(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خاص کونړ:دغني ملاتړ غونډه

[13.Jun.2014 - 13:21]

13.06.2014: تیره دوشنبې ورځ د۲۰۱۴ ع کال د جون د میاشتې په نهمه نيټه، چې د روانې میاشتي له  له شلمي نیټې سره یې سمون خوړ  د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په چاره کۍ مسجد کې د خاص کونړ د ځوانانو د اصلاحي او ټولنیزې شورا په نوښت په دویم پړاو ټاکنو کې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په ملاتړ ستره ولسي غونډه شوي وه.
غونډه د سهار په لسو بجو د قاري سیدافاق له لورې د کلام الله مجید په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه، تر دې وروسته د غونډې پرانیستونکي وینا د خاص کونړ د ځوانانو د اصلاحي او ټولنیزې شورا مشر او د کونړ پوهنتون استاد قاري محمد رحیم خاکسار  وکړه هغه په خپله وینا کې د دین له زوایې د رایې ارزښت بیان کړي وي ویل: زموږ په مبارک دین کې رایه یو امانت دی او باید چې اهل ته یې وسپارل شي.
ورپسې مشر استاد ښاغلي محمد رحیم خان وینا وکړه، هغه د اشرف غني پر شخصیت اوږدې او هر اړخیزې خبري وکړي او پر هغه د تورونو پر وړاندې يې خلکو ته سپین ځوابونه وویل: هغه وویل هیڅوک هم د اشرف غني شخصیت تر ځان لوړ نه شي لیدلای نو ځکه ځینو پسې ناځوانمردانه پروپاګند شروع کړی، استاد د  غونډې ګډونوالو ته وویل: د غبرګولي په څلرویشتمه چې د ننګ ورځ ده ښه په نره را ووځۍ او د غني افغانستان لپاره خپله رایه وکاروۍ.
ورپسې د ځوانانو په استازیتوب د خاص کونړ د کرنې د لیسې مدیر انجینر عبدالمجید ملاخیل خبرې وکړي هغه په ټاکنو کې د ځوانانو په رول خبرې وکړي وي ویل: ځوانان په ټولنه کې د ملاتیر بلل کیږي  همدغه د ملا تیر دی چې ډیر څه ته تغیر او بیا همدغه تغیر ته دوام ورکولی شي، هغه وویل: زه د خپلو ځوانانو څخه خوشال یم چې په تیر دور ټاکنو کې يې په یوه خوله د ډاکټر محمد اشرف غني په ملاتړ د عمل میدان ته را ودانګل او اوس د دویم پړاو په ټاکنو کې تر پخوا لا زیات په شوق کار کوي هغه وویل: زه یقین لرم زموږ د ځوانانو هڅي به رنګ راوړي.
ورپسې قومي مخور ملک جلیل  هم د غونډې ګډونوالو ته په خبرو کې د غبرګولي په څلرویشتمه د اکبر جهاد د کولو خبره وکړه وي ویل: زه یقین لرم چې اشرف غني د دي وړتیا لري چې واک ته په رسیدا سره هیواد له ننیو بحراني حالاتو وژغوري هغه وویل: موږ د غني افغانستان خوبونه وینو او په خپلو رایو به دغه خوبونه ریښتیا کوو.

غونډه د غرمي په دولسو بجو د خاص کونړ د ځوانانو د شورا د غړي ضیاءالحق اخونزاده له خوا د دعایي په لوستلو سره پای ته ورسیده.

راپور: رضوان الله شپون.

- رضوان الله شپون
بېرته شاته