(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتون امن جرګه

[22.Nov.2006 - 10:53] دوشنبی په ورځ په۲۰نوامبر۲۰۰۶ نیټه دعوامى نيشنل پارټۍ (اى اين پي) په نوښت او غوښتنه په پيښورکښې دباچاخان په مرکزکی پښتون امن جرګه رابلل شوې وه چی په کښې د بیلابیلو سياسى اومذهبى ګوندونو مشرانو اواستازو، قومى اوقبائيلى مشرانو، فنکارانو، هنرمندانو اوليکوالو ګډون اوتقريرونه وکړل. جرګې ته دتقريرپه وخت په قومى اسمبلۍ کښې دمخالفې ډلې مشر اودمتحده مجلس عمل سترسکتر ښاغلی مولانا فضل الرحمان وويل چې دپاکستان اوافغانستان پښتانۀ يووجود اويوه وينه ده اوددوى ترمنځ که هرڅو دبيلتون کرښې راښکل شويدى چی دوى ديوبل نه جدا وساتى خوولې داټول په خپلو کښې ديوکور خلق دى او هیڅوک یی جدا کولی نه شی.دپښتنو امن جرګی ته چی صدارت یی ښاغلی خان لالا محمد افضل خان کاوه دپښتونخوا ملى عوامى پارټۍ مشر ښاغلی محمودخان اچکزى، دعوامى نيشنل پارټۍ مرکزى صدر سينيټراسفنديارولى خان، د ای ارډى سترسکتر ښاغلی ظفراقبال جګړا ، دجماعت اسلامى صوبائى امير اوپخوانى صوبائى سينئير وزير ښاغلی سراج الحق، ښاغلی نواب محمداياز خان جوګيزى ، ښاغلی شهاب الدين خان، ښاغلی درياخان اپريدى، دپى پى پى صوبائى صدر ښاغلی رحيم دادخان، ښاغلی سخى مرجان، ښاغلی وکيل خان اورکزى، ښاغلی بسم الله کاکړ، ښاغلی رحيم الله يوسفزى، پخوانى چيف سکتر ښاغلی خالدعزيز، دپيښورهائيکورټ پخوانى چيف جسټس ښاغلی ميامحمداجمل ، ښاغلی سردارعلی ټکر، ښاغلی جمال شاه، بريګيډئير(ر) ښاغلی محمودشاه، ښاغلی افضل خان خاموش، ښاغلی حامدالحق حقانى او نورو مذهبى، سياسى، قومى اوقبائيلى مشرانو تقريرونه او ویناوی وکړی اودپښتنو په وطن کښې ئې دامن په ټينګښت زور واچاوه. په پای کی پښتون امن جرګی برخه والو له اړخه دا غوښتنې وشوې ٭ پښتون امن جرګه په خپل وطن کې د روانې خون رېزۍ د مخنيولو دپاره پښتنو ته د قامي اتحاد قايمولو غږ کوي ځکه چې بين الاقوامي ادارې او حکومتونه په پښتون وطن کې په امن راوستلو کې پاتې راغلي دي او اوس دا زمونږ قامي ذمه واري ده چې د سياسي او نظرياتي اختلافاتو نه ځان اوچت کړو، خپل قامي وجود د بقا دپاره يو بل ته لاس ورکړو او د امن راوستلو دپاره په ټولو حکومتونو زور واچوو. ٭ پښتون امن جرګه په افغانستان کې د ورانۍ او تباهۍ په غرض کېدونکې بهرنۍ لاسوهنو غندنه کوي او د ټولو افغانانو نه غوښتنه کوي چې هغوى دې خپل سياسي اختلافات د قومي روغې جوړې په ذريعه د خبرو اترو له لارې هوار کړي. مونږ په دې عقيده يو چې په افغانستان کې امن نه يواځې د افغانانو په ګټه دى بلکې د ټولې سيمې د امن او استحکام دپاره بنسټی شرط دى، بلکې لکه څنګه چې د تېرو څو کلونو واقعاتو ثابته کړې ده د افغانستان امن د ټولې نړۍ د امن دپاره ضروري دى. ٭ پښتون امن جرګه د پښتنو د قبايلي سيمې څخه د وحشيانه سياسي بزکشۍ مېدان جوړولو په کوششونو تشويش څرګندوي او پرديو قوتونو نه غوښتنه کوي چې هغه دې د قبايلي سيمو نه ووځي. جرګه خپلو قبايلي وروڼو ته ډاډ ورکوي چې هغوى په دې مشکل وخت کې يواځې نه دي او ټول پښتانه د هغوى تر شا ولاړ دي. ٭ دجرګې ګډون کوونکي غوښتنه کوي چې د قبايلي سيمې پښتنو ته دې بنيادي انساني حقوق ورکړاى شي او هلته دې د مقامي خلکو په خوښه سياسي او انتظامي اصلاحات راشي. ٭ د دې تاريخي جرګې ګډون کوونکي دا خبره په ډاګه کوي چې د پوځي طاقت استعمال د هيڅ مسئلې حل نه دى، بلکې پوځي اپرېشنونو شته مسائل نور زيات پېچيده کړي دي. مونږ د سيمې په تنازعه کې لاس لرونکو ټولو ښکیل اړخونو (فريقينو) ته غږ کوو چې هغوى دې د پښتنو د ژوند، مال، ناموس او شتمنۍ احترام وکړي. مونږ د پوځي طاقت د بې ځايه استعمال د واقعاتو د تحقيق غوښتنه کوو او د ولسي خلکو د ځان او مال ته د تاوان رسوونکو خلاف د قانوني کاروايۍ کولو غوښتنه کوو. ٭ په امن جرګه کې خبرو اترو دا خبره په ګوته کړه چې د سياسي او مذهبي قوتونو او د معاشرې ټولو برخو په نمايندګانو کې د اتحاد ضرورت دى. دوى بايد په وطن کې د امن راوستلو دپاره او د قومي وحدت حاصلولو دپاره په شريکه کار وکړي او خپلو قومي دښمنانو ته اجازت ورنه کړي چې هغوى دې د پښتنو داخلي اختلافاتو نه فايده اوچته کړي. ٭ دغه جرګه په دې لحاظ تاريخي او د خپل نوعيت وړومبۍ جرګه ده چې پکې د ډيورنډ د کرښې نه ښکته د پښتنو د ټولو سيمو نمايندګان او مشران ګډون کوي. په جرګې کې د مختلفو سياسي پارټيو مشرانو، ديني عالمانو، قومي او قبايلي مشرانو او دانشورانو په لره او بره پښتونخوا کې د امن قايمولو دپاره د خپلو خيالاتو اظهار وکړو او دا خبره يې ثابته کړه چې سياسي اختلافات دوى په يو ځاى کېناستو او په يو اواز د پښتنو قومي حقوقو د غوښتنو نه نشي ايسارولى. پښتانه په اينده کې هم د خپلو قومي، سياسي او اقتصادي حقونو د ترلاسه کولو دپاره د جرګې په ذريعه راټولېږي او د عملي ګامونو اوچتولو دپاره به د عمل لاره ټاکي. - د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته