(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خالد هادي په کندهار کې نیول شوی

[18.Jun.2014 - 22:57]

19.06.2014: د کندها ولايت امنیتي ادارو د بېنوا ويبپاڼې چلوونکى خالد هادي حيدري نيولى دى.
ویل کیږي حیدري هغه وخت ونیول شو چې غوښتل يې له کندهار څخه کابل ته سفر وکړي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر غړي دواخان مينه پال ومنله چې خالد هادي حيدري نيول شوى دى.
هغه ویلی حیدري د هغو لکینو په ارتباط نيول شوى چې د کندهار په والي ډاکټر توريالي ويسا، د هغه په مېرمنې ډاکټر رنګينې ويسا او په ټوليزه توګه د دغه ولايت په چارواکو پسې يې کړې وې.
د نوموړي په وينا، په دې اړه چې کومې ليکنې په بېنوا ويبپاڼه کې خپرې شوي د ژورناليزم له ټولو اصولو څخه څرګنده سرغړونه او شخصيت وژنه ده، په همدې بنسټ خالد حيدري بايد د خپرو شويو ليکنو په اړه سپيناوى وکړي.
مينه پال وايي، خالد هادي حيدري دا مهال د ملي امنيت له څارنوالۍ سره توقيف دى او ورڅخه پوښتنې پيل شوې دي.
نوموړي دا هم وويل، د موضوع په اړه نور جزئيات به د پوښتنو د پايلو تر معلومولو وروسته رسنیو ته وړاندې کېږي.
د بېنوا ويبپاڼې مسوول خالد هادي حيدري، په اصل کې د کندهار ولايت اوسېدونکى دى، خو اوس  په امريکا کې اوسېده.
نوموړى څو ورځې مخکې کندهار ته د خپلو دوستانو د ليدو لپاره راغلى و، خو له کندهار څخه د بېرته سفر کولو مخه یې ونيول شوه او توقيف شو.
په بېنوا ويبپاڼه کې د کندهار په چارواکو پسې بېلابېلې ليکنې شوې وې، چې د هغوى غبرګونونه يې را پارولي او په وار وار يې د بېنوا ويبپاڼې له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې هر څه د اسنادو او شواهدو پر بنسټ خپاره کړي.
بلخوا د ژورنالېستانو د خونديتوب ټولنې د بينوا ويبپاڼې د مسوول پر نيول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او دده نيول يې غير قانوني بللي دي.
د يادې ټولنې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هادي نيونه د هېواد د نافذه قوانينو خلاف کار دى او د هغه د خوشې کولو غوښتنه يې کړې ده.
دپښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند دښاغلي  خالد هادي حيدري نیول په کلکه غندي او د افغانسنان حکومت له واکدارانو څخه  غوښتنه کوي چې ښاغلي خالد هادي ژرتر ژره خوشې کړي 

 

- Pashtoonkhwa
بېرته شاته