(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان د تياتر د اتم جشن خبرتيا

[16.Oct.2014 - 19:11]

کابل ، ۱۳۹۳  کال د تله ۲۴ مه

د افغانستان د تياتر اتم  ملي جشن  د ۱۳۹۳کال د میزان  د مياشتي له ۲۶  نه تر ۲۸ (۱۸ تر ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴ )  پوري په کابل کې جوړيږي.

سږ کال هم دا ملي جشن  ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ګويته انستيتوت ، آغا خان بنسټ، ،کابل تياتر ؛ د فرهنګ او مدني ټولني بنياد د افغانستان ملی رادیو تلویزیون او ځینو نورو نهادونو  په ګډه مرسته جوړيږې.

د دی جشن نمایشنامی  به هره ورځ د سهار له ۸ بجو نه د مازدیګر تر ۵ بجو پوری په ملي تياتر( کابل ننداری ) کي اجرا کيږي.

په عمومي توګه په دي جشن کې  ۱۵  ننداري ليدونکو ته وړاندي کيږي چې له دي جملي څخه ۸  نمايشنامي له  ولايتونو او ۷ نمايشنامي د کابل څخه  اجرا ته وړاندي کيږي.

د جشن پرانیستغونډه د شنبی  په ورځ د میزان په ۲۶ ( د اکتوبر ۱۸ مه)  ڼيټه د سهار په ۸ بجو د ملی تیاتر ( کابل ننداری ) په تالار کي ده.

 تاسو ته په ډير درناوي  بلنه در کوو چې په دي غونډه کي  کې گډون وکړي.

په درناوي

ابراهيم هوتک                                        

د گويته انستيتيوت د کلتوري چارو مشر

تليفون : ٠٧٩٩٣١٣٩۲۲

الکترونيکي پته : [email protected]

- ابراهيم هوتک
بېرته شاته