(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارواښاد ډاکتر کبير ستوری شخصی ژوند او له نورو فرهنګی کسانو سره اړيکی د ډيری مننی او درناوی وړ دی. ( سرمحقق زلمی « هيوادمل»)

[17.Jan.2007 - 22:09] د2007 ع کال د جنورۍ د مياشتی په 17نېټه د افغانستان د اسلامی جمهوريت د ولسمشر د کولتوری ( فرهنکی) چارو مشاور وزير او د افغانستان وتلی نوميالی ليکوال، اديب او څيړونکی ښاغلی سر محقق زلمی «هيوادمل» په جرمنی کې د ارواښاد ډاکتر ستوری کور ته ورغی او د ارواښاد روح ته ئې دوعا وکړه. ښاغلی هيوادمل پښتو ژبی او پښتون ولس ته د ارواښاد ستوری سياسی ، فرهنګی او ادبی هلی ځلی وستائيلی او وی ويل: ډوکتور کبير ستوری د افغانستان نوميالی ، سياسی او فرهنګی شخصيت وو. دده شخصی ژوند او له نورو فرهنګی کسانو سره دده روابط د ډيری مننی او درناوی وړ دی. دی په پښتنو کې يوازينی سړی و چې په سايکالوجی کې ئې لوړ تحصيلات درلودل. په پښتو ژبه ئې په ارواپوهنه کې ډير کتابونه وليکل چې د پښتو سيالی ئې له ګاونډيو ژبو سره برابره کړه. دده غمجنه مړينه ستره ضايعه ده الله تعالی دی هغه وبخښی. د علم، پوهی او فرهنګ ډيوه دی د ارواښادستوری په کورنۍ کې تل روښانه وی.
-
بېرته شاته