(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنې ملالې د نوبل جایزه وګټله

[10.Oct.2014 - 19:10]

ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیاني د ماشومانو حقونو اتلان دي

 10.10.2014:  قاسم خان مندوخېل   

 د ناورېژي سولې نوبل (نوبیل) کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.

نن ( جمعه) د ناروې په مرکز اوسلو کې د ۲۰۱۴ز کال لپاره د نوبل سولې جایزه  اولس کلنې ملالې یوسفزۍ او د هند کېلاش ستیارتي ته ورکړل شوه چې په هند کې د بشري حقونو ساتونکی دی.

د ناورېژي سولې نوبل / نوبیل کمېټې مشر توربیان یاګلاند په اوسلو کې د نوبل امن جایزې اعلانولو پر وخت وویل، ”چې کېلاش ستیارتي په خپله یو ډېر تکړه او هوډمن سړی دی، او د ګاندي دود پر ځای کړی، هغه د دې پر ضد ګڼ سوله ییزه احتجاجونه او مظاهرې کړې، چې د مالي ګټو ترلاسه کولو لپاره دې دې د ماشومانو استحصال ودرول شي. هغه د ماشومانو حقونو لپاره د مهمو نړۍوالو غونډو په رامنځ ته کولو کې ونډه لرلې ده. “

د سولې نوبل کمېټې مشر توربیان یاګلاند چې کله یوسفزۍ ګټونکې اعلانوله نو یې په خپلو څرګندونو کې د هغې ډېره ستاینه وکړه.

د وړوکوالي باوجود ملالې یوسفزۍ په کلونو کلونو د نجونو تعلیم د حق لپاره مبارزه کړې، او دا یې وښودله چې ماشومان او ځوانان دواړه د خپل ژوند ښه کولو لپاره خپله ونډه ادا کوله شي. او ملالې په ډېر خطرناک حالات کې خپله مبارزه ترسره کړې ده. هغه په اتله مبارزه د نجونو تعلیم د حق لپاره یوه مخکښه ویانده جوړه شوله. “

د ناورېژي سولې نوبل (نوبیل) کمېټې مشر توربیان یاګلاند وویل چې کېلاش ستیارتي او ملاله یوسفزۍ د دوو جلا جلا هېوادونو دي خو د ماشومونو د حقونو لپاره مشترکه مبارزه لري.

نوبل کميټه د هندوانو او مسلمانانو لپاره دا یو مهم پړاو ګڼي چې د تعلیم او ستختدریځۍ غوندې هڅې یو ځای پرمخ یو سي.  د جبر پر ضد او د ماشومانو او ځوانانو د حقونو لپاره مبارزه د ولسونو خپلوي ته ګټه رسوی، چې د نوبل جایزې بنسټګر الفرډ نوبل (نوبیل) یې پر همدې بنیاد پیمانه ټاکلې وله. “

 ملالې یوسفزۍ او  کېلاش ستیارتي ته به دا انعام چې ۱۲ لاکه ډالر دی، د ناورې پلازمېنه اوسلو کې د سږ کال ډیسېمبر میاشتې پر لسمه نېټه ورکول کېږي، چې په دواړو کې به نیم په نیمه وېشل کېږي.

د دې انعام لپاره سږکال په دریوو (۳) غوره کسانو کې د اېډورډ سنوډن، چې پروسږ  کال په اوړي کې یې د امریکا له خوا د څار یا جاسوسۍ مالومات ښکاره کړل، دویم کس د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس وو چې د بې وزلو خلکو د حقونو پېژندل شوی اتل دی، چې ده په نړۍ کې د پرمختیا او د دولت د بیا وېش غوښتنې کړې دي او درېیم نوم د ملالې یوسفزۍ وو چې په سوات کې یې د نجونو ښوونځیو ړنګولو پر ضد او تعلیم لپاره هلې ځلې کولې او بیا په ۲۰۱۲ز کال کې طالبانو وویشته.

ملاله یوسفزۍ پروسږ کال «۲۰۱۳م« هم د سولې نوبېل جایزې لپاره نومول شوې وه خو دا ځل یې میدان یووړ.

له دې وړاندې ډاکټر عبدالسلام په کال 1979ء مې د فزکس په څانگه کې نوبل جائزه ترلاسه کړې وه.

دا مهال ملاله د برتانيې په يوه تعليمي اداره کې خپلې زده کړې پرمخ وړي اؤ هغې ددې خواهش اظهار کړى چې په راتلونکي کې يوه لويه سياستدانه جوړيدل غواړي

 

د پښتنو ېوه ملاله واېي زه څوک یمه؟

لیګ: رحمان بونیری

د مينې، امن، زدکړې، هنر او سوکالۍ – مله— ملاله !

زه د کرکې، بد امنۍ، جهالت، بې هنرۍ او ولگو تندو د مظبوطولښکرو په ضد ولاړه ملاله!

ما سره کوم لښکر نشته دی د امن خلق لښکرې نه اوباسي

زما څه خوښ دي ؟

بنگړي، نکريزې،بچوکي، باهوگان او شالونه!

بمونو، تورې، ټو پکې،چړې چاکوان او غشي ليندې مې نه دي خوښې!

سر سڼه، ډول سنگار، اتڼ او سندره مې د کلتور برخې دي!

قدغنونه ، پابندۍ، زولنۍ ، زور زبردستۍ زما د کلي رسمونه نه دي

زه څه وایمه!

 وفا، پت، پالنه ،خدمت اونظریه یا مفکوره ضروري دي!

زما په خیال پت پالنه ، خدمت او نظریه یا مفکوره تشدد نه غواړي، چغو جلو، شور زوگ،وينو زوؤ، زولنو ،بمونواو تورو ټو پکو ته د غیرت او مذهب نومونه--  نه دي ورکول پکار!

زه څه غواړم؟

لوڼه او ځامن   ېوشان بچي دي

د مذهب په نوم جينکۍ مه تښتوۍ!!

د ثواب په نوم ځانونه مه وژنۍ!

د ايمان په نوم جهالت مه خوروۍ!

غیرت په ښځو د زور نا د مينې نوم دی!

دا دنیا د چا ده؟

دا د ټولو ده !!

 د تورو او د  سپينو، د مسلملنانو د عيسایانو د هر مذهب مننونکو!

ددې دنیا په پاکو اوبو، ښکلې هواگانو--  او زرخېزه خاوره د ټولو انسانانو یو شان حق دی-

دا پاکه دنیا په کرکه خچنول نه دي پکار-

خچنوالې ناروغۍ راولي، لوگه تنده راولي- جهالت راولي او فساد راولي-

زما جگړه د چا سره ده؟

زه توره ټوپک نه خوښوم نو جگړه به څه وکړم-

زه خو غواړم چې جگړې ختمې شي-

ځکه زما جنگ د جنگ سره دی

او دا جنگ د ټوپک او قلم جنگ دی-

او دا جنگ به زه گټم!!

ځکه چې زه ملاله ېمه!! 

- مشال او ډیوه راډیو
بېرته شاته