(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: دجنازې خبرتيا

[05.Jul.2014 - 17:25]

05.07.2014: الحاج محمدمحفوظ مومند نیکه، الحاج محمدمعصوم مومند پلار, الحاج رحمت الله مومند، ضابط هدایت الحق مومند، الحاج مامور محمدداود مومند او ډاکټر محمدنبي صالحي ترونه، 
الحاج محمدفاروق مومند او الحاج محمدوکیل مومند ماماګان
انجنیرعزیرالرحمن مومند، حمدالله مومند، ډاکټر ضیاالرحمن مومند او سیف الرحمن مومند وروڼه، 
ذکرالله شهیدی او قاضي روح الله مومند اوښي 
ډاکټر بسم الله عنایت د عمه زوي، 
د لوګر ولایت د مرکز د پادخواب شاهانه د کلی د اوسیدونکي او د آزاداۍ راډیو  خبريال اروا ښاد احمدزبیر ژمن د مړینې له کبله ټولو خپلوانو, دوستاو او د ارواښاد ژمن ملګرو ته د خبر ورکول کیږي چې د ارواښاد د جنازې لمونځ سبا د یکشنبې په ورځ د۲۰۱۴ م کال د جولاې په ۶ مه نېټه چې د روان زيږدېزکال د چنګاښ(سرطان) د میاشتې له ۱۵ مې نیټې سره سمون خوري ، د سهار په لسو بجو د پادخواب شاهانه په کلي کې ادا او بیا پخپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي. دوستان دې خبر وي
نوټ: د ارواښاد جنازه سبا د سهار په ۷ بجو د هغوی له کوره (احمدشاه بابا مینه، د ماموریت ځلور لارې ته څیرمه، ښي   لمرخاته خواته څلورمه کوڅه) اخیستل کیږي او لوګر ته انتقال مومي. 
انالله و انا الیه راجعون
د خبریال احمد زبیر ژمن لنډه پېژندنه
د آزادي راډیو د پښتو څانګې اډیتر او خبریال احمد زبیر ژمن نن سهار وختي د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.
د آزادي راډیو د پښتو څانګې اډیتر او خبریال احمد زبیر ژمن نن سهار وختي د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شو.
احمد زبیر ژمن د شنبې په شپه دوه بجې د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې په یوه روغتون کې د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شو.
د آزادي راډیو مشر هاشم مهمند د احمد زبیر ژمن مړینه یوه لویه ضایعه وبلله:
دا یوه لوه ضایعه ده زموږ لپاره، ژمن صاحب ډېر ځوان و، ژمن صاحب ډېر با استعداد و، ژمن صاحب یو وطنپاله شخصیت و او د ده وفات زموږ لپاره یوه لویه ضایعه ده او موږ ټول ډېر زیات خواشیني یو.
احمد زبیرژمن په ۱۹۸۲ میلادي کال کې یعنی له ننه دوه دیرش کاله مخکې د لوګر ولایت په مرکز د پادخواب شاهانې په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.
ژمن په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پیښور ته مهاجر شو او ښوونځی یې هم تردولسم ټولګي پورې هلته ولوست.
هغه د ښوونځي په دوران کې هم له ژورنالیزم اوخبریالي سره مینه درلوده.
احمد زبیر ژمن د کانکور له ازموینې وروسته د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۸۴ لمریزکال کې د دې پوهنځي د مطبوعاتوله څانګې فارغ شو.
نوموړي د ۲۰۰۷ میلادي کال د جون په څوارلسمه نېټه په کابل کې له آزادي راډیوسره د خبریال په توګه کار پیل کړ او د ۲۰۱۳ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نیټې د پښتوڅانګې د اډیټر په توګه وګمارل شو.
د آزادي راډیو خبریالان خان محمد سیند، ناجیه صافۍ او اسدالله لودین چې څو کلونه یې له ژمن سره په یوه دفتر کې کار کړی د هغه په اړه وایي:
"۱- د زبیر ژمن د مرګ خبر یو کلک ګذاز و؛ چې پر موږ وشو، ژمن ښه دوست و او په دوستۍ ډېر ښه پوییده، ژمن په ځان باوري ژورنالیست او خپل کارونه یې ترډېره په چپه خوله ترسره کول، له کار سره مینه او ورځنۍ ژورنالیستیکي چارې یې تر ډېره له همکارانو سره شریکولې.
۲- د هغه د مرګ د خبر په اورېدو سره ډېر غمجن یو، زه خپله له ژمن څخه ډېرې خوږې خاطرې لرم او په هره برخه کې مې ترې ډېر شیان زده کړي دي.
۳- احمد زبیر ژمن یو با حوصله انسان او په خپل مسلک کې رسېدلی یو شخصیت و؛ له همکارانو سره په راډیو کې د ده چلند د ملګرتیا په فضا کې و؛ همیشه به یې په شونډو مسکا وه، غصه یې نه کولو، د ده کمی به زموږ په ژوند کې یو رنځ وي."
احمد زبیرژمن په پښتو او درې سربیره په انګلیسې او اردو ژبو هم روانې خبرې کولې او د خبریالي ترڅنګ یې د کتابونو له لیکلو او ژباړلو سره هم ډیره مینه درلوده.
هغه له آزادي راډیو نه مخکې له ځینو نورو رسنیو سره هم کار کړی او لکه څنګه چې تخلص یې ژمن و؛ په خپل کار کې همداسې ژمن و.
زبېر ژمن واده کړی و او د واده ثمره یې د مروې په نوم یوه درې کلنه لور ده چې؛ په دفتر کې به یې هم هر وخت ډېره یادوله.

زبیر ژمن ډېر وطن پاله او د ملي افکارو خاوند و او هروخت یې د دې پلوي کوله چې باید ستونزې او مسایل د تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.

احمد زبیر ژمن ولاړ، خو موږ ټول په دې باور یو چې؛ خاطرې به یې تل زموږ په ذهنونو کې وي.

- بسيال
بېرته شاته