(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لاريون خبرداری

[05.Jul.2014 - 15:54]

05.07.2014: د ټاکنو خپلواک کميسون بايد د تېرې چارشنبې په ورځ د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړې وای، خو په خواشينۍ سره مو واورېدل چې د ځينو ستونزو له امله د پايلو اعلان وځنډېد. اوس داسې ګنګوسې اورېدل کېږي چې د ټاکنو پر خپلواک کميسون د بهرنيو کړيو د فشار له کبله ښايي د يو شمېر نورو محلونو د تفتيش په پلمه د پايلو اعلان بيا وځنډول شي.

د افغان ملي غورځنګ په ګډون يو زيات شمېر بنسټونه، خوځښتونه او قومي شورا ګانې په دې اړوند خپل ګډ دريځ داسې اعلانوي:

 ۱ - افغان ولس د ټاکنو په دوو پړاونو کې بېسارې قربانۍ ورکړې او د پراخ ګډون له لارې يې د ولسواکۍ په پياوړتيا او د ملي ارادې په تمثيل کې خپل ملي مسووليت ترسره کړ او ځلانده تاريخ يې پرېښود. اوس د ټاکنو خپلواک کميسون او د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کميسون دنده ده چې خپل ملي مسووليتونه د قانون په چوکاټ کې ترسره کړي او د ټاکنو بهير به بشپړ قانونيت او روڼوالي سره سرته ورسوي.

۲ - د رای شمېرنې د لايحې له مخې د رای شمېرنې په بهير کې د نوماندانو د ناظرينو  شتون  يو حق دی خو د بهير د بشپړتيا شرط نه دی. څرنګه چې د رای شمېرنې په بهير کې يو زيات شمېر ملي او نړيوال ناظرين شته دي، نو په هېڅ پلمه او نامه نور بايد د رای شمېرنې بهير او د پايلو اعلان ونه ځنډول شي او د ټاکنو د حقوقي او تخنيکي مسايلو له سياسي کولو ډډه وکړي.

۳ – ولس په ډېرو قربانيو سره د راتلونکي نظام د پياوړتيا په موخه د نوماندانو پروګرامونو او طرحو ته رايه ورکړه، خو اوس داسې هڅې ليدل کېږي چې د تېرو دورو په څېر يو ځل بيا پر افغان ولس د سهامي شرکت په بڼه يو کمزوری حکومت تحميل شي. موږ په زغرده د سهامي شرکتونو په بڼه ائتلافي حکومتونه ردوو او دا د ملت د ارادې او غوښتنې خلاف ګڼو. زموږ په اند د ټاکنو کميسونونه بايد خپله دنده ترسره کړي او که د يوې رايې په توپير هم وي ګټونکی نوماند او ټيم اعلان کړي.

۴ – که چېرې د پايلو اعلان ځنډېږي او يا هم ګټونکی لوری دې ته اړ ايستل کېږي چې بايلونکي لوري ته ځانګړي امتيازات ورکړي، دا به د افغانستان د ولسواکۍ او ټاکنو په تجربه کې د يوه ډېر بد دود بنسټ کېږدي چې هر ځل به بايلونکی لوری د ټاکنو پايلې نه مني، پرېکون به اعلانوي، ولس به د خپلو قربانيو له ثمرې څخه ناهيلی کېږي، تل به د بهرنيو کړيو مداخلو ته لاره اوارېږي او ټاکنې به د بحرانونو د زېږولو او د ملت د وېش لامل ګرځي.

۵ -  پورتنيو ټکو ته په پام سره افغان ملي غورځنګ او يو زيات شمېر نورو بنسټونو، خوځښتونو او شوراګانو پرېکړه کړې، چې  د ملت له رايې، ارادې او ولسواکۍ څخه به کلکه ننګه کوي او که چېرې راتلونکې دوشنبه په هره پلمه او نامه د پايلو اعلان ځنډېږي، د کميسون پر وړاندې به د پراخو لاريونو له لارې په سوله ييزه توګه ملي غبرګون ښودل کېږي او که اړتيا شوه د ټاکنو خپلواک کميسون به تر هغو پورې کلابندېږي څو پايلې اعلان کړي.

په پای کې موږ له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو، چې د هېواد له ملي ګټو څخه د دفاع لپاره دې ځانونه تيار کړي او د پايلو د اعلان له احتمالي ځنډېدو سره دې يو ځل بيا د خپلې ملي ارادې د تمثيل په موخه له موږ سره په ملي غبرګون کې پراخه ونډه واخلي.

 

په ډېر درنښت

د ملي غبرګون د تدارک کمېټه

 

- د ملي غبرګون د تدارک کمېټه
بېرته شاته