(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ادبي راپور

[27.Dec.2014 - 22:28]

27.12.2014:پرون ماسخوتن د جمعې په شپه د دوه زره څوارلسم میلادي کال د دسمبر په پينځه ویشتمه نیټه(25l12l2014) د اماراتو پښتو ادبيټولنې مرکز دبۍ د کلیزې د لمانځنې دستوره اؤ د اماراتو پښتو ادبي ټولنې مرکز دبۍ د موجوده چئیرمین ښاغلي بشیر احمد بشیر صیب په درناوي کښې د الوداعي تقریب دستوره په پاکستان سوشل سینټر شارجه کښې وشوه.
د لمانځنې په دې ادبي اؤ کلتوري دستوره کښې د اماراتو د ګوټ ګوټ نه د راغلو درنو مشرانو اؤ خوږو ملګرو 
ترڅنګ د ګران افغانستان اؤ د خیبر پښتونخوا نه ډېر په درنښت رابللی شوو 
ښاغلو درنو میلمنو: (ښاغلي ډاکټر خادم حسین صیب) (ښاغلي انعام الله ګوهر 
صیب) (ښاغلي اکمل لیوني صیب) (ښاغلي عمادالدین دوران صیب) هم شرکت وکړو.چې 
په خپل راتګ ې د پښتو دې ادبي اؤ کلتوري دستورې ته ښکلا وبښله.
د 
اماراتو پښتو ادبي ټولنې مرکز دبۍ اؤ د پښتو او پښتنو محسن ،چې د ژوند ډېره
برخه ې د پښتو په نوم کړې ده ،ښاغلي نظار یوسفزۍ صیب د غونډې د نظامت چارې
ډېرې په ښه توګه تر سره کړې.ښاغلي نظار یوسفزۍ صیب راغلو ملګرو اؤ درنو 
میلمنو ته دروند پښتون هرکلی اووې اؤ د ټولو مننه ې وکړه چې په خپل راتګ ې
دې غونډې ته ځلا وبښله.
ښاغلي مفتي معاذ همدرد صیب د کلام پاک د سپېځلو آیاتو د تلاوت كولو څخه د غونډپیل وکړو.

د اماراتو پښتو ادبي ټولنې سرپرست اعلا ښاغلي قاضي منظور احمد موسی خیل 
صیب د اماراتو پښتو ادبي ټولنې د میلادي کال دوه زره څوارلسم ۲۰۱۴ په کار 
رڼا واچوله اؤ ملګرو ته ې د اماراتو پښتو ادبي ټولنې د بریالیتوب ټول 
افتخاري مخونه بشپړ کړل چې ټولو ملګرو پرې د خوښۍ او افتخار څرګندؤنې وکړې.
ښاغلي قاضي منظور احمد موسی خیل صیب اووئیل چې د اماراتو پښتو ادبي ټولنې په روان کال کښې د پښتو مهم کتابونه :
(۱)د اخون درویزه بابا نثري کتاب "مخزن الاسلام"
(۲)د ارواښاد ښاغلي ولي محمد طوفان صیب کتاب "غورځنګ"
(۳)د ارواښاد ښاغلي ایوب صابر صیب کتاب "ځیګر خون"
(۴)د پروفیسر ډاکټر زبیر حسرت صیب د ۱۹۳۰ نه تر۱۹۷۰ بورې د پښتو د سټیج ډرامو کتاب "تماشې"
(۵)د ښاغلي همیش خلیل صیب د تحقیي نثري کتاب دریم ټوک"پښتانه لیکوال"

