(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نوی ډیلی : د لاریون خبرتیا

[13.May.2014 - 15:35]

 د پاکستان د دولتي ترهګرۍ په وړاندې هند میشتي افغانان خپل غږ پورته کوي. په دې چاره کې زمونږ سره لاسونه او فکرونه یو ځای کړئ. د افغانستان د ملي ګټو، د هیواد د روښانه راتلونکي، په هیواد کې د پاکستان د لاسوهنې د مخنیوي او په نړیواله کچه د پاکستان د دولتي ترهګرۍ په خلاف غږ پورته کول زمونږ او ستاسې ملي او ایماني وجیبه ده.

وخت: د چارشنبه ورځ، د غرمې یوه بجه د مۍ د میاشتې ۱۴ نیټه.

ځای: لاج پتنګر ۲، کابل ډیلي رسټورانټ ته څیرمه، نوی ډیلی.

اړیک شمېرې: ایمل څړوال: 00919555905249

ژمن میرزکوال: 00918587875059

عبدالقدیر مطفي: 00919643660299

یادونه: که ملي ګټو ته ژمن یاست د ترهګرۍ د روزونکي، پالونکي او نړۍ ته د صادرونکي د شیطانت د نړیوالې ځالې په خلاف زمونږ غږ را غبرګ کړئ.

- څړوال
بېرته شاته