(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دولسمشرۍ دټاکنو دویم پړاو به د28.05.2014 ترسره شي

[26.Apr.2014 - 16:18]

 26.04.2014:د ټاکنو خپلواک کمېسیون  مشر ډاکتر احمد یوسف نورستاني نن د 2014 ع کال د مارچ د میاشتې په 26 مه نېټه  دخالي( شنبې) په  مازیګر د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې:

ډاکتر اشرف غني احمدزي   په سلوکښې۳۱،۵  Dr. Ashraf Ghani Ahmadzai 31,5 %

ډاکتر عبدالله عبدالله۴۴،۹  Dr. Abdullah Abdullah 44,9%

زلمي رسول ۱۱،۵ Zalmai Rasul 11,5%

عبدالرب رسول سیاف۷،۱ Abdul Rab Rasul Sayaf 7,1%

قطب الدین هلال ۲،۷ Qutbudin Hilal 2,7 %

محمد شفیق ګل اغا شیرزي۱،۶ Mohammad Shafiq Gulagha Shirzai1,6 %

داؤد سلطانزوی ۰،۵ Daoud Sultanzai 0,5%

هدایت امین ارسلا ۰،۲ Hidayat Amin Arsala 0,2%

رایي ورکړل شوي دي چې یو هم په دې کې بریالی نه شو چې 50جمع یو رایې واخلي.
 احمد یوسف نورستاني وویل چې دولسمشرې  په ټاکنو کې ټول (6892815) وګړو برخه اخیستې وهله ټولو اچول شوو رایو څخه (6617666) رایې سمې ګڼل شوې دي.
وروستۍ پایلې به د2014 ع کال د مې پر څوارلسمه نېټه اعلان شي د ټاکنو دوهم پړاو به د2014 ع کال د مې د میاشتې  په  اته ویشتمه نېټه تر سره کېږي.

نوموړي وویل چې د ټاکنوپه ورځ له 20561ووټ اچونې  مرکزونو  څخه 19431 پرانستي وو، په 547مرکزونوکې رایه  نه ده استعمال شوې په 810 مرکزونو کې رایې له سره وشمېرل شوې، 47 مرکزونه بند وو، په 444  مرکزونو کې  ستونزې  موجود وې.

- د پښتونخوا د کابل خبریال
بېرته شاته