چاپ کړي دي اؤ په راتلونکي کال کښې به د ښاغلي صاحب شاه صابر صیب کتاب اؤ 
نور ګڼ شمیر کتابونه چاپوي چې ځینې پکښې د پي ایچ ډې اؤ ایم فل په کورس کښې
شامل دي یا شاملؤلی شي.
----------
ښاغلي خالد خان حسرت صیب د 
ښاغلي بشیر احمد بشیر صیب په شخصیت ،کردار اؤ ګرانې پښتو ته د هغوۍ د 
خدماتو په موضوع یو ډېره مفصله مقاله واورؤله.
----------
اؤ ښاغلي
ګران بشیر احمد بشیر صیب ته د الوداعي پېرزونو د نورو ګڼو شاعرانو ملګرو د
منظومو کلامونو تر څنګ د ښاغلي شفیع الرحمان امیل صیب خوږ نظم هم ډېر د 
ستائینې وړ وو.
-----
د اماراتو پښتو ادبي ټولنې مرکز دبۍ مرکزي 
صدر ښاغلي ممتاز اورکزی صیب د پښتنو اؤ ګران وطن د موجوده حالاتو په غم 
غمژن او دردېدلي زړه خپل پارېدلي احساسات وشورؤل
اؤ پښتنو اؤ ګران وطن
ته د راپېښو ټولو ستونزو لاملونه ې په ګوته کړل اؤ دا خبره ې بشپړه کړه چې
پښتانه په ګوندونو اؤ نظریاتو ویشلي شوي دي اؤ دا وخت داسې یو ناکرده اؤ 
ناورین د دنیا په مخ نیشته کوم چې په پښتون قام اؤ په دې خاوره ونه شو.

ښاغلي ممتاز اورکزی صیب اووئیل چې ګر که مذهبي ،فکري اؤ سیاسي نظریاتي ویش
زمونږ د بې اتفاقۍ اؤ ناخوالو لامل دی خو پښتونولي ،کلتور اؤ زمونږ ګرانه 
پښتو زمونږ د یو والۍ اتفاق اؤ ورورولۍ هغه مشترک وراثت دی،چې د لر اؤ بر 
پښتانه ې تل په یو انګڼ اؤ یو پلیټ فارم راغونډ کړي دي.
ښاغلي ممتاز 
اورکزی صیب د ټولو پښتنو شمله ورو مشران، د ځواک خاوندانو اؤ څوکیوالو نه 
غوښتنه وکړه چې د خداې له پاره پښتانه اؤ د لیوني دا تار تار ګریوان پښتون 
وطن د پښتو ،ژبې اؤ کلتوري د هغه یو څادر (د امن ،سوکالۍ بریالیتوب اؤ سیال
پښتون بیرغ)د لاندې په پښتنه مینه راغونډ کړي کوم چې تل شاعرانو اؤ 
ادیبانو د علم اواحساس په رڼا کښې د د ړه د وينو او د قلم د سياهۍ په تنسته
بوده اودلې ، رغولی اؤساتلی دی.
ښاغلي ممتاز اورکزۍ صیب زیاته کړه چې
پښتون قام خو تل د بریالیتوب اؤ مرام په لور تګ ته هر وخت چمتو اؤ په 
پښتو، قام اؤ وطن سر شیندلو نه كله هم مخ نه اړوي خو باید زمونږ سالاران په
پښتنه مینه د دې کاروان د پړي سر ونیسي.
-----------
د افغانستان د
سیمې تکړه ځلمي شاعر ښاغلي انعام الله ګوهر صیب د اماراتو پښتو ادبي ټولنې
ډېره مننه اؤ ستائینه وکړه.هغوۍ په خپلو خبرو کښې اووئیل چې ژبې، ادب اؤ 
کلتور ته کوم کار چې په خپل کور کلي کښې هم په اسانۍ سره نه شي کېدلی،د 
اماراتو په شګلنه زمکه کښې د روزګار د فکر، ستړیا اؤ د مسافرۍ په سخت ژوند 
کښې چې د اماراتو پښتو ادبي ټولنې ملګري د څلور دیرشو کالو راسې څومره په 
خه توګه اؤ توندۍ سره په ښه زړه کوي یقینا چې د ستائینې وړ دي،
ښاغلي 
انعام الله ګوهر صیب د اماراتو پښتو ادبي ټولنې د چېیرمین ښاغلي بشیر احمد 
بشیر صیب د درې دیرشو کلونو د پرله پسې کار اؤ زیار ډېره ستائینه وکړه اؤ 
هغوۍ ته ې د عقیدت پېرزونې وړاندې کړې.
ښاغلي انعام الله ګوهر صیب خپل ښکلي کلامونه هم واورؤل چې ټوله غونډه ې په شعریت اؤ شاعرانه نکهتونو معطره کړه.
---------

