(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په کونړ برید او په پېښور کې قتل عام

[16.Dec.2014 - 20:25]

16.12.2014: د راپورونو له مخې د کونړ په دانګام ولسولی کې دتیرو دریو ورځو راهیسې داخلي او بهرنیو وسله والو او د سیمې  د وګړو (پاڅون کونکو) تر منځ درنه جګړه روانه ده چې دواړه خواوې یو بل ته د مرګ ژوبلې ادعا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په هلمند ولایت کې هم د وسله والو مخالفانو همداسې ډله یییزو بریدونو زور اخستی و.

هغه مهال امنیتي ادارو ویلي وو، چې پاکستان د هیواد په لویدیځ، شمال لویدیځ او جنوب کې ناامنیو ته لمن وهي او په همدې هدف سیمې ته جنګیالي رالیږي

د افغانستان د دفاع وزارت د اوپراسیون مشر افضل امان ازادي راډيو ته وویل؛ د پلي ځواکونو سره یو ځای هوايي ځواکونه هم د وسله والو د ځپلو لپاره لیږل شوي دي:

"زموږ ځواکونه په خپل وخت سیمې ته ورسیدل او اوس سیمه تر کنټرول لاندې ده؛ د ۲۰۱ قول اردو څخه د پلي ځواکونو له ورتلو سره یوځای زموږ هوايي ځواکونه او هلیکوپټرې هم سیمې ته د مرستې لپاره رسیدلي او عملیات یې کړي دي؛ په همدې ډول د احتمالي بریدونو د رفع کولو په خاطر او په سیمه کې د ځواکونو او خلکو د ملاتړ په خاطر نن هم سیمې ته نور ځواکونه ولیږل شول."

دپښتونخوا حکومت وايي، پر ورسک سړک پر یوه ښوونځي «سکول»  نن د ډسمبر په ۱۶ شپاړسمه نېټه د وسله والو طالبانو له

بریده ۱۴۱ کسان شهیدان شوي چې ۱۳۲ پکې زده کوونکي دي، ټول ژوبل ۱۲۴ تنه دي چې په هغوی کې ۱۲۱ زده کوونکي دي. په دغه ښوونځي کې ۱۱۰۰ زده کوونکي راجسټر دي.

دپښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک رسنیو ته ویلي، شپږ تنه وسله وال طالبان د اېف سي (نیمه پوځي /ملیشه) په جامو کې ښوونځي «سکول» ته ننوتي ؤ،

د پېښور لېډي ریډینګ روغتون د ورسک سړک پر یوه ښوونځي د ترهګرو په بریدونو کې د شهیدانو او ژوبلو زده کوونکو یو نوملړ یا لیسټ خپور کړی، چې پکې دټولې پښتونخوا ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې. په دوی کې د پېښور ښار، ځنګلي، کاکشال، متنو، پلوڅۍ، چارسدې، مردان، تاروجبې، ډېری کلی، ملاکنډ، درګۍ، کرک، کوهاټ، لکي مروت، صوابۍ زده کوونکي دي.

دترهګرۍ برید ښکار شوو ماشومانو عمرونه له دوولس تر اوولس کلونو پورې دي.

د پېښور پر ورسک سړک پر یوه ښوونځي د لسم ټولګي یو زده کوونکی وايي، نژدې لس نیمې بجې وې چې درز غوبل شروع شو، ډزې شوې او یو څو کسان په ښوونځي کې دننه لوی تالار ته راننوتل او پر زده کوونکو یې ناتاره ډزې پیل کړې. زما تر سترګو ۴۰، ۵۰ زده کوونکي شهیدان شول. له هغوی سره درنې وسلې او بمونه ول. ډېر زده کوونکي یې ژوبل کړل.
زه هم د ښوونځي په لوی تالار کې وم، چې ناتاره ډزې راباندې وشولې. یوې بلې خوا ته مړي پراته ول، زما یوه ملګري مې زما په لاسونو کې ساه ورکړه. د چا په خوله کې، د چا په ملا کې، د چا په سرونو کې ګولۍ لګېدلي وې. بریدکوونکو تورې جامې اغوستې وې، او پینځه خو ما

 

ددولسم جماعت  داجنئيرنگ طالب علم  عامر  علي ، چاچې  دپيښور ارمي پبلک سکول کې  خپل  ١٠ ملگري  دسترگو په وړاندې  دوژل کيدو په حال کې ليدلي له خُلې وائي”  زۀ دخپلو ( طالب علمانو) ملگرو سره  موجود وم چې مونږ ډزې واوريدې، مونږدځانونو پټولو لپاره  سمدستي کلاس روم ته منډه کړه ، خو تندلاري په مونږ پسې راغلل اؤ مونږ يې پيدا کړو، هغوي قميص ، پرتوگ اغوستي وؤ اؤ يواځينى څيز چې هغوي يې زمونږ څخه غوښتنه کوله هغه دا ؤ چې   (کلمه ووايئ)“  اؤ پۀ افسوس سره يې وويل چې  هغه دخپلو لسو ملگرو نه يواځينى ؤ چې په دغه حمله کې ژوندى پاتې شو.

