(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خواشینۍ پیغام

[25.Aug.2014 - 11:21]

25.08.2014: په ډیر خواشینۍ سره خبر شوم ، چې بیا زموږ د ادبیاتو او د موسیقۍ د هنر په معاصر تاریخ کې د ویر او ماتم غږ را پورته شو.
ارواښاد استاد مسحور جمال زموږ د هیواد یو نامتو، ادب پوه، پیژندل شوې څیره ، تکړه، وتلې  او خوږ ژبې هنرمند په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه  د  تل  لپاره سترګې پټې کړئ .  
انالله و انا الیه راجعون
شاعر وایي :
څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي
د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي
د ارواښاد استاد مسحور جمال  مړینه  زموږ د هیواد په ټولنیز ، ادبي او فرهنګي  ډګر کې یوه لویه ضایعه ده، چې د ده نوم  به زموږ  د هیواد والو په زړونو کې   د تل لپاره ژوندی ، نه هیریدونکی او نه ورکیدونکی وي .
ارواښاد استاد مسحور جمال زموږ د هیواد په ادب او فرهنګ کې هغه غوړیدلی، سمسور تازه او ښیرازه ګل  وُ،  چې د خپل څپانده ادبي او هنري  استعداد، ذکاوت  او زړه وړونکي اواز  په وسیله یې زموږ  د هیواد د ادب او موسقي ډګر  داسې  روښانه او ځلانده  ساتلی وُ چې زموږ نني او راتلونکي نسلونه به د ده په ویاړلي او دروند نوم او هنر  د تل لپاره  افتخار کوي .
اروښاد استاد مسحور جمال نه یوازې یو دروندهنرمند او  ادب پوه شخصیت وُ بلکې د لوړو، پاکو او سپیڅلواوصافواو اخلاقو خاوند وُ ، متواضع، زړه سواندی، ریښتینی، صادق اود ټینګ عزم او ارادې   خاوند شخصیت وه .
ارواښاد استاد مسحور جمال  پر (۱۳۲۴) لمریز کال د کابل په ښار کې  زیږیدلی وُ . 
ارواښاد استاد مسحور جمال خپلې لوړې زده کړې  د کابل پوهنتون  د ژبې او دري ادبیاتو په څانګه کې سر ته رسولې  دي .
زه د ارواښاد استاد مسحور جمال د مړینې  په مناسبت نه یوازې د زړه له کومې خپګان او ژور خواشیني څرګندوم، بلکې د ده د ویرمنوکورنیو غړو، خپلوانو، دوستانو او د ادب او د موسیقۍ د هنر مینه والو ته د زغم، صبر او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) څخه  ده ته د فردوس جنت غواړم .
شاعر وایي :
چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندل
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي
په ډیر در نښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

- A.K MAhsoud
بېرته شاته