(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غندنلیک

[27.Apr.2014 - 19:35]

27.04.2014: د رسنیو له لارې څرګنده شوه چې د پښتونخوا اوسني حکومتي واکدارانو تحریک انصاف او جماعت اسلامي پتیلې ده ،چې د دولسم  ټولګي له  نصاب نه د باچاخان بابا او غني خان سبقونه لرې کړي؟

د عوامي نیشنل ګوند (ای این پې ) د حکومت په وخت کې په لومړي ځل  د خدائي خدمتګارو د قامي ازادي بخښونکي غورځنګ بنسټ ايښودونکي  د پښتنو ستر مشرخان عبدالغفار خان ( باچاخان/فخرافغان) او غني خان بابا په  اړه  مضامین د دولسم  ټولګي (جماعت) د پښتو په مضمون کې په تعلیمي نصاب کې شامل کړی شول، موجوده حکومت د پاکستان تحریک انصاف او د پاکستان جماعت اسلامي په مشرۍ دغه ختمول غواړي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتونخوا د موجوده حکومت ددې پریکړې په کلکه غندنه کوي او په ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول په عوامي نیشنل ګوندغږ کوي چې ددغه کړنې مخه ونیسي.

- PSDP
بېرته شاته