 عيني شاهدان   داحال هم بيانوي چې څنگه  وسله وال سکول کې ديو جماعت نه بل جماعت ته ورتلل اؤ ماشومان به يې په ډزو وژل اؤ ددريوؤ درنو چاؤدنو اوريدو نه پس  ځينې  پوليس عسکرو به  دغم نه بې حاله  دسکول دماشومانو موروپلار دحفاظتي حصار نه وراوړيدو نه منعې کول.

 دنهم جماعت کاشان، وويل” مونږ په هال کې ناست وؤ اؤ يو کرنل ليکچر ورکولو چې دشا نه مو دډزو غږونه واوريدل“

کاشان وائي” دډزو غږونه رالنډيدل چې ناڅاپي  زمونږ نه شاته دروازه په زوره پرانستل شوه اؤ دوؤ کسانو ناڅاپي ناتاره ډزې شروع کړې“

 هغه وائي اړى گړى اؤ بدنظمي روانه وه اؤ وروستى څيز چې هغه ته ياد شي هغه دا ؤ چې خلک په ځمکه راپريوتل، دغه طالب علم پخپله ژوند خو بچ شوى خو په پښه يې دډزو زخمونه راغلي دي.

احسن مختار ، څوک چې ددولسم جماعت طالب علم دى وائي  کله چې ډزې شروع شوې نو  دهغه استاذ ټول  جماعت ته دلاندې کيدو اؤ دکمرې يو گوټ ته دټوليدو وينا وکړه ، ديوې گينټې وروستو پوځيان راغلل اؤ هغوي يې په حفاظت سره وويستل.

 همدغه شان مدثر عباس وائي  کله چې حمله وشوه نو ځينو طالب علمانو يوه پارټي نمانځله اؤ زېاته يې کړه چې” ما  دشپږو نه اوؤ پورې کسان وليدل چې يو ، يو کلاس ته به ورتلل اؤ په ماشومانو به يې ډزې کولې“

 يو بل طالب علمان وائي چې” مونږ چې دکلاس نه راوتلو نو په لاره کې مو دخپلو ملگرو په ځمکه پراتۀ مړي وليدل، هغوي نه وينې بهيدې، په ځينې درې اؤ په ځينو څلور ډزې شوې وې“ اؤ زياتوي چې دغه کسان يو په يو  کمرو ته ورننوتل  اؤ په طالب علمانو اؤ عمله يې ناتاره ډزې کولې.

 سکول د لسم ټولګي ماشوم د سترگو لیدلی حال بیانوي، وايي تالار کې موجود خلکو د ځان محفوظ ساتلو دپاره د خپل وس کوششونه شورو کړل.

کریم خان وايي نزدې ورسره یو ماشوم په سر ولگیدو. خپله د هغه جامې هم په وینو رنگ شوي. ماشومانو ژړل خو ویریدلې وو او د حملې په وخت خاموشي وه.په خپلو سترګو ولیدل

طالب حمله کونکو د پیښور د سکول په ماشومانو "رسا، رسا" ډزې وکړې او زیاتره ماشومان په سرونو او سینه ویشتلی شوي وو.

د پیښور د لیډي ریډنگ  هسپتال یو ډاکټر وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل د زیاتره ماشومانو په بدنونو د گولیو زخمونه وو. او داسې ښکاریږي چې گني وسله والې هڅې په وراخطائي کې ناتاره ډزې نه کولې بلکه "رسا، رسا" گزارونه يي کول.

 

 


 


زه په دې پېښې له زړه خواشینی یم او په دې باور یم، چې ترهګري د سیمې ګډه ستونزه ده او په کار ده چې د سیمې هېوادونه یې پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي. هیڅوک باید په دې فکر نه وي، چې له دې اوره په امن دی.

د ترهګرۍ خلاف د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ګډه، رښتینې او صادقانه همکاري به وکولای شي، چې نور د افغانستان او پاکستان ولسونه له دې ډول وژنو، چاودنو او بریدونو وژغورل شي.

 امریکا له سپینې ماڼۍ خپاره شوي یو بیان کې ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د متحده ایالات د پاکستان په پېښور کې پر یوه ښوونځي ترسره شوی وحشي برید په کلکه غندي.

نوموړي ویلي چې د دوی خواخوږي له هغو ټولو ویرلړلو کورنیو سره ده چې په پېښه کې یې خپلخپلوانو ته مرګژوبله اوښتې. د ولسمشر په خپاره کړي بیان کې راغلي، په کرغېړن برید د زده کوونکو او استادانو په نښه کولو سره ترهګرو یو ځل بیا خپل لېونتوب وښودلو.

