(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوست : دکراټې څانګه پرانستل شوه

[18.Aug.2014 - 12:09]

په خوست ولایت کې د کراټې ولایتي څانګه پرانستل شوه Inauguration of provincial branch in Khost for Karate Federation
18.08.2014: په سویل ختیځ زون کې د افغانستان کیوکیشن کان کراټې ولایتي څانګه په خوست ولایت په مرکز کې رسمآ پرانستل شوه.
پرانستونکي غونډه د خوست ولایت ملي لوبعالي کې په شاندارو مراسمو ترسره شوه ، په نوموړی غونډه کې د خوست ولایت له بېلابېلو ولسوالیو لوبغاړو، د پوهنتون زدکړیالانو، د مدني ټولنو فعالینو د پوهنتون استادانو علمآکرامو جورنالیستانو او د ورزش مېنه والو ګډون درلود. دې غونډه مشر میلمه ښاغلی محمدالله صابري او د خوست ولایت د ورزشي آمریت آمر غزیزالرحمن ملنګ په ګډه د یاد مرکز پرانسته وکړه. غونډه لومړي د کلام پاک په څو مبارکو ایاتو لوستلو سره پیل شوه. ورپسې د خوست پوهنتون زدکړیال عبدالحسیب همت میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د ښاغلي صابري صیب بایوګرافي يي ګډون والو ته واوروله.  له دې وروسته د خوست ولایت د ورزشی آمریت آمر غزیزالرحمن ملنګ د کیوکیشن کان کراټې لوبي بنسټ د خوست میشتو لپاره یو ښه زیرئ وباله او د پکتیا څخه راغلي پلاوی نه يي مننه وکړه او د یادې ولایتي څانګې سره د هر اړخیزه ممکنه همکاریو ژمنه وکړه. او په پای کې د سویل ختیځ زون د کیوکېشن کان کراټې مسول محمدالله صابري د ولایتي څانګې پرانستلو په اړه د خوست مېشتو ته مبارکې ورکړه او ورزش یې د مخدره توکو په وړاندې مهم رول په ګوته کړ او زیاته يي کړه چې ورزش د سالمې ټولنې د كولتور، اقتصادي، سياسي او فرهنګي اړيكو په پرمختګ كې غوره رول دي او د بدني روزنې د سېستم عمومي موخه د ټولنې د ټولو وګړو د روغتيايي حالت د بشپړېدو او ښه كېدو، د جسمي، دماغي، اروايي وړتياوو وده ده. ورزش يي د سولې زېرې وباله . صابري صیب په خپلو خبرو کې یاده کړه چې دوي به په راتلونکي سیالیو کې د خوست او پکتیا لوبغاړو ونډه زیاته کړي. او ددې ترڅنګ يي راتلونکي پروګرامونه په  تفصیلي ډول برخه والو سره شریک کړل. د خوست کلید رادیو مشر نوراجان بهیر راغلي پلاوی ته ډاډ ورکړ چې د یادې څانګې فعالیتونه به د رسنیو له لارې انعکاس ورکړي.او د ځوانان به د سالم بدن په موخه یادې لوبې ته هځوي. ددې ترڅنګ ځایې خلکو د دې مرکز مسولینو سره د پوره ملاتړ ژمنه وکړه او د خپلو تنکیو ماشومانو د تشویق په موخه هر اړخیزې هوکړې و کړي.
په اخر کې د خوست ولایت د کیوکېشن کراټې د ولایتي څانګې مسول رحمن الله وصال منګل ته د صابري صیب له خوا پخلی لیک ورکړل شو. او غونډه د تخفو اود ستاینلیکونو ویشلو نه وروسته د پټۍ په پرې کولو سره پای ته ورسیده.
د یادولو وړ : د کیوکوشین کان کراټې لوبه د افغانستان په ۱۵ بېلابېلو ولایتونو کې پر مخ بېول کیږی ، د خوست ولایت خلک د لوبو سره له پخوا نه ډیر مینه درلوده ، له همدې امله د خوست مرکز نه پرته د همدې ولایت په ولسوالیو کې په لسګونو ځوانان بیلابیلې لوبې پر مخ وړي .
 
لیک: همت منګل

- Himat
بېرته شاته