(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو ورځې په مناست دPSDPپیغام

[29.May.2014 - 22:09]

 دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (PSDP)دهیواد دننه اوبهر ټولو پښتنو ته د پښتو ورځ مبارکي وائي .
 موږ د پښتو تلویزیون بنسټ ایښودونکی اومشرښاغلي لیوال صیب له  نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، هڅو او کوښښو قدردانی کوو او له ښاغلي لیوال صیب څخه منندوی یوچي ۲۹ مۍ ئې "پښتو ورځ "ونوموله او په ۲۹ مۍ ئې دپښتو تلویزون خپرونې پښتو ورځې نمانځلو ته ځانګړي کړي. 
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتو ورځې په مناسبت د افغانستان په اوسنى حکومت کې د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندې د پښتنو برخه خوري او په دولتي کورسیو ناست دي غږ کوي، چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړي
او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونې، روزنې او د فتر ژبه کړي، پښتو وکړي او په زغرده پښتو ووائي،  پښتو وليکي،  تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه واري تر سره کړي. 
دپښتنو داتفاق، ورورولۍ اوملي یووالي په هیله
په درنښت

 

 

- PSDP
بېرته شاته