(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجرايي څوکۍ ته په قانون کې توجيه نشته

[06.Nov.2014 - 19:42]

عبدالستار سعادت

کابل; پژواک ١٥ لړم ٩٣ میراغا نصرت صمیمي

06.11.2014 د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون مشر د اجراييه رياست مقام رامنځته کول غيرقانوني او د مصلحت له مخې بولي او وايي چې له قانونه پورته غوښتنو ته ارزښت ورکول د دې لامل شوي څو د ولايتي شورا بايلونکي نوماندان هم فکر وکړي چې د دوى اعتراضونه به پايله ولري.

عبدالستار سعادت وايي، په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د ټاکنو د رايو د نه منلو رامنځته شوى فرهنګ تر يوه اوږده راتلونکي پورې بايلونکو نوماندانو ته د څوکۍ ورکولو زمينه برابره کړې ده.

سعادت له امريکا غږ سره په يوې ځانګړې مرکه کې ويلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو له اوږدو لانجو وروسته دې پايلې ته رسېدلى چې ان په ټاکنو کې د ناکامۍ پر مهال به هم ناکامو نوماندانو ته په اعتراضونو او غوښتنو کولو سره يو څه واک ورکول کېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر وايي، په ټاکنيز نظام کې له يو لړ اصلاحاتو او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د ښې زمينې له برابرولو پرته به له امکانه لري وي، چې په افغانستان کې دې له درغلۍ پرته او رڼې ټاکنې ولرو.

د سعادت په وينا، يو مهم لامل چې پر بنسټ يې شاوخوا ٨٥٠ زره رايې باطلې شوې، د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو له لوري د درغلۍ پر رايو تکيه وه، څو هغه هم په پاکو رايو کې حساب کړي.

د ټاکنو کمېسيون د لنډمهالو کارکوونکو له لوري د بې پلوۍ نه ساتل هم د هغه په وينا، په ټاکنو کې د پراخو درغليو زمينه برابره کړه.

سعادت زياتوي: له يو لوري د کانديد له خوا لېوالتيا موجوده وي، يو کار کوونکى سل ډالره معاش لري نو هغه ورځ (د ټاکنو ورځ) د کانديد له لوري ورته د زرو ډالرو وړانديز کېږي، هغه د خپل کار وزن نه پېژني چې زه کانديد ته کار کوم، نو زما زيان په ملي کچه څومره دى، پر دې نه پوهېږي او په ډېرې اسانۍ سره سل ډالر په زرو ډالرو بدلوي، دا ستونزه بايد حل شي.

نوموړى وايي چې د پاکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره اړتيا ليدل کېږي څو کمېسيونونه د کورنيو اصلاحاتو پر لور ګام واخلي او چا چې درغلۍ کړې او په درغلۍ کې شامل وو، بايد له پېژندلو وروسته تور لېست ته شامل کړل شي څو په راتلونکو ټاکنو کې رول ونه لري.

هغه زياته کړه: ځيني يې بايد تر عدلي او قضايي څېړنو لاندې ونيول شي، ځيني يې بايد په تور لېست کې شامل شي او دا چې دوى چا هڅولي وو او چا د دوى په اصطلاح اخيستي وو، هغوى هم بايد تشخيص شي، څو دغه مسئله رڼه شي او بله دا چې کمېسيون بايد په استخدام کې سخت جديت ولري.

سعادت په دغو خبرو کې د ولايتي شورا د معترضو نوماندانو د تورونو په ځواب کې ويلي چې دا ډول فکرونه د ولسمشرۍ ټاکنو په ترڅ کې رامنځته شوي چې په پايله کې يې د مصلحت له مخې يو حکومت رامنځته شو او بايلونکي نوماند ته هم په کې ونډه ورسېده.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د مشر په وينا، د ولايتي شورا بايلونکي نوماندان داسې فکر کوي چې ان په ټاکنو کې د ناکامۍ پر مهال به د اعتراضونو او بيا بيا غوښتنو په پايله کې ورته برخه ورکړل شي.

له هغه وروسته چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې، دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني او عبدالله عبدالله د ملي يووالي حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه او په پايله کې يې له يو شمېر ډېرو واکونو سره د اجرائيه مقام رامنځته شو او بايلونکي نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکړل شو.

سعادت په دې مرکه کې د اجرائيه رياست مقام رامنځته کول د اساسي قانون له چوکاټه بهر بللى او ويلي يې دي چې د هغه د قانوني کولو لپاره په اساسي قانون کې کومه توجيه شتون نه لري څوک نه شي کولى چې د قانوني نوم ورته ورکړي.

هغه زياتوي: په افغانستان کې يو چا جنجال وکړ او په خپلې خبرې تر وروستي حده پورې ودرېد، هغه ان د اساسي قانون په خلاف يو څه ترلاسه کړل چې هغه د اجرائيه رياست بست و... اوس نو له دې وروسته هر څوک دا فکر کوي چې که چېرې جنجال وکړو، که هغه په حق وي يا نا حقه او دغه جنجال ته دوام ورکړو نو يو څه به ترلاسه کړو.

سعادت وايي چې دغه فرهنګ به تر ډېرو کلونو پورې دوام وکړي او له دې وروسته به هيڅوک هم دې ته حاضر نه وي چې په اسانۍ سره پايلې ومني، فکر به کوي چې اعتراض بالاخره دوى يو ځاى ته رسوي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو مشر، د دغه کمېسيون له يو شمېر نورو غړو سره د يوه رسمي سفر په ترڅ کې امريکا ته تللى دى.  pajhwok.com

- پژواک
بېرته شاته