(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مومند خپرندويې ټولنې مشرنصیرمومند په حق ورسېد

[26.Apr.2014 - 17:55]

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)  دغمرازۍ پیغام

26.04.2014:  په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه  کړ چې د مومند خپرندويې ټولنې مشرارواښاد نصير مومند د سرطان د ناروغۍ له امله د هندوستان په يوه روغتون کې په حق ورسېد او له دې فاني نړۍ څخه  ئې دتل لپاره سترګې پټې کړې .

انا لله و انا اليه راجعون.

ځوانیمرګ نصير مومند د پښتني کولتور او ادب خدمتګار ؤ ، د مومند خپرندويه ټولنې له لارې  ئې په سلګونو پښتو آثار د چاپ پر ګاڼه سمبال کړي  
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP)   دارواښاد نصیر مومند مړینه یولویه  ضایعه بولې او په دې توګه دارواښاد نصیر مومند کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره په دغه دروند غم کې ځان شریک ګڼي  

اروا يې ښاده او ياد يې تلپاتې .              په درنښت

 

افغان ملي غورځنګ د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ خبر شو، چې د پښتو ژبې تکړه ژباړونکی، د مومند خپرندويې ټولنې ځوان او فرهنګپال مشر نصير مومند د ورپېښې ناروغۍ له کبله د هندوستان په يوه روغتون کې په حق رسېدلی دی. انا لله و انا اليه راجعون.

په وروستيو دوه درې لسيزو کې چې حکومتونو فرهنګي چارو او په ځانګړې توګه پښتو ژبې ته شا اړولې، د مومند په څير يو شمېر فرهنګپالو ناشرينو د همت ملاوې وتړلې او په زررګونو آثار يې د چاپ په ګاڼه وپسولل او بيا يې په ډېرو ستونزمنو شرايطو کې تر خپلو هېوادوالو ورسول. دوی نه يوازې د چاپ په برخه کې همت وکړ، بلکې ډېر ليکوال يې د ګټورو او علمي آثارو ليکنې او ژباړې ته وهڅول. د افغاني فرهنګ او په تېره د پښتو ژبې په وده کې د ارواښاد نصير مومند په څير د يو  څو فرهنګپالو ناشرينو خدمتونه ډېر د ستايلو وړ او نه هېرېدونکي دي.

موږ د نصير مومند مړينه د افغاني فرهنګ لپاره يوه درنه ضايعه ګڼو،  د پاک پروردګار له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت هيله کوو او کورنۍ، دوستانو او ټولو فرهنګي کړيو ته جميل صبر غواړو.

په ډېر درنښت      د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه

 زيار مدني ټولنې د خواشينۍ پيغام

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې ريښتونی خادم نصير الله مومند د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه.

اناالله و انا اليه راجعون.

زيار مدني ټولنې، د دې ټولنې مشرتابه، ولايتي مسولين او ټول غړي د خدای بخښلي مومند په دې ناڅاپي مړينه سخت خفه دي.

د زيار مدني ټولنې مشرتابه او دارالانشا د خدای بخښلي  مومند مړينه، پښتون ټبر، ادب او لوستي کهول ته ستره ضايعه بولي.

زيار مدني ټولنه خدای بخښلي مومند ته د فردوس جنت هيله کوي، کورنۍ ته يي د جميل صبر غوښتنه کوي، او له ټولو خپلوانو او د نوموړي له مينه والو سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي.

فردوس جنت يي ځای او لاره به يي دوام ولري.

په درنښت

د زيار مدني ټولنې دارالانشأ

- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته