(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل: پولیسودنازیه اقبال مخه ونیوله

[01.Sep.2014 - 17:49]

د کابل د هوايي ډګر پولیسو د نازیه اقبال مخه ونیوله

 01.09.2014, تاند- د کابل د هوايي ‌ډګر پولیسو د مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال سفر ته په دې خاطر خنډ پېښ کړی چې د افغانستان ري اینټري یا د بیا راتګ وېزه یې نه لرله.

دا په داسي حال کې ده چې هره ورځ په لسګونو زره افغانان پاکستان ته بې وېزې تګ راتګ کوي او د افغانستان حکومت د ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه په رسمیت نه پېژني.

نازیه اقبال، چې خاوند یې د ډیورنډ د دې خوا اوسېدونکی دی، پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته وویل چې د اګست په اته ویشتمه /تېره پنجشنبه/ افغانستان ته له رسېدو سره سم د کابل په هوايي ډګر کې د پاسپورت او ېزې د چک کولو مسوولانو پاسپورت ورڅخه واخیست ځکه چې د بیا ننوتو (ري اینټري) وېزه یې نه لرله.

د نازیه اقبال د کنسرت منتظم ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې افغان مامورینو د نازیې اقبال مخه ونیوله او ورته ویې ویل چې یو ځل پخوا په همدغه وېزه راغلې او اجازه نه لري چې په استعمال شوې وېزه بیا افغانستان ته راشي.

د نازیې د کنسرت مسوول هیله څرګنده کړه چې دا ستونزه حل شي. ده وویل چې افغان چارواکي به نازیه اقبال ته اجازه ورکړي چې بېرته پاکستان ته لاړه شي او هلته د افغانستان په سفارت کې نوې وېزه واخلي.

ده په عین حال کې وویل چې افغانستان یوازې پنځه ورځې پخوا د وېزې په شرایطو او مقرراتو کې بدلون راوستی دی او دوی له دې بدلونه خبر نه ول.

ورځپاڼې د کابل د هوايي ډګر د سرچینو په قول ویلي چې نازیې غوښتل چې د شنبې په ورځ بېرته پاکستان ته لاړه شي خو افغان چارواکو پاسپورت ورنه کړ چې سفر پرې وکړي.

نازیه اقبال په پام کې لرل چې په کابل کې څو کنسرتونه او تلویزیوني پروګرامونه جوړ کړي.

- Taand
بېرته شاته