(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په شهاب خټک د برید غندنه

[08.Apr.2014 - 21:13]

08.04.2014:په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په پښتونخواه کې د مدني ټولنې فعال غړی او د پاک-افغان فورم غړی (شهاب خټک) په یوه نامردانه برید کې ټپي شوی دی. د مدني ټولنې همغږۍ مرکز چې د پاک-افغان فورم یو اړخ دی، پر ښاغلي (شهاب خټک) دغه برید په کلکه غندي.

ښاغلی(شهاب خټک) یو سوله دوست او په افغانستان او پاکستان کې د جګړو او بدمرغیو د پایته رسیدو ستر ارمانجن دی، د مدني ټولنې غړي په ټوله کې د ټولنې د رغاونې د فکر او مټو شتمنۍ وي، له سیاسي لانجو سره یې سروکار نه وي، پر دوی بریدونه اصلاً د ټولنې د دښمنانو کار دی، چې هیڅ توجیه نه لري.

د مدني ټولنې همغږۍ مرکز په داسې حال کې چې د لوی خدای له درباره ښاغلي شهاب خټک ته عاجله شفا او روغتیا غواړي، د دې عمل عاملین غندي او د خیبر پښتونخواه ایالت له حکومته په کلکه غواړي چې د دې پېښې عاملین ونیسي، قانون ته یې وسپاري او د مدني بنسټونو د فعالینو د امنیت په خوندیتوب کې خپل مسؤولیت ادا کړي.

په درناوي

د مدني ټولنې همغږۍ مرکز مشرتابه شورا

- د مدني ټولنې همغږۍ مرکز
بېرته شاته