(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دحاجې شمس الرحمن دفاتحې خبرتیا

[13.Dec.2014 - 19:05]

حاجې شمس الرحمن د ژوند له کاروانه  رخصت  واخيست  او يوازې په مظلومانه سفر وکوچېد

حاجي شمس الرحمن شاوخوا پنځه پنځوس کاله  مخکې د کونړ ولايت په څوکۍ  ولسوالۍ کې دنيا ته سترګې پرانيستې،لومړنۍ زده کړې يې د خپل پلرني کلي له جومات څخه پيل کړې  په خپله سيمه کې يې لومړنی او منځنی ښوونځی ولوست   اوله  دولسم ټولګي  تر فراغت  وروسته  يې په هېواد دننه او بهر کې نظامي زده کړې بشپړې کړې قومندان  شمس الرحمن  دهېواد په  وسله وال پوځ کې دمورنۍ خاورې د ساتونکي او خدمتګار افسر په توګه دندې ترسره کړې دي په هېواد کې دکورنيو جنګونو له  وجې په 1992  کال کې  هيواد پرېښودو ته اړ شو،  لومړی پېښور ته ګډه شو او وروسته بيا په  1995 کال کې  روسيي ته مهاجر شو.

 ارواښاد  قومندان شمس الرحمن  په مسکو کې مېشت و، د ښه انساني سلوک خاوند و،  صميميت  او  بي تکليفه  معاشرت  يې د وجود داسې ځانګړ تياوې  جوړولې ، چې  هر  څوک په اسانۍ ورسره اشنا کېده،  له ده سره خبرې  اترې، ټوکې ټکالې او کله ناکله  جدي بحث  اسانه کار  و،  د خپګان ، کينې او زړه بداوي  ستونزې يې نه  رامنځته کولې،  په شخصيت کې يې د ماشوم معصوميت نښې ډېرې  بارزې وې ، که به  له  چا څخه خوابدی هم شو  د څېرې  له معصوميته  به يې روښانه وه چې  همدا ستا ملګری دی او له تا پرته  بې اسرې ا و بې چاره  دی .  ارواښاد شمس الرحمن  زحمتکش  سړی و، ټول عمر يې  د حلال  رزق د پيدا کولو لپاره  تلاش کاوه  او له ناروا څخه لېرې وحاجي شمس الرحمن  له دغه شان معجز  ژوند سره سره  چې د ظلم او ناروا  څخه   په تېښته  خپل  پلرنی هېواد ورڅخه پاتې او پردي هېواد ته مهاجر شوی و،  د ظلم او ناروا له څپېړې په امان پاتې نه شو.  ارواښاد د روان  کال د نومبر مياشتې په  شلمه د ماښام  په څلور نيمو بجو د نامعلومو  نا انسانانو په وحشيانه حمله  کلک ټپي  شودغو نامعلومو وحشيانو په کومه درنده  اوسپنه ارواښاد په سر وهلی و، د زخم دشدت له وجې دوه ورځې وروسته  کوما ته  ولاړ او شپاړس ورځې وروسته د ډسمبر په شپږم ماښام يې د متحرک او هڅاند  ژوند د هيلو غوټۍ ورژېدې .

انا لله  و انا اليه راجعون

په روسيه کې مېشت افغانان تر هغه ځايه چې له حادثې خبر شوي وو، د رستوف، کرسنادار، ايوانوا، پتربورګ، کازان او د مسکو ښار له هره ګوټه  له ارواښاد سره د وروستۍ وداع  لپاره راغلي وو او د ډسمبر په نهم ماښام  يې له ارواښاد سره مخه ښه وکړه جنازه يې هېواد ته واستول شوه او د ډسمبر په يوولسم ماښام   په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.  خدای (ج)  دې   يې وبښي، روح دې ښاد او ياد دې  يې تل پاتې وي 

په  دې  وسيله په روسيه کې د افغانستان له لوی سفارت او ټولو اجتماعي نهادونو څخه هيله کوو چې د روسيې  له دولتي مقاماتو  سره د  اړيکو موجود  امکانات په کار واچوي  او د ارواښاد حاجي شمس الرحمن د قاتلينو د پيدا کولو او د قانون منګولو ته د هغوی د سپارلو  تلاش وکړي.

په دې  ډول  درنو هېوادوالو  ته خبر ورکول کېږي  چې د ارواښاد حاجي شمس الرحمن  فاتحه د هغه د خپلوانو، دوستانو،  ملګرو او د مسکو مېشتې  افغاني جامعې  له خوا د  ډسمبر په اتلسمه نېټه  د پنجشنبې د ورځې له يوې نيمې څخه تر دوه نيمو بجو پورې  د سيواستوپول په جامع جومات کې اخيستل کيږي.

- Talafghan
بېرته شاته