(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کامه کې عامه کتابتونونه

[23.Apr.2014 - 18:53]

23.04.2014: کامه د افغانستان له مهمو ولسواليو څخه ده چې تل یې هېواد ته علماء او پوهان روزلي دي او د دولتی او خصوصي ادارو لپاره یې په مختلفو برخو کې کدرونه وړاندې کړي دي. د ننګرهار ولايت دا ولسوالۍ پرنفوسه هم ده او د ښې زراعتي مځکې درلودو له کبله د کال په څلورو فصلونو کې حاصلات ورکوي. همدا لامل دی چې په دې ولسوالۍ کې د ۱۷ ليسو تر څنګ د زراعت يوه ليسه هم شته.
د دې ولسوالۍ بچو ډېر وخت ابتکاري کارونه ترسره کړي دي.‌ لکه په پښتو کې چې د قرانکريم د لومړۍ ژباړې ابتکار د کامې حضرت مراد علي (رح) کړی دی، په نږدې تېرو څو کلونو کې د دې ولسوالۍ د علمي سويې د لوړولو په موخه د کامې خلکو خپلو بچو ته دوه عامه ستر کتابتونونه هم جوړ کړي دي.
يو عامه کتابتون د حمزه کتابتون دی چې درې کاله وړاندې د پښتو د مخکښ اديب استاذ محمد اصف صميم په هڅو د کامې قلعه اخوند ته نږدې د کندي په سيمه کې تاسيس شو. دا کتابتون د صميم صيب د شخصي کتابتون او د څلوېښتو کلونو راغونډونې نچوړ دی چې اوس یې عام کړی دی او شاوخوا اولس زره کتابونه پکې شته دی. د دې کتابتون ډېره برخه د پښتو ادبياتو کتابونه تشکیلوي خو د دې سربيره په فارسي، عربي، اردو، انګريزي او حتى روسي ژبه هم کتابونه لري. د ننګرهار د بېلابېلو سيمو او په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار د پوهنتونونو څخه ورته د ادبياتو په برخه کې زده کونکي د خپلو علمي مونوګرافونو د بشپړولو لپاره د دي کتابتون له ادبي ذخيرې څخه ګټه اخلي. دا کتابتون د افغانستان له هغو کتابتونونو څخه دی چې د پښتو ژبې ډېر نادر کتابونه په کې راغونډ کړای شوي دي.‌د کتابتون دروازه هر ورځ د مطالعې لپاره پرانيستي وي. کتابتون د پښتو مشهور شاعر حمزه شينواري په ياد نومول شوی دی.
دويم عامه کتابتون د کامې په ده طاهر کې د هېواد بنسټ له خوا تاسيس شوی د امان کتابتون دی. دا کتابتون يو کال کېږي چې پرانيستل شوی او اسلامي، ادبي، او بېلابېلو علمي څانګو کې کابو اوه زره کتابونه لري. په عربي ژبه د شرعي علومو يو لکو کتابونو ډيجيټل ذخيره هم لري. په کتابتون کې د کنړ د دکتور محمد امان صافي بشپړ کتابتون هم شته چې ځينې نادر او پخواني کتابونه پکې دي. د دکتور محمد امان صافي کتابتون په مصر کې د نوموړي کورنۍ دې کتابتون ته وقف کړی دی چې د مصر د سفارت په مرسته له قاهرې څخه کامې ته رامنتقل کړای شوی دی. د کتابتون دروازه هر ورځ د مطالعې لپاره پرانيستي وي. امان کتابتون په نړيوالو پوهنتونونو کې د ادبياتو د استاذ او په عربي ژبه کې د افغانستان په اړه له دېرشو ډېرو کتابونو او عربي ته د پټې خزانې او عبدالرحمان بابا د ديوان ژباړونکي خدای بښلي دکتور محمد امان صافي او د کامې د مشهور شاعر امان الله سيلاب صافي په ياد نومول شوی دی.
د کامې په قلعه اخوند کې د يار ښوونيز مرکز کې هم د دې مرکز د زده کونکو د استفادې لپاره برابر کتابتون لري. د کامې په ځينو ليسو کې هم دا مهال کوچني کتابتونونه شته چې د اکويپ په نامه يوې موسسې جوړ کړي دي.‌خو د ليسو له کتابتونونو استفاده تر دې مهاله محدوده ده. د دې تر څنګ په کامه کې يو شمېر شخصي کتابتونونه هم شته دی چې له ځينو یې عامه خلک هم استفاده کوي.
په ټوله کې، کامه يو له ډېرو کمو ولسوالیو څخه ده چې اوسيدونکو یې په خپل ابتکار عامه کتابتونونه جوړ کړي او د خلکو استفادې ته وړاندې کړي دي.

- هلال ياسيني
بېرته شاته