(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر کبير ستوری په ياد غونډه او مشاعره جوړه شوه

[03.Jan.2007 - 21:40] د 2007 عيسوی کال د جنوری د مياشتی په دريمه نېټه د کونړ خپلواکه ادبی کولتوری ټولنی او د خاص کونړ ادبی کولتوری ټولنی د خاص کونړ د ليسی په انګړ کې د هيواد د ملی او منلی شخصيت ارواښاد ډاکتر کبير ستوری په ياد درنه غونډه او ازاده مشاعره جوړه کړه . په غونډه کې د کونړ ولايت ګڼ شمير پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، مخورو سپين روبو او مشرانو ګډون کړی وو . غونډه د سهار په لسو بجو د اطلاعاتو او کولتور پخوانی رئس ښاغلی مشفق په مشرۍ د قران کريم د مبارکو اياتونو په طلاوت سره پيل شوه . د خاص کونړ کولتوری او ادبی ټولنی مشر ښاغلی استاد وجی الله « شپون » راغلو ميلمنو ته هر کلی ووايو او د ارواښاد ډاکتر ستوری په ژوند او مبارزه ئې رڼا واچوله . ورپسی د خاص کونړ د ښونی او روزنی مدير ښاغلی اجمل عزيزی ، د افغانستان د علومواکاډمی غړی او د کابل د پوهنتون استاد ښاغلی عبدالقيوم « مشواڼی » ، ښاغلی غروال ، ښاغلی مشفق او د ننګرهار ولايت د ليکولانو او شاعرانو په استازيتوب ښاغلی بشير « ګواښ » خپلی ليکنی ولوستلی او لنډی ويناوی ئې وکړی . د مشاعری په برخه کې ښاغلی استاد عرفان الله « کوټوال » ، ښاغلی هدايت الله « هدايت » ښاغلی عبدالواحد ، ښاغلی غروال ، ښاغلی ګلرنګ « کوچوان » او نورو ګڼ شمير شاعرانو خپل شعرونه واورول . د غونډی په پای کې ګډون کوونکی د مازيګر په دری بجو د ارواښاد ډاکتر کبير ستوری قبر ته لاړل او د اروښاد روح ته ئې دوعا وکړه . د ګډون کوونکو په استازيتوب دPSDP د مشرانو جرګی غړی ښاغلی ډاکتر شير ولی « شير » د لنډی وينا وروسته د ارواښاد د مزار د جوړولو ډبره هم کيښوده . د غونډی پوره تفصيل او انځورونه به ورسته پر ليکه شی.- د پښتونخوا خبريال
بېرته شاته