د افغانستان د سیمې تکړه ځلمي شاعر ښاغلي عمادالدین دوران صیب هم د 
اماراتو پښتو ادبي ټولنې ډېره مننه اؤ ستائینه وکړه.هغوۍ څه تجویزونه 
وړاندې کړل چې په هغې کښې ملګرو د هغوۍ يو تجویز ډېر خوښ کړو اؤ هم په هغه 
وخت ې د لاسونو په پړکا کښې د تائید اعلان وکړو چې بیا له پاره به د پښتو 
هره غونډه د تلاوت کلام پاک نه پس د پښتو په ترانه پیلؤلی شي.ښاغلي زیاته 
کړه چې د پښتو ادب اؤ د قلم خاوندانو لیکوالانو اؤ شاعرانو تل لر اؤ بر 
پښتانه په یو ځاې اؤ یو ټغر راغونډ کړي دي.
ښاغلي ډېر د خوښۍ اظهار وکړو اؤ په خپل خوږ کلام اورؤلو سره ې د پښتنو زړونه وګټل.
--------
ښاغلي پروفیسر ډاکټر خادم حسین صیب په خپلو خبرو کښې اووئیل چې د اماراتو پښتو ادبي ټولنې خبرې مې په د ځینې 

ملګرو ،خبري لیکنو مجلو اؤ ټیلي وژن کښې هم اورېدلې وې اؤ ما فکر کوو چې 
دا ټولنه به هم لکه د وطن د ټولنو په شان عمومي کار اؤ غونډې کوي.خو نن چې 
زه د اماراتو پښتو ادبي ټولنې د څلور دیرشو کلونو د نه ستړې کیدونکو هلو 
ځلو اؤ د کار زیار نه خبر شؤم نو د منلو وړ ده چې د اماراتو پښتو ادبي 
ټولنه هغه ځانګړتیا لري ،چې د نورو ټولنو په برخه نه ده.
ښاغلي زیاته 
کړه چې د اماراتو پښتو ادبي ټولنې په ادبي زیار اؤ د څلور دیرشو کلونو په 
تاریخ به د يو مقالې لیکلو تابیا کوي اؤ د خیبر پښتونخوا د پوهنتونونو نه 
به غوښتنه هم کوي چې بیا هم دغې مقالې له دې د پي ایچ ډي په کورس کښې ځاې 
هم ورکړلی شي.
ښاغلي پروفیسر ډاکټر خادم حسین صیب په پښتون قام ،وطن اؤ
حالاتو ډېرې علمي او تاريخي خبرې وکړې.ښاغلي اوویل چې پښتانه په کلتوري 
توګه بښونکي خلک وو.اؤ بښل د دویي د کلتوري قانون برخه وه،مغلو په خپل جبر د
پښتنو دا صفت خلکو ته په خپله مکارۍ غلط وښودو اؤ پښتون ې خلکو ته د جنګ 
کوونکي اؤ بدل اغیستونکي په سیر معرفي کړو.
په پښتون کلتور یو لوې برید پیرنګي وکړو اؤ هغه دا چې پښتانه هنرمندان ې کسب ګر کړل،اؤ دا رنګ ې پښتون اقتصاد برباد کړو.
اؤ پښتانه هنرمندان له پښتون ټبر (ټولنې)نه د لرې کؤلو ناوړه هڅې وشوې.

دریم برید نن تور سامراج کوي،لګیا دي فکري بریدونه کوي،اؤ د عقل ،فکر اؤ 
منطق کارؤلو په ځاې پښتنه ټولنه د فتوا ګرو په سرابونو خپله تنده ماتولو ته
ځېر شوه.
دا ټول بریدونه جلا جلا اثرات لري خو په هره توګه ې پښتانه د بربادۍ سره مخ کړي دي.

