(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باجوړ کې نامعلومې ناروغۍ ١٤ ښځې وژلي

[03.May.2014 - 17:31]

03.05.2014:  راپورونه وائي د باجوړ ايجنسۍ په واړۀ ماموند سيمه کې  ديوې نامعلومې ناروغۍ خوريدو له امله ١٤ ښځې  مړې شوي اؤ ګڼ شمير نورې اغيزمنې شوي دي.
 دمقامي خلکو وينا ده چې  دباجوړ په غرييزو سيمو  ډبر، بډن ، سرو شاه  اؤ دواړه ماموند په خواؤشا علاقو کې  په خلکو دغه ناروغي لګيدلې ده.
  مقامي خلک وائي چې تر دې مهاله دغه ناروغۍ  تيره يوه اوونۍ کې ١٤ ښځې  وژلي  اؤ په سيمه کې دناروغۍ دخوريدو سره ګڼ شمير خلک اغيزمن شوي دي.
 خبريالانو سره خبرو کې ايجنسي سرجن ډاکټر ذاکر حسين په سيمه کې ددغه ناروغۍ دخوريدو اؤ دګڼو ښځو دمړينې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې  د٤٠ؤ اؤ ٥٠ؤ کلونو دعمر لرونکو دغو ښځو حالت   دناروغه کيدو څخه دمخه نارمل ؤ.
 په سيمه کې دغه ناروغي يوه اونۍ دمخه خوره شوې وه اؤ ايجنسي سرجن وائي چې  دناروغۍ له امله ګڼ شمير ښځې اغيزمنې شوي دي.
ډاکټر حسين وائي  له دې وړاندې يې په سيمه کې دغه رقم ناروغي نه وه ليدلې، هغه دغه ناروغي خونړۍ  اؤ سنجيده وګرځوله.
 نوموړي وئيلي چې  اغيزمنو سيمو ته دناروغۍ دعلاج لپاره ګڼ شمير ډاکټران ليږل شوي ترڅو په حالاتو قابو وموندل شي  اؤ دناروغۍ نوعيت معلوم شي.
 هغه وائي چې  دناروغۍ لګيدو څخه پس ډير په کم وخت کې ټول مريضان مړۀ شوي.
 دباجوړ ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ عبدالجبار شاه دزيارت په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي چې  انتظاميې دصحت مقامي محکمې ته وئيلي دي چې  داغيزمنو خلکو دعلاج باوري کولو لپاره دې  سيمه کې دميډيکل کيمپونو انتظام وکړل شي.
مقامي خلکو دښځو لپاره دصحت داسانو په کمي  اؤ رامينځته شوي صورتحال دانديښنې څرګندونه کړې ده.

بلخوا په بدخشان کې د تيزو بارانونو وروستو غر ښويدلی ، چې نزدې د ۳۰۰ کورونو يو کلی يې لاندې کړی دی . چارواکو پېښه کې د ۳۵۰ کسانو د وژنې پخلی کړی دی ، او ځيني راپورونه وايي د غر لاندې ۲۰۰۰ کسان راغلي او ويره څرګنديږي ټول مړه شوي دي .

 د راپورونو ترمخه په بدخشان کې د غر ښويدو پېښه د جمعې په ورځ د ماسپخين نه وروستو رامنځته شوې ده . چاوراکي وايي د غرد ښويدو پېښه د ارګو ولسوالۍ په اب باريک کلي رامنځته شوې ده . او په دغه کلي کې نزدې  په ۲۵۰۰ خلکو مشتمل ۳۰۰ کوورنه دي  .
د بدخشان ولایت والي ( ګورنر) شاه ولي الله وئيلي د غر لاندې ۲۰۰۰ کسان ګير شوي دي ، او ۳۰۰ کورونه غونډ پريوتي دي .
د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادراې چارواکو د ۳۵۰ کسانو د وژنې پخلی کړی دی .
د چارواکو په  وينا د درې ورځو باران وريدو وروستو غر راښويدلی دی . علاقې ته امدادي ټيمونه روان کړی شوي او په امدادي کارونو لاس پورې کړی شوی خو ټيمونه د مشينرۍ د کمي سره مخ دي .
د سيمي د پوليس افسر فضل الدين په وينا ، د هغې خلکو مرسته او خوندي سيمو ته منتقل کول پکار دي ، چې د غر لاندې نه دي راغلي . او کوم خلک چي د خاورو لاندې ګير شوي د هغوي لپاره په سمدستي توګه څه کول ډير ناممکنه ښکاري ځکه چې خاورې ډيرې دي او د مشينرۍ کمی دی .
ځيني راپورونه وايي پېښه کې د ۲۰۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي ، خو چارواکي وايي کره شميره مالومول لا ګرانه ده .
داسي راپورونه هم دي چې د غر لاندې راغلي يو بل کلي ته هم دغه رنګ خطره ورپېښه ده ، او د دغه کلي نه خلکو کډي کول پيل کړي دي .
د افغانستان په شمالي غرئيزو سيمو کې دغه رنګ د غرونو ښويدو پېښې له دې وړاندې هم رامينځه شوي دي ، او په کال ۲۰۱۲م کې په بغلان ولایت (سوبه) کې د غر ښويدو په نتيجه کې ۷۱ کسان وژل شوي وو .
افغانستان کې په تيرو ورځو کې د سختو بارانونو وروستو سيلابونه راغلي او نزدي ۱۵۰ کسان د بارانونو او سيلابونو له امله هم مړه شوي دي. د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د وروستې پیښې له امله داتوار (یکشنې)  په ورځ  03.05.2014ملي ماتم اعلان کړ.

- deewa
بېرته شاته