ولسمشر اوباما وايي، چې امریکا له پاکستاني ولس سره ترڅنګ ولاړه ده، نوموړي په خپل بیان کې له پاکستاني حکومت سره د امریکا ژمنیتا تکرار کړې چې هغوی یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په سیمه کې د سولې او ټېکاو رامنځ ته کولو په برخه کې کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (سېشنبه) ماښام د پاکستان له صدراعظم محمد نواز شریف سره په یوه ټلیفوني اړيکه کې په پېښور کې د غمجنې تروریستي پېښې له کبله د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.

((د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب په دغه غمجنه پېښه کې د پاکستان د خلکو په غم کې شریک یو او دغه تروریستي، وحشیانه، غير اسلامي او انساني کړنه په کلکو ټکو غندو.))

نن سېشنبه وسله والو په پېښور کې پر یو ښوونځي برید کړی چې د راډیو پاکستان په وینا په دې پېښه کې ۱۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد كرزي په پېښور كې هغه تروريستي حمله په شديدو ټكو غندي چې په ترڅ كې يې د يو ښوونځي ۱۳۲ زده کوونکي ووژل شول او تر ۱۲۲ زيات ټپيان شول.

دغه بريد نن سېشنبه سهار د پېښور پر ورسک سړک په یوه ښوونځي کې د نږدې شپږتنه وسله والو ترهګرو لخوا پيل شو چې تر ماښامه يې دوام درلود.

حامد كرزي دا د هغې كرغېړنې جګړې برخه بولي چې زموږ په سيمه په تېره د ډيورنډ دواړو غاړو كې مېشت خلك يې قربانيان دي. د داسې وحشيانه حملو ترسره كول د اسلام د مقدس دين د تعليماتو خلاف عمل دى او په هېڅ توګه نشي توجيه كېداى.

حامد كرزى د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداي (ج) له درباره صبر او ټپيانو ته زغرده روغتیا غواړي.

 دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټربيون وائې چې  پاکستاني طالبانو پیښور کې د ماشومانو په سکول د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده. د پاکستاني طالبانو یو ترجمان ویلي حمله يي شمالي وزیرستان کې وسله والو خلاف د پاکستاني ځواکونو د اپریشن په ځواب کې کړې ده.

 


 

د اروز شيرزاد په نوم د دولسم ټولګي زده کوونکي مشال راډيو سره په خبرو کې له وسله والو غوښتنه وکړه چې بې ګناه ماشومان دې د خپل هدف لپاره نه په نښه کوي. «په پيښور کې چې په ښوونځي کې کومه پيښه رامنځته شوه، چې ډير زیات ماشومان په کې مړه او زخميان شول. له وسله والو نه زموږ غوښتنه دا ده چې دغسې کارونه ونه کړي. د ماشومانو ګناه څه وه، هغوی خو د دې لپاره ښوونځي ته تللي ول چې د اسلام په چوکاټ کې تعليم حاصل کړي. هغه زده کوونکي چې ښوونځي ته تللي ول، په يوه اميد سره به هغوی هلته ناست وو، پلرونو او خویندو ورونو به يې ورته انتظار کاوه چې کور ته واپس راشي. کله چې موږ هغه پيښه وليدله، موږ هم په ویره کې شوو» يو بله زده کوونکې نجلې وايي، د پيښور په ښوونځي باندې بريد نه يوازې دا بلکې د دوی کورنۍ هم خواشیني شوې او ويریدلې ده. »زما نوم سلما قريشي د بي بي حوا عالي لیسي د دولسم ټولګي زده کوونکي يم. څنګه چې په پيښور کې دا پيښه واقع شوه، موږ هم غمجن شوو، ځکه هغه ماشومان بې ګناه وو، ډیره خونړۍ پيښه وه، موږ يې هم وويرولو. نن چې موږ ښوونځي ته راتلو، ډارېدلو او زموږ کورنۍ کې هم ټول خواشيني وو، یانې هلته وشوه، خدای ناخواسته دلته ونشي. موږ وېرېږو او لر او بر پښتانه ټول سره يو دي» د بي بي حوا ليسې د دولسم ټولګي يوه بله زده کوونکي وايي چې تيره شپه يې چې په ټلويزیونونو د ماشومانو زده کوونکو مړي او ټپیان ليدلي دوی يې هم ویرولي دي. «څنګه چې موږ په ټلويزیون باندې هغه ماشومان وليدل چې ټپیان شوي وو او مړه وژل شوي وو، د هغوی حالات مو وليدل چې ټول ځایونه په وینو لړل شوي وو، شفاخانې ترینه ډکې شوې، دې خبرې موږ ته هم ویره پیدا کړې ده. سهار چې موږ ښوونځي ته راتلو، ویریدلو او د همدې پيښې له امله نن ډیرې جینکۍ ښوونځيو ته نه دي راغلي» - PSDP
بېرته شاته