ښاغلي اووېیل چې پښتانه له هر یو یرغلګر اؤ له هره بریده د ژغورلو اؤ د 
پښتنو وسایل د پښتنو پکار د راوستلو هڅو ته اړتیا ده اؤ دې له پاره پکار ده
چې ټول پښتانه رابیدار شي اؤ ټول سیاسي اؤ مذهبي ګوندونه خپل کردار ادا 
کړي اؤ پښتنو ته خپل حق په لاس کښې ورکړلی شي.
ښاغلي پروفیسر ډاکټر 
خادم حسین صیب د ډېرو علمي اؤ مالوماتي خبرو وروسته د اندیش بابا د څو 
شعرونه اورؤلو سره خپلو خبرو ته د ختم ټکی کېخودو.
---------
ښاغلى
ظاهر الله بابوجي هم سټیج ته راوبللی شو اؤ د ډېرو ارزښتناکو خبرو تر څنګ ې
یو ډېر مهم وړاندیز وکړواؤ غوښتنه ې وكړه چې د نن وخت د سي ډي ډرامو کښې 
چې کومه غیر کلتوري نڅا اؤ د نفرت،انتقام اؤ دهشت کوم غیر کلتوري مخونه 
دنیا ته په شیشه خودلی شي،باید هر ګوند اؤ هره ټولنه د دې ناوړه کار اؤهم د
دې د نشر اؤ اشاعت د مخ نیوي هڅه وکړي
---------------
د 
اماراتو پښتو ادبي ټولنې د مرکز اؤ ابوظهبي راس الخیمه اؤ فجیرې څانګو له 
اړخه د ایوارډ ونو ورکؤلو په برخه کښې د فجیرې څانګې له اړخه د طاهر منان 
صادق اؤ حافظ امین خاموش په لاس ښاغلي بشیر احمد بشیر صیب ته ایوارډ ورکړلى
شو.
د ابو ظهبي څانګې له اړخه د عیدګل سایل صيب اؤ فضل هادي هادي صیب په لاسو بشیر احمد بشیر صیب ته ایوارډ ورکړلى شو.

د راس الخیمې څانګې له اړخه د ښاغلي ظفر علي صیب اؤ د ښاغلي تاج استاد په 
لاسو د ښاغلي بشیر احمد بشیر صیب انځور ډالۍ كړو اؤ ښاغلي بشیر احمد بشیر 
صیب ته ې ایوارډ هم ورکړو.
ښاغلي نسیم صافي صیب،ښاغلي سجاد مهمند صیب 
،ښاغلي فاروق خټک صیب اؤ ښاغلي نظار علي ډاګۍ وال صیب هم له خپله اړخه ګران
بشیر احمد بشیرصيب ته له خپله اړخه خپل خپل ایوارډونه ورکړل.
-------
د اماراتو پښتو ادبي ټولنې مرکز دبۍ له اړخه:
د ښاغلي جاوید اقبال صیب اؤ ښاغلي محمد اکرم جي لالا په لاسو ښاغلي انعام الله ګوهر صیب ته
د ښاغلي ممتاز اورکزي صیب اؤ ښاغلي فاروق سلطان صيب په لاسو ښاغلي عمادالدین دوران صیب ته
د ښاغلي فرهاد یوسفزۍ صیب اؤ ښاغلي احتشام الحق صيب په لاسو ښاغلي اکمل لیوني صیب ته

د ښاغلي قاضي منظور احمد موسی خیل صیب اؤ ښاغلي خالد خان حسرت صیب په لاسو
ښاغلي پروفیسر ډاکټر خادم حسین صیب ته ایوارډونه ورکړلی شول.
د 
طنز اؤ مزاح په فن کښې ډېر ماهر اؤ ډېر کار کوونکي ،ځلانده ستوري ظاهر الله
بابوجي ته هم د هغوۍ د نه ستړې کیدونکو هلو ځلو په ویاړ د اماراتو پښتو 
ادبي ټولني مرکز دبۍ له خوا ایوارډ ورکړی شو
-------
د اماراتو پښتو ادبي ټولنې مشرانو اؤ ملګرو خپلو ټولو ښاغلو میلمنو ته د خپلې ټولنې له خوا چاپ شوي کتابونه هم ډالۍ کړل
-------
ښاغلي نظار یوسفزۍ صیب د اماراتو پښتو ادبي ټولنې د دستورې دلمانځنې په دې غونډه کښې چې;

