(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پوليس افغانان له پيښوره وتلو ته مجبور وي

[22.May.2014 - 18:18]

22.05.2014 : پيښور ښار ته څېرمه سيمو کې ځايي پوليسو افغانان له کورونو را وويستل او زندانيان يې کړل پوليسو چې له ځانونو سره يې ښځينه پوليسي هم درلودې په کورونو کې به يې نارينه افغانان په ګوته کول او زندان ته به يې لېږل.پوليسو افغانانو ته ويل چې تاسې د کورونو د مالکانو څخه د اوسيدنې تصديقونه په لاس کې نه لرئ او بايد قانوني چلند درسره وشي په دې افغانانو کې چې تر ٢٠٠ زياتې کورنى وې داسې افغانان هم ؤ چې د اوسيدنې تصديقونه به يې هم لرل مګر د زندان تر دروازو ورسول شول ځاي پوليسو خبر دارې ورکړې چې هر څوک افغان وي او که ځايي اوسيدونکي بايد د کرايه کورونو مالکانو څخه د اوسيدنې تصديق وکړي

- A.Q. Andiwal
بېرته شاته