(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډیورند کرښه د بدبختی لامل

[11.Nov.2014 - 19:31]

د ډیورند توره تپل شوې فرضی کرښه د واحد افغانستان او افغان ولس د بدبختی اصلی لامل 

 11.11.2014: د نن څخه پوره ۱۲۱ کاله وړاندې په ۱۸۹۳ کال کی د نومبر په ۱۲ د افغان ولس پر سینه داسی یوه ظالمانه او لری د هر ډول انسانی او نړیوالو معیارونو چاړه تیره کړای شوې چې او تپل شوې چې تر ننه یې د زخمونو څخه وینی او زووي بهیږي. . .

 ددې منحوسۍ کرښې د رامنځ ته کیدو ډیر سیاسي لاملونه دي خو پوښتنه پیداکیږي چې امیر عبدالرحمن خان څنګه او ولې دومره غټه تیروتنه کړې او ولې غولول شوي. . . ؟

د افغانستان تاریخ ته یو لنډه کتنه (کتاب) کی چی ډیر په ځیر او د نړیوال انډولونو په پام کې نیولو سره د ښاغلي عطایي صیب لخوا لیکل شوی او د ډیورند د کرښی په سیاسي بعدونو او ددۍ منحوسې کرښې د رامنځ ته کیدو په اړه یې مفصلې خبرۍ کړي د زړه د کومی ستایم او تأئيدوم یې، یوه زیاتونه کوم هغه دا چې بعضې وخت د یوې ډیری غټې دسیسي د کامیابۍ لاسته راوړلو ډیر واړه اسباب وي. همدا راز امیر عبدالرحمن خان او د د ډیورند د کرښی د امضاء په اړه هم داسی خبری شتون لري چی کیدای شی زمونږ ورته ډیر پام نوي شوې . نوسوال دا دې آیا د امیرعبدالرحمن خان  امضأ حقیقت لري ؟! که لري ولی او چا دی ته اړ کړ ؟! چی پدی منحوسی کرښی چی انګریزانو لیکلی وه او امیر ته نه د منلو وړ وه او نه په انګریزی ژبه پوهیدلو چی د ده دنظره دا یوه مؤقته او یو څه وخت لپاره به اجاره یا کرایه ورکړ شوي برخې به د مالیاتو د حصولو په رڼا کې د هغوی کنټرول لاندې وي قبوله او امضاء کړی؟؟؟ او ایا دا امضاء شخصاً امیر کړی وو، ولې او څنګه؟!

ابرقدرتی ښکیلاک ګر برتانیه چی نعوذباالله ځانونو ته یی د د نیا خدایان ویل د منطقی د خلکوسیکالوجی ډیره ښه لوستلی وه نو پدی ډیز ښه پوهیدل او د ځینو خود خواهی ګانو نه هم خبر وو او د دوه فرقی په سملاسی توګه حمایت کولو چی ددوی د اکمالاتو او حمایتونو څخه لا تر اوسه محرومه ندي. . . .

په ۱۷ پیړی کښی یی یوه ډله د بهایت په نوم په فارس کی جوړه کړه او کله چی برتانویان پوه شول چې په پارس کی یی د پلرونو پروژه کامیابه وه نو په هند کی یی د هندیانو د سیکاولوجی مطابق قادیانیت ته وده ورکړه. قادیانیان تراوسه د دوی لخوا مکمل تزریق او تقویه کیږی ځکه چی دوی په دین کی د انګریز په ضد د جهاد څخه منکر او خپل پیشوایان لري. نو دا ډله په هند کی د مرزا غلام احمد قادیانی تاسیس او دوهمه فرقه چی په پارس کی د بهاءالله په نامه شخص ډیر له وخته شروع کړیوه د ناپوهو او کم علمه مسلمانانو په مینځ کی د پیسو په زور خپل تبلیغات لرل او تر یوحده کامیاب وو.

چې دواړو د پیغمبری دعوی وکړی د مسلمانانو په مینځ کی د اسلام د نوم څخه په استفاده او د ملا او مولوی په جامعه کی د ساده مسلمانانو په تیرایستلویی شروع وکړه. نن زموږ بحث فقط د ضاله قادیانی فرقی او د دوی ربط د ډیورند د کرښی سره څه کیدای شی؟ ؟؟

