(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغان نړيواله کولتوري ورځ دنمانځنې خبرتیا

[27.Sep.2014 - 18:44]

27.09.2014: د روان ۲۰۱۴ ع کال د اکتوبر د میاشتې په اوولسمه 17 او اتلسمه 18 نېټه   د پاک افغان فورم  له خوا د پېښور په نشتر هال کې د افغان نړيوالې کولتوري ورځې د نمانځلو تابیا شوې ده، چې د برې پښتونخوا (لوې افغانستان) او هندوستان پښتانه به هم پکې ګډون  کوي.

د پاک افغان فورم مشرانو، ښاغلې  عالمزيب خان، پروفیسر اسيرمنګل ، ښاغلي شوکت علي خان، او ميا فاروق فراق  نن په پېښور پريس کلب کې ژورنالیستانو (صحافيانو) ته ووېل، چې هر کال به په ٢٣ سپټمبر  افغان نړيواله کلتوري ورځ نمانځې.

دوۍ له ادبي ،کولتوري ټولنو او تنظيمونو نه غوښتنه وکړه چې دغه ورځ دې هر هيواد کې چې چرته پښتانه ميشته دي ولمانځي.

- پښتونخوا خبریال
بېرته شاته