(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ځوان یون ټولنې دډاکټر کبیر ستوري یاده غونډه جوړه کړه

[22.Sep.2014 - 19:27]

22.09.2014:  د مشرانو او ولسي جرګې غړو لیکوالانو او شاعرانو د ډاکتر کبیر ستوري په ژوند خبرې وکړې او دهغه هڅې ېې وستایلې .

په کابل کې د ځوان یون ټولنې لخوا د اروښاد ډاکټر کبیر ستوري په یاد جوړه شوې غونډه کې د مشرانو او ولسي جرګې غړو دهغه په ژوند باندې خبري وکړې او د داروښاد کبیر ستوري نه ستړې کیدونکې هڅې  ئې وستایلې.
د مشرانو او ولسي جرګې غړو نیوکه وکړه ٬ چې ډیر کم کسان په داسې غونډو کې ګډون کوې ځکه چې ډوډۍ او په لوکس هوټل کې نه جوړیږي.
لیکوال او شاعر حبیب حسام په  ځوانانو غږ وکړ٬ چې داروښاد د ډاکټر کبیر ستوري له چاپي اثارو څخه ګټه واخلي او دخپل هیواد لپاره د خدمت جوګه وګرځي.
ارواښاد کبیرستوري د ژوند په بیلا بیلو برخوکې د پراخو هڅو اونه هیردونکو خدمتونو وروسته په ۲۰۰۶ زیږدیزکال کې په جرمني هیواد له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې او په پلرنې ټاټوبې کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په تنر کلي کې خاوروته وسپارل شو.

يادونه: ټاکل شوې وه چې دا یاد غونډه د۲۰۱۴ ع کال د سپټمبر دمیاشتې په شلمه نېټه د خالې (شنبې) په ورځ جوړه شي خوپه کابل کې  د رباني د ۳ تلین د رخصتۍ له امله غونډه د۲۰۱۴ ع کال د سپټمبر دمیاشتې یوویشتمې نېټې اتوار (یکشنبې) ورځ  ته وځنډ یده

دغونډې ویډیو به وروسته پرلیکه شي

 

- ځوان یون ټولنه
بېرته شاته