(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا: سیاسي مشران کابل ته بلل شوي

[05.Jan.2015 - 18:57]

افغان حکومت د پښتونخوا سیاست والو ته د کابل د سفر بلنه ورکړې څو د دواړو خواوو ترمنځ په دوه اړخیزو معاملاتو خبرو ته دریڅه پرانیستل شي. د افغانستان د ولسمشر ویاند مشال راډیو ته ددې سفر پخلی وکړ. نظیف الله سالارزي د یکشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل

((  دا هغه منظمې ناستې دي چې د دواړو هیوادونو د سیاسي او قومي مشرانو ترمنځ ترسره کیږي. ددې سفرونو موخه داده چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لا نورې پیاوړې شي.  د امنیت او د ترهګرۍ د مخنیوي لارې وسنجول شي. )) 

پاکستاني رسنیو لیکلي چې یو شمېر پاکستاني سیاست وال به د افغان حکومت په رسمي بلنه د جنورۍ په اومه نېټه افغانستان ته سفر کوي

د افغانستان حکومت بیا د ورتلونکي پلاوي نومونه په ډاګه کړي نه دي خو د رسنیو د مالوماتو پر بنسټ افغانستان ته په تلونکي پلاوي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرښاغلی محمود خان اڅکزی،دعوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلی اسفندیارولي خان، ښاغلی افراسیاب خټک او مولانا فضل رحمان شامل دي د وطن ګوند مشر ښاغلی افتاب احمد خان شیرپاو په اړه لا څه نه دي ویل شوي. . 

دافغانستان او پاکستان کارپوهان دواړو لوریو ته د داسې پلاوو سفرونه د اړیکو د ښه کولو لپاره ګټور بولي

 

- سالارزی
بېرته شاته