(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د علم او ادب دخپراوي ټولنې خبرتیا

[03.Nov.2014 - 18:17]

03.11.2014:  دعلم او ادب د خپراوي ټولنه او قلم نړیواله ټولنه په پام کې لري دافغانستان دنامتو لیکوال او ادبپوه استاد سعدالدین شپون د ژوند او اثارو په اړه نمانځغونډه د روان کال د لړم میاشتې په ۲۲ نیټه په کابل کې جوړکړي .

په دې توګه له ټولو کلتوري ټولنواوقدرمنولیکوالو یو ځل بیا هیله کیږي چې د استاد شپون په ژوند او اثارولیکل شوې مقالې او پیغامونه په دغوبرښنالیک پتو د روان ۱۳۹۳ کال د لړم میاشتې تر ۱۸ نیټې پورې راواستوي. او په ټاکلې نیټه په غونډه کې د ګډون لپاره تشریف راوړي.
مقالې وروسته د کتاب په بڼه خپریږي.
[email protected]
[email protected]

د غونډې ځای: کابل، د قلعه فتح الله دریم سرک، د فاطمیه تکیه خانې کوڅه، ۴۱ کور، د قلم ټولنې تالار.
نیټه: د ۱۳۹۳ کال د عقرب یا لړم میاشتې ۲۲ نیټه، پنجشنبه، د ماسپښین یوه بجه.
د اړیکو شمیره: ۰۷۹۹۸۶۱۲۹۹
د علم او ادب دخپراوي ټولنې دارالانشآ

- ټولنه
بېرته شاته