(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مدني ټولنو فډرېشن هیئت د اسلامي...

[15.Nov.2014 - 11:18]


د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن رهبرۍ هیئت د افغانستان لپاره د اسلامي
همکاریو د سازمان سفير او ځانګړي استازي سره وکتل!
مطبوعاتي‌ خبر
جمعه، نومبر ۱۴، ۲۰۱۴
کابل:
نن له غرمې وروسته د ښاغلي صديق منصور انصاري په مشرۍ د افغانستان د مدني
ټولنو فډرېشن رهبري پلاوي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان
له سفير او ځانګړي استازي ښاغلي آیدن نورهان سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل
په دغه کتنه کې ښاغلي انصارپرافغانانو تپل شوې د څو لسیزو جګړه افغاني
نه بلکه د نړېوالو قدرتونو د ګټو جګړه يې وبلله چې له امله يې د
افغانستان ملیونونه بې ګناه انسانان مړه، ژوبل، بچي یتیمان او میندې بورې
او کونډې او ملیونونه هیوادوال مو پردیو هیوادونو ته مهاجر شول، تر ۲۲
زرو کلي او ښارونه مو وران او ټولې زېربناوې مو له خاورو سره خاورې او
ملت مو له سیاسي، مدني، علمي، اقتصادي، او فرهنګي فقر سره مخ دي. ښاغلي
انصاري د اسلامي همکاریو د سازمان له ځانګړي استازي سره د فډرېشن هغه
طرحه شریکه کړه، چې له مخې يې د جګړې د مخنیوي او سولې لپاره د یو نړېوال
ائتلاف په توګه ( د سولې نړېوال کمیسیون) د ایجاد وړانديز شوی.
د یادولو وړ ده چې دغه طرحه لا وار د مخه د یوې ځانګړې ناستې په ترڅ کې د
روان کال د نومبر پر ۵مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له
پخواني ځانګړي استازي ښاغلي یانکوبيش سره هم شریکه شوې وه.
انصاري د افغانستان، سيمې او نړۍ د پایدار ثبات او استقرار لپاره د ټولو
دوستو ملتونو پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ او د اسلامي همکاریو د سازمان له
سفير او ځانګړي استازي يې جدي غوښتنه وکړه چې د افغانستان او نړۍ د سولې،
ثبات ګډو همکاریو لپاره د ملګریو ملتونو له سازمان، اروپايي اتحاديې،
شانګهای او سارک سازمانونو سره په ګډه او همغږۍ لاس په کار شي او په جګړو
او شخړو کې ښکیل ملتونه له مرګ ژوبلو او فقر څخه وژغوري، چې دغه کوچنۍ
نړۍ د ټولو انسانانو د ګډ ژوند لپاره د سولې او امن پر کور بدل شي.
په ځواب کې ښاغلي آیدن ارهان په ګرمو احساساتو او هرکلي کلماتو سره د
فډرېشن د هيئت د وړاندیزونو قدردانی وکړ، یاده طرحه يې ډېره نادره، تازه
او عملي وبلله او ويې ویل چې د لومړي ځل لپاره له داسې یوې کارنده او
عملي طرحې سره مخ کېږي چې د جدي او پراخو ملي او نړېوال چارو او شخړو پر
دقیقو مطالعاتو او حل لارو ولاړه ده.
ښاغلي ارهان په دې اړه د هر اړخیزو همکاریو او په نړېواله کچه د ګډو هڅو
او همکاریو د لارو چارو لټولو په اړه يې د پراخو هڅو او هاند ژمنه وکړه.
ښاغلی‌ انصاري وویل چې ډېر ژر به دغه طرحه له افغان ولسمشر، د طالبانو
اسلامي تحريک، حزب اسلامي، امريکې او ناټو او نور ښکیلو اړخونو سره هم
شریکه او د افغان او نړېوالو ولسونو د پراخ ملاتړ ترلاسه کولو لپاره به د
رسنیو له لارې له ولس او نړېوالو سره هم شریکه شي.
په دغې کتنه کې د فډرېشن د رهبرۍ شورا غړي او د بغلام مدني‌شورا مشر
ښاغلي استاذ حضرت ګل دور اندېش، د رهبرۍ شورا غړي او د حبل المتین مدني
شورا مشر حجت الاسلام سید شاه موسی رضوي، د رهبرۍ شورا غړي او د کندز
مدني شورا مشرې ډاکټر عنقی امین، د فډرېشن سیاسي سلاکار ذبیح الله غازي
او د فډرېشن د رهبرۍ شورا غړي او د نورستان مدني شورا مشر ډاکټر علي
نورستاني ګډون درلود.
-- 
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن
مطبوعاتي مسؤل
Federation of Afghanistan's Civil Societies.

- FACS
بېرته شاته