(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګل مرجان يې نه مني، نوی پښتو فلم

[07.Jan.2015 - 20:02]

د ګل مرجان يې نه مني، په نامه نوی پښتو فلم به ډېر ژر بازار ته وړاندې شي.

د پښتو ژبې د ډرامو تکړه ممثل او اداکار اسماعيل شاهد د ګل مرجان يې نه مني، په نامه يو طنزیه فلم جوړ کړی دی، چې ډېر ژر به بازار ته راووځي.
د دغې فلم ټول کارونه بشپړ شوي او یوازې اېډېټ او اوډون یې پاتې دی، چې ډېر ژر به د لیدونکو په واک کې ورکول شي.
د دغه فلم هدایتکار او لارښود اسماعیل شاهد دی او سجاد علي یې لیکوال دی.

د دغه فلم پروډیوسران مظفرخان او ضیاء خان دي او عکاسي یې د ریاض خان له لوري شوې ده.

په دغه فلم کې د پښتو ژبې مشهورو ممثلینو او اداکارانو اسماعیل شاهد، نازیه خیال، عزیز حسین، امتیاز، فرحناز، سردار مریخي، شهناز پېښورۍ او ځینو نورو فلمي لوبغاړو برخه اخیستې ده.

د ویلو ده، چې د ګل مرجان يې نه مني خبره وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو او په ځانګړي ډول په فېسبوک کې خورا مشهوره شوه، چې کله په افغانستان کې د اوسني افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایيوي ریيس غبرګ عبدالله له لوري د ټاکنو په سر لانجو او ناندريو زور واخيست او اجرایيوي ریيس د ټاکنو د پایلو نه منلو ته ځان سرتمبه او شله کړ.
ډېر افسوس په هغه چا چې ولس یې په کوم حال کې ژوند تېروي او دوی له یو بل سره په څوکیو نه جوړېږي او نور خلک ورپسې ډرامې او فلمونه جوړوي.

د دغه طنزیه فلم د کتلو په تمه او انتظار اوسئ…

- زاهد الله ځلاند
بېرته شاته