو د صوبې د ترهګرۍ ځپلي خلک به يو څه د راحت احساس وکړي.
''نظرياتي يا څه بل څه وجه کېدای شي چې دا حکومت، له بده مرغه، کلتوري پروګرامونه نه جوړوي. موږ چې په کوم بحران کې ګېر يو، ترېنه د وتلو يوازينۍ لار دا ده چې موږ ټولنيزو سرګرميو ته مخه کړو، ادبي او کلتوري محفلونه راجوړ کړو.
د حکومت لخوا کومه پابندي نشته، خو مساله دا ده چې د دغو پروګرامونو سرپرستي نه کوي. دوی کولای شي زموږ د غونډو لپاره موږ ته نشترهال په وړيا توګه راکړي او دغه رنګ نورې وړې وړې مرستې راسره وکړي، چې موږ وکولای شو د خپل قامي شعور د ودې لپاره کار وکړو او د دې بحران نه بهر ته ووځو.''
هڅه مو وکړه چې د خيبر پښتونخوا حکومت د کلتوري تګ لارې په اړه د دې وزارت او يا هم د اعلی وزير د کوم سلاکار نظر راواخلو، خو د پرله پسې ټيليفوني رابطو کولو باوجود بريالي نه شو.
کتونکي په عين وخت کې حکومت ته وړانديز کوي چې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د موسيقۍ پروګرامونه او ثقافتي مېلې جوړې کړي، چې دغه راز د دوی په خبره، د خلکو له زړونو او ذهنونو له ترهګرۍ سره تړلې ،يرې يوې خوا ته شي

- هارون باچا
بېرته شاته