(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډنمارک: کونړګولتوري ټولنې غونډه

[04.Jun.2014 - 18:35]

04.06.2014: په ډنمارک کې د کونړد کولتوري او فرهنګې ټولنې د کلنې غونډې لنډېز
د ۲۰۱۴ کال د مې د میاشتی په ۳۱ د کوپن هاګن په ښار کی د کونړد کولتورې  او فرهنګې ټولنې کلنۍ نوبتې غونډه رابلل شوې وه.
د غونډې په پیل کې د قران اعظیم الشان مبارک ایتونه د حاجې صیب حضرت خان لخوا قرآت شول.
ورپسې د غونډې منځپانګه او اصلې وینا د ټولنې د لومړنې مشر شاعر او لیکوال ښاغلې انجینر ګلمان شاه و
دېر صافې لخوا د ټولنې د کار او کړنو په هکله په مفصل ډول وړاندې شوه .او بیا ېې د لمړنۍ مشرتابه جرګګۍ د کار او زیار نه په مننی د هغې د کار د دورې پاې اعلان کړ. او پدې ډول یی د ټولنې د نوې مشرتوب د ټاکلو لپاره په رسمې ډول لار پرانیسته.
همدارنګه په دنمارک کې د کونړ کولتورې او فرهنګې ټولنې د ټولنې د لمړنې مشرپه مشرې په کونړ ولایت باندې د پنجابې پاکستان راکټې بریدونه او بمبارې په کلکه وغندله،او د افغان دولت نه یی وغوښتل ترڅو دې ناخوالو ته
د پای ټکی په ایښودو،خپل وظیفوې مکلفیت سرته ورسوې.
ورپسې د غونډې برخوالو په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلې ډاکترصیب اشرف غنې احمدزې څخه خپل ملاتړ اعلان او هغه یی په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان لپاره تر بل هرچا، د ګران هیواد مشرتوب ته یومناسب،ښایسته او وړ شخصیت وباله.
د غونډې په دویمه برخه کې د لمړنۍ مشرتابه جرګګې ځینو غړو هر یو لیکوال او ژورنالیست ښاغلی محمد سفر خوارېکښ، د هواې پوهنتون پخوانې استاد ښاغلی استاد شیرعلې، ښاغلی ډګروال عبدالهادې بیله وال، ښاغلې اینجینر شاجهان صافې او د ټولنې د مالې چارو مشر استاد ګلاجان پردیسې پخپلو لنډو خبرو کې د ټولنې غړو ته، په تیره کارې دوره کې، د خپل کار او کړنو په هکله مالومات ورکړل.
همدارنګه دغه ښاغلو د ټولنې د لمړنی مشر د کارونو او مشرتوب څخه د تيرو څلورو کلونوپه موده کی مننه او ستاینه وکړه او د هغه سره یی د ګډ کار څخه خپله خوښې څرګنده کړله
د وړاندیزونو او اندونو په برخه کی د ټولنی د چارو د لا ښه والې او د پښتو ژبۍ د ودې او پرمختګ او همدارنګه په ځوانانو کې د پښتو ژبۍ د رواجولو، او د هغې سره د مینې د لا ډېرېدو په اړوند، د ښاغلو، هر يو ډګروال عزېزالله، نورالله نورستانې، ښاغلې نعمت الله، کنشکا خواریکښ، ذکریا خان، فرېد شریفې او نورو ملګرو لخوا په زړه پوري او رغنده وړاندېزونه او نظريات وړاندې شول، چې ټول د درنو ګډونوالو د خوښې، پا ملرنۍ او تایید وړ وګرځیده.
د غونډی وروستۍ برخه تشکیلاتې مسایلو ته ځانګړې شوې وه. چی د ټاکنو په پايله کی
اینجینر عزېزالرحمن شرېفې د خپلې کارې کړنلارې د وړاندې کولو نه وروسته د ازادو،پټو او مستقیمو ټاکنو له لاری په دنمارک کې د کنړ د کلتورې او فرهنګې ټولنې د نوې مشر په حیث و ټاکل شو
د ټولنې نوې ټاکل شوې مشر انجینر عزیزالرحمن شریفې د ټاکل کیدو وروسته پخپله لنډه وینا کې د غونډی د ټولو ګډنوالو د اعتماد او باور نه مننه وکړه.او د مهاجرت په ژوند کې یی د کلتورې او فرهنګې فعالیتونو په ارزښت د پام وړ رڼا واچوله.
د ټولنې نوې ټاکل شوې مشر همدارنګه د خپلی کارې ستراتیژی مهمه برخه د ټولنی په ځوانانو او نوو ځوانانو کی د فرهنګي او ادبي استعدادونو، ودی او پرمختګ ته ځانګړی کړه، او زیاته یی کړه چی په راتلونکې کې به د ټولو فرهنګي او کلتوري چارو او فعالیتونو د ملا تیر ځوانان جوړوې. او ژمنه یی وکړه چې د ټولنی د چارو د لا ښه والی او پرمختګ په لار کې به خپلو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو ته دوام ورکړي.
غونډه، زمونږ د ګران هیواد افغانستان سرلوړې او سوکالې ته په دوعا کولو پای ته ورسیده.
،

- عزيزالرحمن شريفی
بېرته شاته