(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنيکمرغه اختر په مناسبت

[27.Jul.2014 - 22:44]

 
   
سلامونه نیکی هیلی
راروان موبارک ښکلی اختر مو مبارک شه
روژی مو قبولی شه سره له ټولو موسلمانانو
سرلیک ؛ شعر
متن ؛ اختر راغی ته رانغلی
نور بس ده مسافري هم دومره راځه
تل د سارم د راتلو لاره راځه
اختر راغی ته رانه غلی و جانانه زما
نور می مه اخله اظارونه د خدای لپاره راځه
په نکروزو سره لاسونه چاته ورښکاره کړم
کړی وعدی هیری شوی و زما مسافر یاره راځه
چی لمونځ کومه خولی ته می ستا نوم راشي خدای
به سومره سزا راکړي ستا به یاده یمه که هیره راځه
رنګ می ورو په ورو ژړیږي په تبیبانو به جوړه نه شم
ذبیح لله چاته حال ویلی نه شم ستا د دیدن یم بیماره راځه

27 / 07 / 2014

 

 

مـلـتيار / جنوبي پښتونخوا کوټه
اخـتـر
بـيـا د مــيـنــي جــادوګـــر راتــه يـــاديـــږي
نــه هـيــريــږي ، هـــر اخــتر راتــه يــاديــږي
 
هم په خيال او هم پر زړه بانـدي مي ګرځي
سره لاسونـــه يــرغلګـــر راتـــه يــــاديـــږي
 
د وريښمين رومال ډالۍ چي به يې راکړه
هــغــه لار هــغــــه ګًــــدر راتـــه يــــاديـــږي
 
چــي پــه تــکــه تــوره شپــه ولاړی له کلـي
خدای شته هغه مسافر راتـــه يــــاديـــږي
 
دښکلا پــه هــر منظــر کي راتـــه ښکاري
ځــکــه دغــســـي ژر ژر راتـــه يــــاديـــږي
 
چي په تور دسپرلي دلته رقيب ويشتې
بــيا د زاڼــو مــات وزر  راتـــه يــــاديـــږي
 
چي د رَمـز پـه يوه نـظـر بــه يې زړه يــو وړ
د بــڼــو هــغـــه لــښکـــر راتـــه يــــاديـــږي
 
نــن بــــه ډکــــه غــــېــږه را کــړي ملتــياره
نــور به نـه وي مـرور ، راتـــه يــــاديـــږي

 

سميع الدين افغاني
د وطن مورته

ټې دی
ټې دی

داسې تباهې په بل  ټبر نشته
ې نن په لر او یې دی

څو به  قربانيږي د افغان بچي
نن د غليم څنګې دی

اوس مو برملا په تاريځ تور لګي
ټول دغه فريب په لویې دی

څه شول ها باتوره ميړني مشران
ږې دی؟

لا به موږ په مړو سترګ
سپور چې مو پردیې دی

څو به دا ملت په وير او غم ناست وي
ې دی


مشر پوه لارښې دی

راوله اتل د ګران وطن مورې
ې دی

---------------------------------
سميع الدين افغاني
٢٤ - ٧ - ٢٠١٤
م
د دنیا غمونه نه وای
ته زما وای زه دا ستا وای 
ددنیا غمونه نه وای
مینه مینه وای وفا وای 
ددنیا غمونه نه وای
ستا د ستر ګو مست خمارته مانشه نشه کتلی
یو د بل په تماشا وای 
د دنیا غمونه نه وای
په هر چا کې محبت وای صداقت وای صمیمیت وای
چلول نه وای رښتیا وای
د دنیا غمونه نه وای

نه ټوپک وای نه جنګونه نه مرګ ژوبله نه غمونه
چې د سولې یو فضا وای
د دنیا غمونه نه وای
دا ژوندون د ستر ګو رپ دی عمر لڼډ دی ای ملیاره
کاشکې ډکه خوله حندا وای
د دنیا غمونه نه وای

 

بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
ترهرڅه دمخه د نیکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت تاسوته دزړه له کومې مبارکي وایم.
الله تعالی مو د رمضان د میاشتې صیام، قیام ، صدقات، دعاګانې، او ټول نیک اعمال قبول کړه!
په ډیره مینه
الحاج نظرمحمد سلطانزی  


 د کوچنی اختر د مبارکۍ پیغام
د روژې مبارکه میاشت چې د طاعتونو اوعبادتونو ځانګړې میاشت ده، پای ته ورسیده او د کوچني اختر مبارکه میاشت راغله. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان نجیبو خلکو او همدا راز د ګوند ټولو غړو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی، لوی خدای (ج) دې د ټولو مسلمانانو روژې، طاعتونه او عبادتونه قبول او د اختر  په نیکمرغو ورځو کې امن، روغتیا او خوشحالی ور په برخه کړی.
سږ کال د نړۍ مسلمانان کوچنۍ اختر په داسې شرایطوکې نمانځی چې د ځمکې د کرې په ګوټ ګوټ او په تیره بیا په فلسطین، افغانستان، عراق، سوریه ، مصر او نورو اسلامی هیوادونو کې د جګړو او ناآرامۍ څپې خپرې دی. زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لا تر اوسه د جوزا د میاشتې د انتخاباتو آخري پایلې نه دی څرګندې او ولسونه له تشویش او د هیواد پر راتلونکو له بې باورۍ سره مخامخ دی. د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د جګړې، ترور، مرګ او ژوبلو لمنه ورځ تر بلې پراخیږی.
زموږ پر ګران هیواد افغانستان کې چې د سیاسی نامعلوم وضعیت له کبله خلک اندیښمن دی او د روژې په مبارکه میاشت کې هم د پخوا په شان د جګړې، مرګ او ژوبلې څپه روانه پاتې شوه، له ورایه څرګنده ده چې د افغانستان میړنی ولس ته دا حالت د زغم وړ نه دی او د حالاتو د مثبت بدلون غوښتونکی دی؛ هغه بدلون چې د هیواد د تیرو کلونو دموکراتیکی لاسته راوړنې وساتی، د هیواد پر هر کونج کې سوله او امنیت تأمین او قانون له استثنا پرته پر ټولو اوسیدونکو یوشان تطبیق شی. د وطن د ترقۍ ملی ګوند چې په هیواد کې د سولې، ملی یووالی او ټولنیز عدالت په خاطر نه ستړې کیدونکې مبارزه کوی، پر ټولو وطنوالو او سیاسی او ټولنیزو ګوندونو، سازمانونو او فعالینو یو ځل بیاغږ کوی چې د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د عمل د یووالی لارې چارې په دقت وسنجوی او زر تر زره د وخت له ضیاع پرته په دې لار کې اغیزمن او ګټور ګامونه پورته کړی، تر څو چې وطنوال مو  په راتلونکي کې خوشحاله او نیکمرغه اخترونه ولرلای شی.
اختر د ټولو بختور!
د وطن د ترقۍ ملی ګوند 
د زده کړو او فرهنګی چاروکمیسیون
د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د جولای د میاشتې ۲۷ مه نېټه
 
 درنو اوعزتمنو !
سلامونه، درناوی او اخترمبارکي مې ومنئ هیله ده له خپل کور او کهول سره خوږې شېبې ولرئ
بسمل
دمیرویس نیکه دجامع جومات خبرتیا
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت له سلامونواو درناوي سره یوځای تاسو درنولوستونکوته خبردرکوي، چې دلته دجرمني په بایرن آیالت دمونشن ښاردمیرویس نیکه په جامع جومات کې دکوچني اخترلمونځ په خیر دوه ځلې ادأ کیږي لمړی لمونځ د سهار په اتو۸ بجواودېرشودقیقو اودوهم لمونځ دسهارپه نهه نیموبجوادأ کیږي.

