(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتنو په خاوره پردۍ جګړه کتاب مخکتنه

[29.Nov.2014 - 16:42]

Peshawar 29.11.2014: د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمد افضل خان ( خان لالا) په      2012  ع کال د   May  دمیاشتې په 29 او 30  نېته د پښتنو په خاوره د روان کړکیچ د پائې ته رسیدو  او دحل لارې د موندولو په موخه  په پېښور کې دوه ورځنۍ پښتون قامي جرګه په خپل لګښټ رابللې وه چې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو،د هیواد دننه او بهر ګڼ شمیر پښتنو  پکې ګډون کړی ؤ، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند په استازیتوب د ګوند لومړي مرستیال ښاغلي محمد شیرین ګردیوال او جنرل سیکرټري ښاغلي نصیر ستوري هم پکې برخه اخستې وه. دغه  راز  دافغانستان  د ډلې  مشري د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سلاکار (مشاور وزیر) ښاغلي حاجي دین محمد کوله.

جرګه په څلورو برخو ویشل شوې وه چې مشرې ئې د برې پښتونخوا (افغانستان) ، کوزې پښتونخوا ، سهیلي پښتونخوا او منځنۍ پښتونخو (قبائیل)  پښتنو مشرانو په غاړه وه.

د جرګې  وینا والو  په دوه ټکو خبري وکړې .

۱ ـ  په دنیا کې دوه سوپر پاوره   وو، چی یويې  شوروي USSR اوبل  امریکا  USA و، یو  یو غورځاوه  او بل بل شوروي USSR وغورځید او امریکا USA سوپریم پاور شو.  باید چې داکوشتي او کبړي د هغوی  په خاوره شوې وای ، پښتانه /افغانان نه سوپر پاور وو او نه  د سوپر پاور دعویدار وو. داکوشتي او کبړي دافغانانو په  خاوره ولې وشوه ،چې تر اوسه پورې د  دیرش لکه افغانانو وینه توې شوه؟

ښاغلي محمد افضل خان لالا ددغه دوه ورځنۍ جرګې مقالې،ویناوي او وړاندیزونه دپښتون ملت  اوسني اوراتلونکي نسل (کول)  لپاره په  کتابي بڼه خوندي کړل.

د پښتو عالمي کانګرس  او   ترقي پسند مصنفينو او پښتو عالمی کانګرس د روان 2014   عیسوي کال د نوامبر د میاشتې په   15 نېټه د خالي (شنبې) په ورځ  د پېښور په پریس کلب کې د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ښاغلي محمد افضل خان لالا د کتاب  ((د پښتنو په خاوره پردۍ جګړه ))د مخ کتنې غونډه جوړه کړه چې ګن شمیر پښتنو ادیبانو، پوهانو، لیکوالانو ، ژورنالیستانو او سیاستوالو پکې ګډون وکړ.

غونډه دقران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په د تلاوت سره پیل شوه د غونډې د سټیج چارې ښاغلي پروفیسر اباسین یوسفزی پرمخ بیولې

 میرمن نسیم ولي خان، ښاغلي افضل خاموش، ښاغلي مختار باچا، ښاغلي ډاکتر سیدعالم محسود، ښاغلي فریدون خان، ښاغلي حمیدالرحمن نادان، ښاغلي  ریاض خټک، ښاغلي لایق زاده لایق، ښاغلي شهاب الدین خټک ، ښاغلي ډاکتر خورشید عالم ، ښاغلي عبدالطیف اپریدی، ښاغلي فرید توپان، ښاغلي سلیم راز  ، ښاغلي اقبال حسین افکار، پروفیسر یاسین اقبال  او نورو ګڼو پوهانو او ادیبانو   د کتاب  په مقالو او لیکنو  او په روان ناورین  هر اړخیزه رڼا واچوله   او په ځانګړی ډول  ئې دښاغلی محمدافضل خان لالاد ټولو هڅو ستاینه او قدردانی  وکړ چې ناروغتیا سره سره د پښتون قام د یووالې لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کوي  او خان لالا ته ئی د لوی خدای له درباره د ډیر عمر غوښتنه وکړه .

 وینا والو په خپلو و خبرو کې د پښتنو په ټولو مشرانو غږ وکړ چې  که  په  هر ګوندکې ئې نو  باید چی د پښتنو په ستونزو  سره یو شی

Begum Nasim Wali Khan said while speaking at a function held in connection with launching of the book, ‘da pakhtanu pa khaura pradai jhagra’, written by Mohammad Afzal Khan Lala, at Peshawar Press Club on Saturday 15.11.2014


She said that Afzal Khan Lala’s role for the welfare of Pakhtuns was no secret from the people she said and added that actual brave were those who were determined to rise and fall with the nation.

“I am a woman but not afraid of any Talib or lashkar and thus do not keep even a pistol for self-defence,” she said and added that she was the follower of Bacha Khan’s philosophy of non-violence.

She asked the people to follow the philosophy of non-violence and play a role for restoration of peace.

Recalling the sacrifices of people of Swat during militancy, Begum Nasim  Wali Khan said that many women, children and men were slaughtered and injured, but they were ignored and only an injured girl was projected all over the world for unknown reasons. She said that rest of the affected families also deserved to be compensated and remembered.

“We have decided to raise voice for the rights of Pakhtuns to console the affected families,” she said. Mohammad Afzal Khan Lala and Lateef Afridi also talked about the miseries of Pakhtuns and stressed the need for unity among them.

Mohammad Afzal Khan Lala and ANP leader Abdul Lateef Afridi spoke on the occasion. ANP-Wali provincial president Farid Toofan, Mazdoor Kisan Party president Afzal Khamoosh, National Party provincial president Mukhtar Bacha, Prof Abaseen Yousufzai, Prof Yaseen Iqbal, Faridoon Khan, Layaq Zada Layaq , Dr. Said Alam Mahsood , Dr. Khurshid Alam, Riaz Khattak, Basir Baidar, Hamid Rahman Nadan, Iqbal Hussain Afkar  and Saleem Raz were also present at the function.

- پښتونخوا خبریال
بېرته شاته