(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

هند: ولسمشراحمدزي ته د افغاني پوهیدونکووړاندیز

[22.Oct.2014 - 18:47]

دافغانستان ولسمشر ښاغلی ډاکټر اشرف غنی احمدزي ته په هند کې د افغاني پوهیدونکو (محصلینو) یولنډ وړاندیز

22.10.2014: نن سبا په هندوستان کې موږ د لسو زرو په شاوخواکې زده کونکی اوسیږو او درس وایو، په موږ کې یوشمیر د هند د دولت په مرسته د بورسونو له لارې راغلي ، یوزیات شمیرپه خپل مصرف درس وایو او یوشمیرنور واسطه والو د کرزی صاحب له خوا دافغانستان دکونډو او یتیمانو په لګښت درس ویلو ته را استولی یو ، موږ له کرزی څخه په دی شکرګذار وو چې زموږ دسرپرستي په خاطر یي دافغانستان نامتو لیکوال ، شاعر او دپوهنتون استاد پروفیسور عبدالخالق رشید موظف کړی و ،چې باید له پوهیدونکو(محصلینو) سرپرستی وکړي چې په رښتیاهم موږ ترې ممنون یو او دیوه فداکاراو دلسوز استاد په توګه یې له موږ سره خپله همکاري وکړه ، په دې ورستیو کې داسې اوریدل کیږي چې نوموړي استاد ته عبیدالله عبید او ضراراحمدمقبل په ګډه یوه توطیه  جوړه کړه او ده ته یې د تبدېلۍ لیک را استولی ، چې موږ په دغه ټکی ډیرخواشیني یو ، ترکومه ځایه چې موږ له سفارت او استاد څخه پوښتنه وکړه، هغه وویل چې ما شپږمیاشتې بی معاشه رخصت اخیستی دی ، خو خدای پوهیږي چې اصلي خبره به څه وي ؟ راځو اصلي خبرې ته ، دتیرو  ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې دغه استاد دمحصلینوپه منځ کې دومره کارو کړ چې ستا یومرستندوی به هم نه وي کړی، ده تل موږ ته همداویل چې یوه داسې چا ته چې پرهغه دوطن ګټې ګرانې وي رایه ورکړۍ ، تر:څلور زرو زیاتو محصلینو په ټاکنوکې یوازې له هندوستان څخه برخه واخیسته ، چې زیاترو تاسې ته رایه درکړې او په خپل دغه کار باندې پښیمانه هم نه یو .

زموږ وړاندیز تاسو محترم ولسمشر ته دا دی چې د پروفیسر  عبدالخالق رشید په سویه استاد چې د ټول هند په پوهنتونونو کې د نومیالي افغان پروفیسور نوم لري او پنځلس کاله یې په نهرو پوهنتون کې درس ورکړی، او په پوهنتوني چارو کې لوړه تجربه لري هیله من  یو چې هغه بیرته افغانستان ته دروغواړي او له دغه استاد څخه چې نوریی له تجربو اوعلمی زیرمو استفاده کوي د افغانستان په اکاډمیکو برخو کې کار واخلۍ. او که هغه هم نه کیږي نو هیله من یو چې بیرته له نهرو پوهنتون څخه سفارت ته راشي او دلته د دردیدلی افغانستان د بچیانوسره مرسته وکړي .

موږ په هند کې د زرګونو پوهیدونکو (محصلینو) په استازیتوب له تاسو درانه مشرڅخه هیله کوو چي دغه دروند او خواخوږۍ استاد بیرته زر په هند او یا په کابل کې دوطن په ګټه په کاروګمارۍ په درناوي .

په هند کې د افغان پوهیدونکو (محصلینو) په استازیتوب

رسول خان له پوني

محمد علی له اله آباد

طماس خان مهدی زاده له ډیلی

نوید خان بارکز ی له بنګلور

 شریفه له چندیګر

علی سینا له لبلی څخه اوپه رزګونو نور د هند له بیلابیلو پوهنتونو څخه.

 ستاسی د بریالیتوبونو په هیله او د یوه مثبت ځواب په انتظار

 

- افغاني پوهیدونکي
بېرته شاته