(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کمال خان شېراني څلورم تلين ولمانځل سو

[05.Nov.2014 - 20:21]

05.11.2014: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ملي مبارز، لوی سياستپوه او ستر لارښود ارواښاد سائين كمال خان ولسمل شېراني څلورم تلين په ږوب کي په عقيدت او احترام ولمانځل سو.
د تلين په مناسبت يوه درنه غونډه په ظريف شهيد پارک کي جوړه سوې وه، چي مشري يې د ګوند د ايالتي مشر عثمان خان کاکړ پر غاړه وه .
دقرآن کريم د څو مبارکو آياتونو له تلاوت وروسته ډاکټرحامدخان اڅکزي، عبدالرحيم زيارتوال، عثمان خان کاکړ، پخواني سناتور او د ګوند وياند رضامحمدرضا، عبدالقيوم اېډوکېټ، برملاخان برمول، سلطان محمد شېراني، ډاکټريونس شېراني، غلام دين شېراني، عبدالخالق ناصر او محمودشېراني په خپلو وېناوو کـي د سائين درانۀ روح ته د عقيدت پېرزوئينې وړاندې کړې اود د ه مړينه يې د پښتنو لپاره ستر زيان وبللی .
ويناوالو وويل چې ارواښاد ولسمل خپل ټول عمر د افغان او پښتون قام په يووالي، يو موټی کېدو، دقامي پيژندنې په چوپړکي تېر کړ. د لراوبر پښتنو يوالى د ارواښاد يوازنی ارمان او د مبارزې موخه وه. 
د نوموړي له انګلېسي څخه پښتو ته ژباړل سوي آثار زموږ علمي اثاثه ده. 
ويناوالو زياته کړه چې فرنګي پښتانۀ په بېلا بېلا نومونو وېشلي وو . د فرنګي استعمار په ضد تر ټولوکلکه مبارزه پښتون او افغان ملت کړې ده . د خپلواكۍ له غورځنګ سره د لاس يو كولو په پايله كې فرنګى له هند او له مستعمره پښتون افغان خاورې څخه وايستل سو. 
نن پاکستان له مذهبي تندروۍ ، ناامنۍ او د تروريزم له ناورين سره مخامخ دی. او په کي ترټولو زيات پښتونخواوطن زيانمن سوی دی . موږ په پښتون افغان وطن کې سوله او کراري غواړو، په سيمه کې د سولې د ټينګښت لپاره په افغانستان کې سوله مهمه ده. بهرني هيوادونه بايد په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي. موږ په سيمه کې د سولې، سياسي ثبات او اقتصادي پرمختګ لېوال يو او د هرراز ترهګري غندنه کوو، ترهګري يوازي د تهران او رياض په ګټه ده. په افغانستان کې دسولې ټينګښت زموږ د ټولو مسووليت دی. 
ولسمل شېراني چې په کلي شنه پونګه کي يې دې نړۍ ته سترګي رڼې کړې وې، لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کي ترلاسه کړې او بيا د لوړو زده کړو لپاره کوټې او پېښور ته ولاړ . سائين په مېلادي کال ۱۹۴۲ کي د تحصيلدار پر دنده وګومارل سو، خو د فرنګي استعمار پر ضد د مبارزې له کبله له دندي ګوښه سو.
ارواښاد د پښتنو د ستر لارښود او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ ايښودونكي خان شهيد عبدالصمدخان اڅكزي نيژدې ملګرى او کلک ملاتړی وو . چې د استقلال، د خاورې د تماميت او د فرنګي استعمار په ضد يې کلکه مبارزه کړې ده.

http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

- رفيع الله مندوخېل
بېرته شاته