(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کونړ: 12000 ماشومان د ګوزڼ له واکسینه پاتي

[03.Dec.2014 - 20:05]

03.12.2014: په ختیځ زون کې کونړ یو له هغه ولایتونو څخه دی، چې د چارواکو په خبره تر ټولو ډېر ماشومان په کې د ګوزڼ له واکسین نه پاتې کیږي.

په دغه ولایت کې د پولیو ضد د واکسین د پروګرام مشر ډاکټر محمد اسحق امریکا غږ ته وویل چې څه باندې ۱۲۰۰۰ ماشومان دغلته د ګوزڼ له واکسین څخه پاتې کیږي.

ښاغلي اسحق وویل وسله وال طالبان او د سیمې ملایان د دغه کار مخه نیسي، له طالبانو او ملایانو سره د هغه په خبره د واکسین ضد په دغه کار کې هغه کډوال هم شامل دي چې د نا امنیو له کبله د خیبر پښتونخوا له سوات نه کونړ ته کوچېدلي دي.

طالبانو په سوات کې د ګوزڼ واکسین بند کړی و او دغه کار یې د اسلام خلاف بللی و، چې د کونړ د چارواکو په خبره راغلي سواتي کډوال د طالبانو د دغو منفي تبلیغاتو تر اغیز لاندې راغلي.

ښاغلی اسحق وايي د کونړ د سرکاڼو، مرورې، شیګل،ماڼوګی او چپې درې هغه ولسوالۍ دي،چې ماشومان یې له واکسین کولو پاتې کیږي.

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې شامل دي چې لا هم په کې د ګوزڼ پېښې شته دي، سره له دې چې د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي هر کال سلګونه زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کوي.

نا امني، ځیني بد دودونه او په دې برخه کې د خلکو کم پوهای د دغه پروګرام په وړاندې لوی خنډونه بلل کیږي.

په همدې حال کې په ختیځ کې د ماشومانو د ملاتړ د نړیوال صندوق اداره وايي چې په پام کې لري تر راتلوونکي یوه کاله پورې به یو شمېر نورو ولایتونو خپلې چارې پراخوي چې د ماشومانو د ژغورنې هڅې لا کړندۍ شي.

په دغه سیمه کې دیادې ادارې مشران وايي،لاهم په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې له دوه سوه زره پورته کوچنیان له ښوونځیو محروم پاتې دي.

دچهارشنبې په ورځ په جلال اباد کې د یونیسیف ادارې د تېرو پنځه کلنو لاسته راوړنو او راتلونکي یوه کال لپاره د لومړیتونو د ټاکنې په غونډه کې هغه اندېښنې رابرسېره شوې، چې د ختیځي سیمې کوچنیان یې قرباني دي.

په ختیځه سیمه کې دیونیسیف ادارې مشر انجنیر محمد ابراهیم په غونډه کې د هغو زرګونو ماشومانو پر وضعیت هم اندېښنه وښوده، چې د تېرو څو کلونو راهیسې یې د ګوزڼ واکسین نه دي تر لاسه کړي.

نوموړی وايي، د دې تر څنګ ځینې نورې چارې هم شته، چې په تېرو څو کالو کې یې دحل لاره نده موندل شوې.

هغه وايي په راتلونکي یوه کال کې به دغه ټولې ستونزې د خپل توان سره برابرې حلوي.

 

- زبیح الله غازي
بېرته شاته