(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خېبر: FCR قانون لاندې ۳۰ پښتانه ونیول شول

[16.Apr.2014 - 19:36]

 Mashal 16.04.2014 / د خېبر اېجنسۍ د جمرود ځایي خلک او مشران وایي، چې، په سیمه کې د ناامنۍ پیښو له رامنځته کېدو پس خاصه دارو او امنیتي ځواکونو د اېف سي آر ((فرنټيېر کرایمز رېګولېشن [سرحدي جنايي قانون] چې پکې تر اجتماعي ذمه وارۍ لاندې، د یوه کس د کړنو پر سره ټوله قبیله نیول کېږي او ځورل کېږي)) له مخې په تېره یوه اونۍ کې د بېلا بېلو پېښو په تور د کوکي خیلو خواوشا دېرش کسان نیول شوي دي. او لا هم نیول کېږي.

د کوکي خېل ټبر مشران وايي، چارواکو ته پکار ده  چې ټول نیول شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او بې ګناه کسان دې ترې خوشې کړي.
د جمرود سیمې یو مشر اکرام الله جان مشال ریډیو ته وایي،((موږ په جمرود کې په علاقایي ذمه واریو کې د خلکو د نیولو غندنه کوو، د بې ګناه خلکو نیول یو غیر انساني فعل دی، حکومت ته پکار ده چې بې ګناه خلک او غریب خلک دې نه نیسي،او یوازې هغه تن ته دې سزا ورکوي چې په یوه پېښه کې ککړ وي))
اېډوکېټ تاج محل کوکي خیل وایي، (( په امریکا د ۱۱ سیپټمپر پېښو پس چې کله پاکستانۍ پوځ قبایلي سیمو ته داخل شو نو دلته علاقایي ذمه وارۍ زموږ له سره اوچتې شولې او اوس د امنیت ساتل د امنیتي ادارو کار دی، بله دا چې په اېف سي آر کې واضح اصلاحات شوي دي چې د یو کس پر سر به ټوله قبیله نه نیول کېږي خو دلته پولیټیکل چارواکي پر دې قانون عمل نه کوي، او اوس چې په جمرود کې کوم کسان نیول شوي دي باید ژر تر ژره پرېښودل شي))
په جمرود کې د اېف سي آر نومي قانون لاندې د ځایي خلکو د بې ځایه نیولو په باب د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ روشن خان مسود له مشال راډيو سره په خپلو څرګندونو کې وویل: ((دلته چې یو کس څه جرم وکړي نو د هغه پر سر یې یوازې د کورنۍ غړي نیسو خو که ټول قام یو جرم یا غفلت کوي نو بیا خو مجبوره یو چې ټول راونیسو، او بله دا چې دا کوم اصلاحات شوي دي، دغه د یو مجرم لپاره دي، نور دلته چې د رواج مطابق کومې ذمه وارۍ دي او د دې په بدل کې دغه قبیلې کوم مراعات اخلي نو دوی به څه نا څه ذمه وارۍ پوره کوي))
د خېبر  ایجنسۍ د جمرود خلک وایي، چې په اېف سي آر کې شوي بدلونونه دې عملي کړل شي او د دوی بې ځایه نیول او ځورول دې ودرول شي.
یاده دې وی چې په دوه زره او یولسم کال کې د پاکستان پیپلز ګوند حکومت د قبایلي سیمو په اېف سی آر نظام کې ځینې اصلاحات کړي ول، په هغه کې دغه خبره هم شامله وه چې د یو ملزم پر به د هغه ټوله  قبیله نه نیول کېږي، خو د خېبر قبایيی سیمې خلک وایي، چې دلته  له هغو کړو اصلاحاتو سرغړونې روانې دي او اوس هم بې ځایه خلک ځورول کېږی او باید دغه ټول اصلاحات عملي کړل شي

د خېبر په جمرود کې افغانستان ته پر تلونکو ماوړونکو ګاډو د وسله والو په بریدونو کې یو ډرایور وژل شوی او د یوه خاصه دار سرتېري په ګډون دوه نور ډرایوران ژوبل دي
بلخوا د جمرود د خاصه دارو ځواک لاین آفیسر امجد مشال راډیو ته وویل، پېښه بل پرون غرمه (دوشنبه)  د خیبر درې پر لویه لاره افغانستان ته پر تلونکو ګاډو وسلوالو دوه جلا جلا بریدونه وکړل چې پکې یې ډرایورانو او د خاصه دار ځواک سرتېرو ته مرګژوبله واړوله.  کې یو ډرایور وژل شوۍ دۍ او د دوه نورو ډرایورانو او یو خاصه دار په ګډون پکې درې کسان ژوبل شوی دي
دی وايي، چې وسله والو بریدګرو  دوو پوځي ګاډو ته اور هم ورته کړی او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي
د دغې پیښې په باب  د علي مسجد سیمې یو عینی شاهد هدایت الله مشال ریډيو ته وویل،'دلته په علي مسجد خوړ کې وسلوالو ټرالر باندې ‌ډزې وکړې، او بیا یې وور ورواچولو.' 
د جمرود د خاصه دارو لاین آفیسر زیاته کړه چې، په  یوه بله پیښه کې د جمرود په سور کمر سیمه کې هم افغانستان ته د ناټو پوځي ګاډي او سامان وړنکې درې ټرالرې وسلوالو په ډزو وویشتلې چې په نتیجه کې یی دوه ډریوران او د دوی په حفاظت مامور یو خاصه دار ژوبل کړ
پولیټیکل چارواکی وایي چې، ژوبل شوی کسان یی روغتون ته رسولي دي،او امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي. دوی زیاتوي چې  په علي مسجد سیمه کې یوه ټرالر ته لګول شوی اور یې وژلی او د خیبر درې لویه لاره یې د هرډول تګ راتګ لپاره خلاصه ده
یاده دې وي چې افغانستان ته پر مال وړونکو ګاډو بیا بیا وسله والو بریدونو کوي چې پکې هلته مېشت بهرنیو نړیوالو ځواکونو ته رسد  

وړونکي ګاډي په نښه کېږي..

Source: Mashaalradio

 

 

- فرهاد شینواری
بېرته شاته