صاحبزاده عبداللطیف د امیر په رازونو ښه پوه وه، د امیر توانمندی او ضعف ورته هم ښه معلوم وو. په افغانستان کی د انګزیز مداخلې امیر تر حلقه لیونۍ کړۍ وو. نو انګریزانو چی کله د ډیورند د کرښی زم زمۍ شروع کړې نو صاحبزاده عبداللطیف چی انګریز همدۍ ورځی ته ساتلی وو او دی د امیرعبدالرحمن خان په سیکاولوجي هم پوه وو خپل د زهرو نیش ور ننویست او امیر یی په دی قانع کړ چی انګریز ته دا امضاء وکړي. ده همیش امیر ته ویل چی انګریز ته پدی امضاء، نه پښتانه له تا جداکیږی او نه د اپښتانه د انګریز په درد خوري. مګر انګریز د یو بل بفر د جوړولو کوشش او د روشانو د ویری انګلیس خپل بفر د نور تآمینولو لپاره دا کار کوي. بله دا چي انګریز هم دی ته آماده دی چی د دربار کالنی خرج ومخارج تاسوته تضمین کړي، نو پدی امضاء کی نه فقط دانګلیس بلکه زموږ هم ګټه شته. لنډه داچی انګریز به ترکومه په دی منطقه کی پاتی وي؟ دا یوه امضاء هم خرما ده او هم ثواب. اول داچۍ د انګریز د ظلم او مداخلي به په امن کي یو او بله داچی ددوی څخه به مادي او اقتصادي ګټې هم تر لاسه کړو.

البته باید ووایم چی د قادیانانو په کتابونو کی صاحبزاده عبداللطیف ته د خوست د پښتون نوم او دی یی تڼۍ قوم ته منسوب کړی. ده خپله هم خلکوته د داتاګنج بخش چی په لاهور کي خښ دۍ لمسي ویل. د صاحبزاده لمسی صاحبزاده ظهور احمد لاتر اوسه په لاهور کی دی، او د خپل نیکه دنده په مخ وړي.

د ډیورند کرښه چا امضاء کړیده؟

په دی کرښی نه د امیر عبدالرحمن خان شخصي امضاء ده او نه مارټیمور ډیورند! د افغانستان نماینده ګي همدی د انسان په جامه کې لوی شیطان منحوس صاحبزاده عبداللطیف او شیریندل خان کوله او د امیر په آستازیتوب دی صاحبزاده ورباندی امضاء  او د انګریزی هند لخوا د سوات صاحبزاده عبدالقیوم پولیټیکل اجنیټ (دانګریز بل غلام) امضاء وکړه..

امیر حبیب الله خان او د عبداللطیف سنګسار:

کله چی امیر عبدالرحمن خان په خپل اخري عمر کی پوه شو چی عبداللطیف عالم نه بلکه د انسان په جامه کی یو شیطان وو او عبداللطیف هم خپل اصلیت نور نشو پټولۍ نو دی یی د سردار نصرالله خان د نظارت لاندی واچاوه. سردار نصرالله او امیر حبیب الله خان او نور پدی ښه پوه شوي وو چی دی قادیاني کافر د افغان په نوم د افغانانوپه مینځ کی د ملا په جامه یی اسلام او پښتنو ته څومره لوی خیانت وکړاو ضربه یی ووهله او د ډیورند کرښه چی ورونه یی سره جداکړی دې یی اصلي لامل دی وو خبره علني شوی وه. علی کل حال امیرعبدالرحمن خان ډیر مریض او په کال ۱۹۰۱ کی ومړ. د امیر حبیب الله خان په وخت کی علماوو په عبداللطیف قادیاني (خلیفه المسیح الخامس) باندی د د سنګسار فتوی صادره او بلآخره د سنګسار په ورځ امیر حبیب الله خان ورباندی اولینی ډبره په افتخار وارکړ او ورپسی نورو ددی لعین انسان شیطاني څیره ددی دنیا نه تر ابده رخصت کړ. بچیان او نور خائنین چی دده ورسره نزدی اړیکی درلودی د انګریز غیږی ته وتښتیدل.

د انګریز او پنجاب نوي نخری او او د تاریخ نوری برخې !!!

په ۱۹۴۹ کال د جون په ۱۲ مه پنجاب پر مغلګې بمونه وغورزول . پاکستان په دې ډول د برتانوی هند نه وروسته دوهم حکومت شو چې افغانستان یې بمبار کړ او ددې په پایله کې د شاه محمود خان حکومت دې ته اړشو چې د رامنځته شویو نویو حالاتو سره د مخامختیا لپاره لویه جرګه راوغواړي . دا لویه جرګه د جولای په ۲۶ مه کابل کې جوړه شوه او له کوزو افغانانوسره یې خپل ملاتړ اعلان کړ . جرګې په عین حال کې په رسمی ډول د ډیورند توافق لیک ، د ۱۹۰۵ کال د افغان ـ انګلیس تړون ، د ۱۹۱۹ کال د راولپنډۍ تړون او د ۱۹۲۱ کال د افغان ـ انګلیس تړون غیر قانونی او لغو شوې اعلام کړل او دا یې هم په رسمی ډول څرګنده کړه هر تړون چې د پښتنو ( کوزو افغانانو ) په اړه شوی وی با طل دی .