دمګړۍ خو لا سمه نه ده مالومه چې کوچنی اختر به سبا دوشنبه وي او که بل سبا که سبا شویا بل سباخوبیا هم زموږ په جامع جومات کې به داخترد لمانځه دادأ کولوپه وخت کې کوم بدلون را نه شي.
تاسوټولومسلمانو خویندو اووروڼوته لا له اوسه ددې بختوراخترمبارکي وایو.
قدمونه مو زموږ په لېمو هرکله راشئ.
پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
Machtlfinger Strasse 10
81379 - München Ubahn 3
دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سوهیل کې پرته ده

دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20681


د کوچنی نیکمرغه اختر په مناسبت
د خواخوږی د ادبی او کلتوری ټولنی د مبارکی پیغام

نیټه: ۵/۵/۱۳۹۳
کابل - افغانستان

ګرانوهیوادوالو او د نړی مسلمه امت ته د کوچنی اختر د رسیدو په مناسبت د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د مشرتابه او ټول غړو لخوا مبارکی او نیکی هیلی وړاندی کوم.
 
درنو مسلمانو وروڼو!
روژه د الله (ج) لخوا هغه فرض دی چی مسلمانانو ته د صبراو د خپلو همنوعانو د حال څخه د خبرتیا په خاطر پرامت مسلمه حکم سوی دی ترڅوچی مسلمانان پر خپل نفس حاکم، د خوراک او څښاک څخه دډډی ترڅنګ دژوندانه په ټولو اړخونو کی د حرامو پر نه کولو اطاعت، د جګړو په ډګرکی د وینوپرتویولو بندیز اودوروری په فضاکی عبادت کول دی.
خو په خواشینی سره په دغو څو وروستیو لسیزو کی پرا سلامی هیوادونو باندی د استکباری قوتونو لخوا په بیلوبیلوشکلونو جګړه او وینه تویدل تحمیل سوی چی زموږ په ګران هیواد افغانستان کی څه د پاسه دریولسیزو بهرنی او کورنیو جنګونو زموږ مسلمان ولس ته غیر د مرګ او ژوبل تیا څخه بل څه ندی پری ایښی، چی د سږکال د روژی د میاشتی د ارګون څخه تر غور، کندهار څخه تر تخار او د هلمند څخه تر کابله پوری پیښی ښه مثال کیدای سی.
د یادونی وړ ده چی هیڅ بهرنی هیواد او څارګری اداری نه غواړی چی په افغانستان کی صلح او پخلاینه ترسره سی، نوځکه یی سږکال د ولسمشریز ټاکنی په پلمه یو ځل بیا په افغانستان کی قومی، ژبنی، مذهبی او سمتی بی اتفاقی را منځ ته کړی ترڅو خپلو شومو اهدافو او مقاصدو ته ورسیږی.
نو محترمو وتلو نوماندانو ته په کار ده چی د هیواد د ملی ګټو او بقا په خاطر ژر تر ژره خپل منځی اختلافات او مشکلات لیری او د افغانانو په ګټه نوی اداره را منځ ته کړی.
 
د وخت څخه د ګټی په اخیستلو سره یووار بیا د کوچنی اخترپه مناسبت مبارکی ټول افغان مسلمان ولس او د نړی مسلم امت ته وایو.
په افغانستان کی د سولی او ر ښتنی اختر په هیله

په درنښت
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشرڅ


Greetings,
On the auspicious occasion of Ramadan and the advent of Eid el-Fitr we’ve launched a completely redesigned
http://www.stanizai.org
 
The new design features an interactive navigation system with pull-down menus along with a direct-link Outline on the front page so you can access the many pages of the site on topics ranging from mystical poetry to historical analysis and from political perspectives to archival material that speaks to the relevance of current issues. All audio and video lectures are now conveniently posted on one page in the Lectures and Presentations Section.
We hope you visit the site and share its link with like-minded friends involved in peace activism.
 
Our reading, listening, and viewing recommendations for the month are:
·      The Origins of Ramadan’s Seasonal Drift
·      Mythosophia - Mythology of Eden
·      Perceptions of the Divine
 
In peace,
Zaman Stanizai

- PSDP
بېرته شاته