(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ماته ائینه

[11.Nov.2014 - 20:29]

د ښاغلي لائق زاده لائق دداسې افسانو مجموعه ده،چې انفرادي رنګ لري. ما په وړومبي ځل په دیر کښې د اباسین د شعري مجموعې «الوت» د مخکتنې په موقع د لائق زاده لائق افسانوي لیکنه اوریدلې وه. زه د هغه علامتي «ښاپیرۍ» د ځان سره ډیر لرې بوتلی وم. غالبأ دومره لرې، چې پخپله لیکوال ته به هم ددغه حدونو احساس نه ؤ. هم دغه وجه ده چې زما په ‌ذهن کښې اوس هم د هاغه ښاپیرۍ عکسونه چورلي.

لائق زاده لائق ،چې د پښتو افسانې ته کوم رنګ ورکړی دی، نو د هغې نه دا بریښي ،چې په پښتنو یو نوی دور راروان دی. د وینو په دې ډنډوکي کښې یو نوی ګل ټوکیږي، چې هغه د لاېق زاده لاېق ادبیات، د هغه شاعري،دهغه دافسانې او ورسره هغه قامي خدمت دی،چې هغه ئې د راډیو د لارې کوي. لائق زاده لائقچې د پخوانو سندرغاړو د اوازونو کومه خزانه راغونډه کړې ده، د هغې هډو بل مثال نه شي کیدی. زه چې کله کله دغه اوازونه اورم ، نو د لائق زاده لائق د ادبي او کولتوري خدمت اعتراف کوم.

زه ورته په دغه افسانوي مجموعه «ماته آئینه» مبارکي وایم، ځکه چې دا یو نوی او منفرد انداز دی او ددې تر څنګ ورته ... او بلا نور بریالیتوبونه غواړم.

په ویاړ

ارواښاد اجمل خټک

اکوړه خټک، نوښار

Layaq’s writings

There is no doubt that Layaq‘s narratives are in these stories is par excellence, his descriptive passages therein are equally fascinating. He has described the vagaries of weather with masterly strokes. His prose style is winsome and his imagery is unrivalled. He has woven these stories with such ease and intereste of the readers.  Prof. Ahmad Farid

With each piece of his writings, Layaq Zada Layaq continues to push the bounderies of the class one can witness in the modern literature of our region. Always considered a penman of substance and a scholar par excellence, this time he has carved a masterpiece to decorate the corridors of the realm of comparative literature studies of English and Pashto.

I feel so happy to see Layaq has gone over to the periphery of the world comperative literature in such an assertive manner that his writing are capable of securing a niche in the world literature: Prof. Sajjad Ali Khan.

- ماته ائینه
بېرته شاته