ښه خبره دا شوه ، چې دوی خپله د زړه او پټه خبره په ډاګه کړه او د شف شف پرځای افغانانو ته شفتالو ووایه . اوس دا په لروبرو افغانانو پورې اړه لري لکه څنګه چې يي پخوا دا کرښه نه ده منلې ، په راتلونکې يي هم څوک په زور پرې نه شي منلای !

په ۰۵ / ۱۰ / ۲۰۱۲ نیټه ، « د امریکا غږ ډیوه راډيو د پریس کانفرنس په خپرونه کې د برخې اخیستو په وخت د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان یو شمېر اوریدونکو دغې پوښتنې ته چې د پاکستان او افغانستان تر مینځ د ډیورنډ کرښه مني او که نه - ښاغلي اسفندیار ولي خان وویل په دغه اړه به د قام فیصله مني- د برلین دیوال غورځولو ته په اشاره کې هغه وؤیل چې هغه دیوال جرمن قوم مات کړی وو.

د ډیورند د تپلې کرښې پریکړه به لروبر افغانانان پخپله کوي، دا د دوی ملي او دیموکراتیک حق دی او لکه څنګه چې په سیمه کې د انګریزي ښکیلاک په مهال یو افغان دا کرښه نه ده منلې ، په ۲۱ پیړۍ کې چې د دیوالونو او کرښو د نړولو دوران دی ، دا کرښه په کوم دود ومني ؟؟؟ .

۱-کله چې یو حکومت آزاد نه وي نو د استعماري هیواد سره به یې تړون څنګه آزادانه او د خپلې خوښې تړون وګڼل شي ، نو تر څو چې یو تړون پخپله د زور او کمزورۍ، ظلم او مظلومیت سند او ښکارندويي کوي، هغه به څنګه د یوه آزاد قوم . آزاد ملت او آزاد حکومت له پاره د منلو او مشروعیت وړ وګرځي ؟ طبعأ هیڅکله نه او په هیڅ قیمت نه !

۲-که یوه خوا آزاده او بله استعماري وي، بیا هم د خاورې د هغو برخو په سر تړون مشروع او د منلو وړ نه ګڼل کیږي، چې آزادې شوي نه دي، ځکه دا تړون هم په زور تحمیلیږی او مشروعیت نشي موندلی . که د امان الله خان له خوا د ډیورن تړون له منځه وې نه وړای شو، نو دا معنی نه لري چې تحملي خصلت یې له لاسه ورکړ او نوموړی یا افغان ولس دغه کرښه په داوطلبانه توګه ومنله ! تحمیلي تړونونه د ظلم زور، جبر او ستم وٍثیقې دي چې وجود یې نا مشروع او اوږدیدل یې خیانت او جنایت دی .

۳-ایا استعمار مات شو او په ماتولو کې یې پښتنو تر هر چا ستره ، اوږده او په بی بیسارو قربانیو سره ونډه اخیستې وه، نو بیا څنګه د پښتنو له پاره هغه استعمار تر اوسه ختم نه وي او ددوی پر ضد پاکستان د هغه استعمار وراٍثت وکړي چې آن په ۱۹۴۷ کال کې یې کډې له دغې خاورې څخه بار شوي دي؟؟؟. . .  

۴-که پاکستان د انګلیسي استعمار وارث وي ، نو د استعمار څخه ازادي اخیستل او پر ضد یې راپاڅېدل خو بیا د افغانانو حق دی، خو که پاکستان ځان د هند وارٍث بولي، نو کومې سیمې یې چې د اسلام په نامه له هند څخه بیلې کړي ،افغانانو په کې مداخله نه ده کړې ، خو برعکس هغه برخې چې انګلیسي استعمار له افغانستان څخه بیلې کړې، هغه د افغانانو خاوره وه، ده او وي به او هیڅکله د هند او هند د وارٍانو خاوره نشي ګڼل کېدای .

۵ـ د انګلستان ټول استعماری قرادادونه چې سل کاله عمریې بشپړ شوي وي دانګلستان د اساسی قانون له مخې نور اعتبار نه لري ، نو د ډیورن د کرښې اړونده قرار دادهم چې په ۱۹۹۳ کال کې یې سل کاله پوره شوی ، پوره یویشت کاله  

کیږی چې دغه کرښه له منځه تللې ده خو پر مونږ اوس هم د پنجاب راج چلیږی؟!

نو تر څو چې د افغان ولس پر سینه دا لویه ظالمانه چړې د زخمونو پر سر مرهم او پټې کی نه ښودل شي او ټوله افغان لویه خاوره د افغانستان پورې تړاو نه وي موندلی ، تر هغه به نه افغانان آرامي ووینی او نه به آزاد او کامل افغانستان وي ، او دا آزادې تر لاسه کول د هراصیل او حلالی افغان لپاره ستر جهاد حسابیدلی شي او دا به د هر چا ملي، افغاني، قومي، ایماني او اسلامي دنده ده. Ph.S.Z.Sh.(Sadat)

 

- Sadat
بېرته شاته