(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان سینما او تیاتر مرکز د کوچنی اختر ورځ ولمانځله

[14.Nov.2005 - 19:12] د۲۰۰۵ ع کال د نوامبرپه ۴ مه نیټه دمازیګر په۶ بجو د افغان سینما او تیاتر مرکز دالمان د لیورکوزن په ښار کی د کوچنی اخترپه مناسبت په زړه پوری میله جوړه کړی وه۰ د المان د بیلا بیلو ښارونو برسیره دهالینډ اوبلجیم له هیوادونو څخه یوشمیر هیوادوالو او لیکوالانو، شاعرانو،ادیبانو اود دهنر علاقه مندانوپکی ګډون درلود۰ دمیلی دنظم چاری دښاغلی صاحب الله خسرو اود انجنیر مطیع الله روفی له خوا سمبال شوی وی۰ د افغان سینما او تیاتر مرکزمشرښاغلی واحد نظری په خپله پرانستونکی ویناکی ددی میلی جوړیدل لمړی ګام وباله۰ ده وویل چی مرکز به په راتلونکی کی هم داسی غونډی اومیلی،فلمونه،ډرامی،او انترکونه راجوړوی خپل کلتور او هنر ته به وده ورکوی۰ سټیج سیکرټری انجنیرفریدالله ساپی پروګرام وړاندی کړ۰ ورپسی یی ددی میلی په مناسبت خپل ځانګړی شعر ولوست۰ دلنډو وینا ګانواو مشاعری په برخه کی ښاغلی محمداجان یار، ښاغلی عاشق الله غریب، ښاغلی حاجی امین باوری،ښاغلی نجیب الله ، ښاغلی عـزیز سرشار ، ښاغلی زرین انځوراوښاغلی معاون برهانی ګډون کوونکوته شعرونه واورول او لنډی ویناوی یي وکړی ۰ دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشرډاکتر کبیر ستوری دمرکزهلی ځلی وستایلی اودګوندله اړخه یی دمیلی دراجوړولو مبارکی ورکړه اوپدی مناسبت یی خپل جوړ شوی شعر دښاغلی نصیر ستوری له خوا واورول شو۰مشاعره اوطنزیه مشاعره او ویناوی په چکچکو بدرګه کیدلی۰ ورپسې ټوکی ټکالی، انترکونه(تیاتر نمایشونه)دځوانانو له خوا وړاندی شول۰چی دګډونکونو دلا خوښی سبب شول۰ د ټنګ ټکور برخه د ځوانوسندرغاړوښاغلی جهان متین غرزی،ښاغلی احمد نور انوری، ښاغلی حاجی امین باوری،ښاغلی نظیف سعید، ښاغلی میوند لعلپوروال، ښاغلی نجیم، ښاغلی مصطفی اوښاغلی احمد په خوږ واوازونو ښکلې او خایسته شوی وه میله دشپی په دوه بجو پای ته ورسیده۰- حاجى عبدالنصير ستورى
بېرته شاته