(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیسټر: دپښتون خوځښت اعلامیه

[13.Dec.2014 - 16:09]

13.12.2014: تقریبآ یو کال د مخه مو د انګلستان د لیسټر په ښار کې د پښتنو د یوالي په مؤخه یوه هڅه پیل کړه چې دلته یوه ټولنه  ولرو  ترڅو  د غم او ښادۍ د پاللو  لپاره  سره  متحد شو  موږ تیر څورلس کاله له یو داۍ حالت سره مخ و چې کله به څوک وفات شو نو  د افغان په نوم  به هر چا له یو  او  بل د مرحوم  د  تدفین  او  یا افغانستان لپاره د لیږلو په مؤخه خپلسرۍ چنده  راټولوله  نه به پدې خبر  وې چې څوک مړ او  د کوم ځای ده خو د افغانیت  نوم  به دروند و حتمآ به دې د خدای  وس مرسته  ورکوله  اخر  دا سي هم وشول چې پاکستاینو ته هم د افغان په نوم چنده له افغانانو  راټولیده  که به چیرې واده او فاتحه ته هم لاړي نو  غږ به وشو  دغه وروڼه راغلي څوک مړ ده چنده ورته ټولوو  نور به نه پوهیدې چې دا وروڼه څوک دي ؟

دې حالت خلک فاتحو ته له تلو هم بیزاره کړل  یوازې د بدخشان د زلزله په نوم  په یوه ورځ څلور ځله له چندو سره مخ شوم او هغه هم مختلف ګروپونه و  ، بس خبره دې حد ته ورسیده چې چنده ټولولو یو تجارت شو  بس څو کسانو به سره وویشله نو موږ څو کسانو خپل ښار کې تصمیم ونیوو چې یوه  ټولنه جوړه کړو چې د کورنیو لپاره لس پونډه او د مجردانو لپاره پنځه پونډه د میاشتي ورکول حتمي شي له همدغو پیسو به د تدفین او  یا هیواد ته د مړی د جسد لیږلو  بندوبست کیږي  او هم به همدلته مصارف ترینه اجراء کیږي .

یو مناسب ځای به کرایه کړو  د میرمنو  او  کوچنیانو  لپاره به د درس بندوبست هم  وکړو او  د اخترونو جشن به هم  له همدې  پیسو  لمانځو  تقریبآ یو سل اودری شپیته کسان مو  قانع کړل فارمونه يي واخیستل بانک کې مو د پښتون خوځښت په نوم اکاونټ پرانیست  دري کسانو نومونه مو پکې ورکړل چې دوي د مالي چارو مسؤلین شول د مشر  خانه مو خالي پریښوده چې د خلکو خوښه مشر ټاکي او که د شورا له لارې مسله په مخ بیايی خو د کلتوری چارو ، سپورټ ،مالی ، فرهنګی او مذهبی چارو مسؤلین مو تعین کړل خو متاسفانه ډیر کم کسان دې ته حاضر شول چې میاشتنې پیسې ورکړی او اکثرو به ویل کونسل او دولت باید پیسې /فنډ راکړي خو دا سادهخیل دومره  نه پوهیدو  چې اختر  خپل  لمانځم ، مړی خپل دفن  کوم  پیسې انګریز  راکړي .

 ځیني داسي ول چې د پښتنو  یوالي  يي د غیر  پښتنو  په لمسون  تخریبولو  غونډه  کې به راسره  کښیناستل  راز به يي  واخیستو ، فارمونو  او  اساسنامه  به يي هم  یوړه  بیا به يي داسي یو  غیر پښتون شیطان ته  ور  وړه چې ځیني پښتانه يي داسي قبضه کړي  و  چې په  یوه  میسج به يي ځان ته  ور  بلل .

  ویل به يي زه د امیګریشن  وکیل یم څوک  چي نوي راځي ماته يي رامعرفی کوئ  چې ویزه  ورته را  واخلم او  هغه خپله له یو پاکستانی  وکیل سره  ترجمان  و د بیسیواده  پښتنو  په  سر  يي ترینه کمیشن اخیستو  خپله يي هم ځان  د یوې  ټولنې مشر  ټاکلي و   له نڅا  او  ګډا  پرته  بل کمال يي  نه و  یاد .

