(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کډوال دې تر۳۱ډسمبره کارتونه واخلي

[29.Dec.2014 - 19:01]

29.12.2014 د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې «يو اين ايچ سي ار«په پاکستان کې مېشت پر راجسټرډ افغان کډوالو غږ کړی دی چې تر چارشنبې «٣١ ډیسېمبر» دې خپل نوي کارډونه »د استوګنې ثبوت لرونکې کارډونه یا پي او ار کارډونه«د نادراله شپږو ځانګړو مرکزونو ترلاسه کړي.

د دغه ادارې ویاندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې د نادرا په مرسته یې د سږ کالله فېبرورۍ مياشتې په پاکستان کې مېشت راجسټرډ افغان کډوالو ته د زړوپېژندپاڼو »د استوګنې ثبوتي کارډونو»په بدل کې نوي کارډونه ورکول پیل کړی دی. دا زیاتوي چې د نادرا د شميرو له مخې تر دې دمه نژدې يو لاک او اتيا زره راجسټرډ افغان کډوالو خپل نوي کارډونه د دوی له ځانګړو مرکزونو اخستلی شي. دا وايي، دغه کډوالو ته خبرتيا ورکوي چې تر ٣١ دیسېمبر ۲۰۱۴ م کال پورې دې دې خپل کارډونه ترلاسه کړي او که چا وانه خیستل نو له یادې نېټې ورستو به په پاکستان کې ناراجسټرډ ګڼل کېږي.

دنیا اسلم خان زیاتوي چې په پاکستان کې د راجسټرډ افغان کډوالو لپاره شپږ ځانګړي مرکزونه په پيښور، هري پور، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او کوټه کې پرانیستل شوي دي او دا کډوال کولی شي چې تر ٣١ م ډیسېمبر پورې دې اعلان شوو مرکزونو ته ولاړ شي او خپل کارډونه دې ترلاسه کړي.

د راتلونکي ۲۰۱۴م کال تر لومړۍ نېټې د استوګنې ثبوت کارډ لرونکي رجسټرډ افغان کډوال کولی شي چې خپل نوي زوکړي ماشومان په دغو اعلان شوو مرکزونو کې راجسټر کړي.

دا وايي، له٢٠١٠ کال ورستو د زوکړو افغان ماشومانو د پيدایښت سندونه »سرټيفيکيټونه» هم له اعلان شوو مرکزونو ترلاسه کېدلی شي او هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پینځو کالو زيات دي له دې مرکزونو دېخپل »پي او آر کارډونه«اخیستلی شي او دا مرکزونه به د ٢٠١٥ کال ددسمبر مياشتې تر پایه پرانیستي وي.

په پاکستان کې مېشت ځینې رجسټرډ کډوال وايي، چې په ملک کې کله هم یو څه بده پېښه وشي نو د پي او آر کارډ لرلو باوجود يې پوليس تنګوي.

حسيب الله چې په پېښور کې مېشت دی، وايي، چې پي او آر کارډ هم لري خو دې باوجود له سختو مشکلاتو سره مخامخ دی. «کله چې په کوم ځای کې پوليس مو ودروي نو د کارډ لرلو باوجود د پيسو غوښتنه کوي او چې پيسې ورنکړو نو بې عزتي راته جوړوي پوليس دې زموږپه حال رحم وکړي او بې ځايه دې موږ نه تنګوي»

کله چې مشال ريډيو د رجسټرډ کډوالو دې ستونزو پحقله د خيبرپختونخوا د اطلاعاتو وزير مشتاق غني سره تماس ونيولو نو نوموړې وينا ده چې »رجسټرډ افغان کډوال خو څوک هم نه تنګوي او که بيا هم ياد شوي کډوال څه شکايت لري نو موږ به د دغه شکاياتونو لیرې کولو کوښښ کوو. خو زه دا هم ويل غواړم، له دې کډوالوچې کله پوليس پي او ار کارډ وغواړي نو دوی دا هم خپل تنګول ګڼي نو دا د کډوالو ذمه واري ده چې د صوبې تر قوانينو لاندې به ژوند کوي»

نوموړي زياته کړه چې دوی٣٠ ورځې ورکړې دي چې وفاقي حکومت دې د يو اين ايچ سي ار سره په ګډه راجسټرډ افغان کډوال خپل ملک ته ستنولو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي او که په يوه مياشت کې دا ممکنه نه وي نو بيا صوبايي حکومت حق لري چې دا کډوال له ښارونو وباسي او تر کيمپونو يې محدوده کړي.

- Mashaal
بېرته شاته