(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د استاد" فاروق استاد "تاج پوشي

[16.Apr.2014 - 19:41]

16.04.2014  پښتنو فنکارانو د خپل استاد" فاروق استاد "تاج پوشي وکړه

 دا دفاروق استاذ قيصه ده.----د هاغه لويې فاروق چې پخپل 65 کلن ژوند کې يې د پښتو موسيقۍ په سوؤنو نوميالي سندرغاړي تربيه کړي اؤ د شهرت لوړ بام ته  رسؤلي خو پخپله  دچارسدې په ميره کې د خټو په يو خاورين کور کې د گمنامۍ په تپه توره تيارۀ کې د خاکسارۍ اؤ ملنسارۍ ډک ژوند تيروي.
د موسيقۍ د لطيف فن ماهر فاروق استاد د پښتو هغه لويې موسيقار دى چې دهغۀ لاس نيوه هر فنکار دځان دپاره وياړ گڼي.
د هارمونيم مخې ته چې کله کښيني نو په هره پرده کې  د فن د سمندر نه ناوياته ملغلرې  راوباسي ،
طرزونه اؤ سازونه پرې لکه د شبنم د څاڅکو راوريږي.
د اى ار انور پشان ستر موسيقار چې کرن خان، سرفراز، زر ولي اؤ داسي نور ډير تکړه فنکاران يې روزلي دي هم د فاروق استاد په شاگردۍ وياړ کوي اؤ وايي هغه د فن په ډيرو باريکيو فاروق استاذ پوهه کړى دى.
فاروق استاذ په بنيادي ډول د خيبرپښتونخوا د صوابۍ سيمې اوسيدونکى دى خو د ډيرې زمانې راهسې په چارسده کې ژوند کوي.
تيره شپه د هغۀ شاگردانو په چارسده کې د فاروق استاذ د تاج پوشۍ يوه درنه دستوره راجوړه کړې وه چې پکې د خيبرپښتونخوا نوميالو سندرغاړو، موسيقارانو، د موسيقۍ د فن سره تړلو شخصياتو، شاعرانو، ليکوالانو اؤ صحافيانو په گڼ شمير کې برخه لرله.
د تاج پوشۍ ددغې دستورې صدارت نوميالي موسيقار اى ار انور کولو اؤ مشران ميلمانۀ پکې خبريالان  ميا فاروق فراق اؤ ناصرداوړ وؤ.
په دغه دستوره کې د پښتو نوميالي سندر غاړي فضل وهاب درد د فاروق استاذ دفن اؤ شخصيت په هکله خپله ليکلې مقاله کې وويل "فاروق استاد چې پښتو موسيقۍ ته کومې بخښنې د نوؤ ،نوؤ طرزونو اؤ سازونو په شکل کې يا د شاگردانو د تربيې په توگه  کړي دي يقيناً چې هغۀ به د پښتو موسيقۍ په تاريخ کې تل په زرينو ټکو يادولى شي"
فضل وهاب درد زياته کړه فاروق استاذ نۀ يواځې  د خپلو شاگردانو فني تربيت کړى بلکې لوړ اخلاق، انسانيت سره مينه اؤ د ژوند رموز يې هم ورښودلي دي چې دا د يو فنکار اصل خاصه وي.
نوموړي زياته کړه هر څو کۀ فاروق استاذ ډير لويي موسيقار دى اؤ د پښتونخوا په گوټ گوټ کې شاگردان لري خو هغه د عاجزۍ ډک طبيعت لري اؤ د تصوف پخپله دنيا کې د خاکسارۍ ژوند ته ترجيح ورکوي.
د فاروق استاذ يو بل شاگرد اؤ د چارسدې د سيمې تکړه سندرغاړي خيال گل نسيم پخپله وينا کې وويل يواځې د نمونځ چل ورته مور ښودلى اؤ د ژوند په نورو ټولو اړخونو کې ورته فاروق استاد تربيت ورکړى دى چې دى پرې وياړ کوي.
د وائس اف امريکا ډيوه راډيو خبريال فاروق فراق دستورې ته پخپله وينا کې د فاروق استاد په څير د ټولو هنرمندانو ، ليکوالو، شاعرانو اؤ سندرغاړو د فني خدماتو د اعتراف په ضرورت ټينگار وکړو اؤ وئ وئيل دا د خوشحالۍ ځايې دى چې نن د موسيقۍ ددنيا سره تړلي شخصيات د خپل استاد د فني خدماتو په اعتراف کې د هغۀ تاج پوشۍ دپاره راټول شوي دي.
ددغه دستورې په مهال د هندوستان د نوابانو د کورنۍ دتکړه موسيفار استاد لال خان زوئ  استاد نواب فاروق استاد ته شمله پسر کړه اؤ د تاج پوشۍ رسم يې ادا کړو.
دستوره کې د خيبرپښتونخوا ترڅنگ د پنجاب د لاهور ښار د موسيقۍ نوميالو استادانو هم برخه لرله
نوميالو سندرغاړو ظفراقرار، ، بهادر زيب، بلال، فضل وهاب درد،رييس باچا، اؤ گڼو نورو دمحفل برخه والو ته موسيقي وړاندې کړه.
د کلي په يوه حجره کې راجوړ شوي  دغه رنگين محفل د شپې تر دريوؤ بجو دوام ولرلو خوپه پروگرام کې د گډون کوونکو د دلچسپۍ دا حال ؤ چې هډو د وخت دتيريدو احساس ورته نۀ کيدو.
ددغه پروگرام يو بل خاصيت دا ؤ چې بيخي د روايتي کليوال ماحول اثر پرې خور ؤ اؤ لکه څنگه چې د پښتنو په کليو بانډو کې د غم ښادۍ په موقعه د کلي اوسيدونکي حجرې ته د چائيو چانکونه اؤ ډوډۍ وباسي هم دغسې  د فاروق استاد په درناوي کې راجوړې شوې ددغې دستورې برخه والو ته د کلي خلکو د چائيو چانکونه راوړل البته د ميلمنو تواضع د چارسدې په روايتي غټو وريژو وکړى  شوه

- فاروق فراق
بېرته شاته