 د لیستر  ښاروالی سره مو اړیکه ونیوله چې تاسو سره د لیستر افغان کموینټی په نوم کومه  ټولنه  ثبت او  راجسټر ده  او  که وي  ایا  تاسو د افغانانو  په نوم  فنډ  ورکوئ ؟  د هغوي ځواب داسي و  نه راسره  ثبت ده او  نه فنډ  ورکوو خو  دغې  ټولنې له خلکو  پیسې آخیستي او  شخصی  اکاوڼټ کې  اچول  کیدې  مګر  اوس  مکمله فلج  ده .

 د لیستر  له  ښاروالی سره مو  څو ناستې  وکړې  هغوي مو  پدې قانع  کړل چې د پښتون خوځښت ټولنه  رسمآ ثبت کړی او  د اردو،ګجراتی،کوردی،سومالیه ، عربی ، هندی ، فارسی (ایرانۍاو… ژبو  په څیر  د ښاروالی په دفتر ونو  او د مکاتبو  پر  لوحو  د  پښتو  ژبه  نوم  هم  لیست کې  ور شامل  کړی  فعلآ انګلستان کې له پښتو غیر  د نورو  ټولو  ژبو  نومونه  د مکاتبو  ترمخ  ولاړو لوحو  باندې  لیکل  شوي او  هسپتالونو  او نورو  ټولګټو  تاسیساتو  او د محبسونو  د دروازو  او همدا  ډول د ښاروالۍ  په  دفاترو  کې هم .

 ښاروالې ، د پارلیمان   وکیل او  کونسلرانو  ژمنه  وکړه  چې موږ  به خپله او  یا به  زموږ  نمایندګان  د ټولنې د  افتتاح په مراسمو  کې  ګډون  کوي  په شخصي مصرف مو  په  پیښور  کې لوحې  جوړې  او  راوغښتې خو  هغه خبره  پښتنو  کلک اتحاد  کړی  چې  اتفاق  به نکوو  ځینې خو داسي  هم  و  چې تر سهار  څلورو  بجو  به راسره ناست و  یوې  نتیجې ته به  ورسیدو  خو  چې د وعدې سره  سم  به سباه  کور  ته  ورغلو  د  لسو  کسانو  مخ  کې  به منکر  شو  ویل به يي نه ما  داسي  قول  نده  کړي .

موږ  یو ځل بیا ټولو  ته ډاډ ورکوو  چې هر حرکت  د پښتنو د یوالی  لپاره پیل کیږي له پخوانیو  نامردیو  مو  درته درتیر  یو  بغیر  له کوم امتیاز   ترلاسه  کولو د  یو عادی شخص په توګه د همکارې  ډاډ  درکوو خو  تاسو نه  هم  کار  کول غواړو  نه  تشې باټې .

له یولسو(۱۱میاشتو وروسته مو هغه اکاؤنټ بند کړ هر چا ته مو خپلې  پیسې په پوره  امانتدارئ  سره  بیرته وسپارلې  آبۍ  مړه   تبه  سړه  نه د چا  پیسې  راسره  پاتې دي او  نه کوم  بل امانت ، اوس  لیسټر  ښار  کې له  هزارګانو  پرته  نه  پښتانه،  تاجک او  ازبک  کومه  ټولنه  نلري .

له ټولو هغو پتمنو  افغانانو  او بریښنا پاڼو (دعوت ،لر اوبر ، سپورغئ ،ټول افغان)  چې هغه وخت يي زموږ غږ لوړ کړ او هر راز مشورې او لارښوونې یي را کړې ترینه یوه نړۍ مننه الله ج مو تل بریالی لره

په احترام

د لیسټر ښار  د پښتون خوځښت  له پخواني ادرسه

۱۳/۱۲/۲۰۱۴

- پښتون خوځښت
بېرته شاته