د ښاغلي سلیم مخلص صیب په رابلنې سره ې د یو غیر طرحي اذادې مشاعرې پیل 
وکړو به شاعران ملګري وخت په وخت سټیج ته ډير په مينه رابلل,د نظامت په 
ځانګړي انداز تر آخره پورې د ناستو ملګرو زړونه لګېدلي وساتل.
په دې مشاعره کښې ګڼ شمیر شاعرانو ملګرو شرکت وکړو چې نومونه ې څه په دا ډول دي:
1ښاغلي جهانزیب جوهر صیب،2ښاغلي شاه رسول ناشاد صیب،3 ښاغلي باچاخان ساجد صیب، 4 ښاغلي رحمان الدین ناچار صیب،5 ښاغلي نظار شاه منصوری صیب، 6ښاغلي بسم الله 
جان ملنګ یار صیب،7 ښاغلي ابرار اورکزۍ صیب، 8ښاغلي حمید جان اورکزی صیب، 9
ښاغلي ظهور احمد ظهور صیب،10ښاغلي محمد ګل منصور صیب، 11ښاغلي عمران خان وروک 
صیب، 12ښاغلي شیرحسن حسن صیب، 13ښاغلي محمد حیات حیات صیب،14 ښاغلي شفیع الرحمان 
امیل صیب، 15ښاغلي حنیف طورو صیب،16 ښاغلي همدم سوراني صیب،17 ښاغلي عید ګل سایل 
صیب، 18ښاغلي فرهاد یوسفزی صیب،19 ښاغلي محمد بلال فدا صیب، 20ښاغلي جهان شیر 
عقاب صیب، 21ښاغلي روح الامین شاکر یوسفزی صیب،22ښاغلي محمد یونس یونس صیب، 23
ښاغلي فرمان نواب صیب،24 ښاغلي طاهر منان صادق صیب، 25ښاغلي صاحب جان عامر صیب،
26 ښاغلي ممتاز اورکزی صیب، 27ښاغلي خالد خان حسرت صیب، 28ښاغلي عمر فاروق وطن 
یار صیب، 29ښاغلي مفتی معاذ همدرد صیب، ښاغلي مصور وزیر صیب،30ښاغلي زیراب ګل 
حیات صیب،31 ښاغلي جاوید شاه درمان صیب، 32ښاغلي محمد حکیم بنګش صیب، 33ښاغلي فضل
هادي هادي صیب، 34ښاغلي دوست محمد دلسوز صیب، ښاغلي چاند باچا صیب،35 ښاغلي 
آصف الله حمدان صیب،36ښاغلي عابد حمدان صیب، ښاغلي انجم بنګش صیب، 37ښاغلي 
سلامت شاه سلامت صیب،38 ښاغلي دلریش بنګش صیب، 39
ښاغلي حافظ امین خاموش صیب، 40 ښاغلي آصف جنید صیب، 41ښاغلي امین الفت صیب، 42ښاغلي بشیر احمد بشیر صیب، 
43 ښاغلي عشرت ګل اورکزی صیب،44 ښاغلي محمد راشد راشد 
صیب، 45 ښاغلي شهزاد اختر صیب،46ښاغلي کامران خان صیب، 47
ښاغلي شمس اورکزی صیب، 48ښاغلي انعام الله ګوهر صیب، 49ښاغلي عمادالدین دوران 
صیب،50 ښاغلي انجینېر احسان علي صیب، 51ښاغلي اکمل 
لیونی صیب، 52ښاغلي ګل خټک شباب صیب،53 ښاغلي اورنګزیب صیب،
.که د کوم ملګري نوم رانه پاتې وي
نو بښئ مې!!
د غونډې په آخر کښې د ټولنې د کلیزې د کیک د پرې کؤلو دستوره هم ډېره په خوند وشوه
--------
ژوند ژوند ملګرو 
سیاله دې وي پښتو
ښاد دې وي پښتانه
اباد دې وي ګران پښتون وطن
ورور مو خاموش زروبوال

- Apridy
بېرته شاته