(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو د آلمان په ښونځیو کې رسمی ژبه ده

[02.Dec.2006 - 09:14] په آلمان کې د پوهنی وزارت د قانون له مخی پښتو ژبه د آلمان په ښونځیو کې د زده کړی یوه رسمی ژبه منل شویده . د آلمان په ښونځیو کې زده کوونکی مجبور دی چې د خپلو درسی مضمونونو په منځ کې دوه بهرنۍ ژبی هم زده کړی . د آلمان د پوهنی وزارت د قانون سره سم پښتو ژبه په المان کې د پیژندل شوو بهرنیو ژبو په بنسټ کې شمیرل شویده . پدی بنسټ هغه پښتانه / افغانان چې په آلمان کې ژوند کوی او په زده کړه بو خت دی . کولای شی چې په پښتو ژبه کې ازموینه ورکړی . پدی توګه به هغوی ته د یوی بلی بهرنی ژبی د زده کولو تر ځنګه د پښتو زده کولو امتیاز ور وبښل شی -
بېرته شاته